د ځانګړيو وختونو ځانګړې دعاګانې

رسول الله صلى الله عليه وسلم د ځانګړيو وختونو او خاصو ځايونو لپاره د ډيرو دعاګانود لوستلو لارښوونه کړې ده، له هغو څخه هغه دعاګانې چې آسانې دي او هره ورځ لوستل کيږي دلته ليکل کيږي، د الله پاک په توفيق او مرسته دغه دعاګانې زده کړئ او په خپل وخت او موقع يې ولولئ:

١- کله چې سهار شې نو وواياست:
(اللهم بک اصبحنا وبک امسينا وبک نحيى وبک نموت واليک المصير)
اى الله! ستا په حکم سره موسهار کړ اوستا په حکم سره مو ماښام کړ او ستا په حکم ژوندي يو او ستا په حکم به مړه کيږو او ستا طرف ته درګرځيدل دي.

٢- همدارنګه چې کله ماښام شې نو وواياست:
(اللهم بک امسينا وبک اصبحنا وبک نحيى وبک نموت وإليک النشور)
اى الله! ستا په حکم سره مو ماښام کړ او ستا په حکم مو سهار کړ او ستا په حکم مونږ ژوندي يو او ستا په حکم به مړه کيږو او بيا ستا طرف ته راپورته کيدل دي.

٣- کله چې د ويده کيدو په اراده پربستره څملئ نو وواياست:
(اللهم باسمک اموت واحيى) اى الله! ستا په نوم سره زما مړه کيدل او ژوندې کيدل دي.

٤- کله چې له خوبه را ويښ شئ نو وواياست:
(الحمد لله الذى احيانى بعد ما اماتنى واليه النشور)
ټول صفتونه او ستاينې الله لره دي هغه ذات چې له مرګه پس يې زه ژوندې کړم او د هغه په لوري راپورته کيدل دى.

٥- کله چې د اودس ماتولو لپاره بيت الخلا ته ځۍ نو وواياست:
(بسم الله اللهم انى اعوذبک من الخبث والخبائث) د الله په نوم! اى الله! زه په تاسره پناه غواړم د نارينه او ښځينه شيطانانو څخه.

٦- کله چې له اودس ماتې څخه وزګار شئ او راوځئ نو وواياست:
(الحمد لله الذى اذهب عنى الاذى وعافانى) ټول صفتونه اوستاينې الله لره دي چې له ما څخه تکليف (پليتې) لري شوه او عافيت يې راته راکړ.

٧- کله چې اودس کوئ:
نو په پيل کې بسم الله الرحمن الرحيم ولولئ او د اودس په مينځ مينځ کې دا دعاتکراروئ .
(اللهم اغفرلى ذنبى ووسع لى فى دارى وبارک لى فى رزقى)
اى الله! زما ګناه وبښې او زما لپاره زما کور پراخ کړې او زما په روزۍ کې برکت واچوې.

٨- کله چې اودس پاى ته ورسوئ نو وواياست:
(اشهد ان لا اله الا الله وحده لاشريک له واشهد ان محمدا عبده ورسوله اللهم اجعلنى من التوابين واجعلنى من المتطهرين)
زه شاهدي ورکوم چې د الله نه پرته بل حقدار د بنده ګۍ نشته، هغه يو دى هيڅ شريک نلري او شاهدي ورکوم چې محمد(ص) د هغه بنده او رسول دى، اى الله! ما د توبه کوونکو او پاکانو څخه وګرځوې.

٩- کله چې جومات ته لاړ شئ نو لومړې ښې پښه دننه کړئ او وواياست:
(رب اغفرلى وافتح لى ابواب رحمتک) زما پالونکيه ربه! ماته بښنه وکړې او زما لپاره د خپل رحمت دروازې برسيره کړې.

١٠- کله چې له جومات څخه راوځئ نو کيڼه پښه لومړې را بهر کړئ او وواياست:
(رب اغفرلى وافتح لى ابواب فضلک) اى زما ربه! ماته بښنه وکړې او زما لپاره دخپل فضل او کرم دروازې برسيره کړې.

١١- کله چې خوراک شروع کوئ نو وواياست:
(بسم الله وعلى برکة الله) د الله په نوم او د هغه په برکت سره.

١٢- کله چې له خوراک څخه فارغ شئ نو وواياست:
(الحمدلله الذى اطعمنا وسقانا وجعلنا من المسلمين)
ټول صفتونه او ستاينې الله لره دي چې خوراک او څښاک يې راکړ مونږ ته او مونږ يې له مسلمانانو څخه وګرځولو.

١٣- که دچا په کور کې د ميلمستيا ډوډۍ وخورئ نو دا دعا هم وکړئ:
(اللهم اطعم من اطعمنى واسق من سقانى) اى الله! چا چې پرما خوراک وکړ هغه ته خوراک ورکړې او چا چې پرما څښاک وکړ څښاک ورکړې.

١٤- کله چې پرسورلۍ کښينئ نو دا دعا ولولئ:
(الحمدلله ! سبحان الذى سخرلنا هذا وما کنا له مقرنين و انا الى ربنا لمنقلبون)
ټول صفتونه او ستاينې الله لره دي، پاک دې هغه ذات چې دا سورلۍ يې زمونږ لپاره مسخره کړې ده او مونږ پخپله ددې په واک کې دراوستلو توان نلرو او مونږ ټول خپل رب ته ورګرځيدونکي يو.

١٥- کله چې د سفر لپاره روانيږئ نو د الله پاک څخه داسې دعا وغواړئ:
(اللهم هون علينا هذا السفر واطوعنا بعده، اللهم انت الصاحب فى السفر والخليفة فى الاهل اللهم انى اعوذبک من وعثآء السفر وکابة المنظر وسوء المنقلب فى المال والاهل والولد)
اى الله! په مونږ باندې دا سفر اسان کړې او لرې والې يې لنډ کړې، اى الله! ته په سفر کې زما ملګري يې او زما د کور حفاظت کونکى او ساتونکى يې، اى الله! زه پناه غواړم په تاسره د سفر له کړاو څخه او ددې حالت د ليدلو څخه او له بيرته راګرځيدو وروسته د بد حالت له ليدلو څخه په مال، او کور او اولاد کې.

١٦- کله چې د سفر څخه راستانه شئ نو دا دعا ولولئ:
(آئبون تآئبون عابدون لربنا حامدون) مونږ له سفر څخه راستنيدونکي يو، توبه کوونکي يو، عبادت کوونکي يو او د خپل رب حمد او ثنا ويونکي يو.

١٧- کله چې څوک رخصتوئ او خداى په امانې ورسره کوئ نو دا دعا وکړئ:
(استودع الله دينک وامانتک وخواتم اعمالک) زه الله پاک ته سپارم ستا دين او ستا دساتنې وړ شيان او ستا د عملونو خاتمې.

١٨- کله چې کوم مصيبت وهلې ووينئ نو دا دعا وواياست:
(الحمد لله الذى عافانى مما ابتلاک به وفضلنى على کثير ممن خلق تفضيلا)
ټول صفتونه او ستاينې الله لره دي چې زه يې په عافيت کې وساتلم له دې مصيبت څخه چې ته يې پکې اخته کړى يې او پر خپلو ډيرو مخلوقاتو يې ماته غوره والې را کړى، دا ټول د هغه فضل او کرم دى زما کوم کمال نه دى.

١٩- کله چې کوم ښار ته ننوځئ نو دا دعا وواياست:
(اللهم بارک لنا فيها) اى الله! زمونږ د پاره په دې ښار کې برکت واچوې او دا زمونږ لپاره نيمکرغه وګرځوې.

٢٠- کله چې له کوم مجلس څخه پاڅيږئ نو دا دعا ولولئ:
(سبحانک اللهم وبحمدک لا اله الا انت استغفرک واتوب اليک)
اى الله! زه ستا پاکې بيانوم، او ستا حمد اوثنا وايم، ستانه پرته بل هيڅوک د عبادت لايق نشته، له تانه بښنه غواړم او تاته توبه کوم.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اسلام يعنې څه؟ له کتاب څخه
ی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب