
د پښتو توري او د تورو درې ګوني حالتونه
د ژبپوهانو په اند کله چې انسان د ځمکې په هسکه او ټیټه قدم کیښوودلو، يو لړ داسې بې معنا آووزونه يې رامنځته کړل، چې ددوی ترمنځ د پوهاوي وړ نه و، خو د وخت په تیریدو سره دوی د یو څیز یا شي لپاره په یو واحد آواز سره دځینو په اړه یوه خوله شول او د همدې واحد آواز په ادا کولو سره د دوی ترمنځ مفاهمه رامنځته شوه، بلاخره د همدې مفاهمې پرمټ یې يو او بل ته خپل درک او اړوند پیغام انتقال کړ.
کله به چې کوم آواز د محبوبیت، لنډون او مداومت له اړخه په پراخه کچه يوه واحد جنس یا شي ته وکارول شو، په نتیجه کې به یې عامه فهم رامنځته شو، همدا آواز به ددې بشري ټولګې د ژبې اساسي توکی وګرځیده.
غواړم په لنډ ډول ووایم چې لومړی بشري فهم د آواز له اړخه رامنځته شو، بيا ددې آواز انتقال نورو نسلونو ته د خپلې ژبې د ارزښت ساتنې په موخه، له يوه ځای څخه بل ځای ته د پيغام انتقالولو سره تورو ته اړتيا پيښه شوه.
ددې اړتیا سره سم د ژبپوهانو د اواز سمبولونه(توري) انتخاب کړل، ترڅو د ژبې د ارزښت ساتنه، آسانه ښوونه، ساده زده کړه او انتقال په ښه توګه ترسره شي.

راځو دیته چې (توری) څه ته ويل کېږي؟
توری د یوې ژبې هغه اساسي توکی یا سمبول دی چې له مخې یې هغه آواز رامنځته کیږي کوم چې د یوې ژبې له اساساتو سره اړیکه لري او له نورو معنا لرونکو آوازونو سره د یو ځای والي په صورت کې په یو شي، حالت یا نوم باندې دلالت کوي.
د توري له پیژند وروسته ويلای شو چې د تورو مجموعې ته د یوې ژبې الفبا ويل کیږي کوم چې د هماغه ژبې د مفاهيمو او اساساتو بنسټ پرې اتکا مومي.
دا چې پښتو ژبه هم د نورو ژبو په شان د یو شمېر خاص او مختلطو الفبا تورو لرونکې ده، د پښتو خاص توري هغه دي چې يوازې په پښتو ژبه کې کارول کیږي، او مختلط توري بیا هغه توري دي چې د پښتو ژبې سربېره، په نورو ژبو کې هم پراخ استعمال لري او د هغه ژبې د پیغام په ليږد او رالیږد کې د استعمال وړ وي.
پښتو ژبه له دوه ترکیبي برخو عربی او دری څخه رامنځته شوې ده، دا هغه ژبې دي، چې توري يې په پښو ژبه کې په پراخه کچه کارول کیږي.
اړینه ده چې د پښتو ژبې خاص یا ځانګړي توري وپيژنو؛ چې له پښتو علاوه په بله ژبه کې نه کارول کېږي، هغه توري ټول اته(۸) دي، په لاندې ډول دي.
ټ. څ. ځ. ډ. ړ. ښ. ڼ. ږ.
د همکار ژبو له ډلې عربي ژبه هغه ده چې تر دری ژبې ډیر توري یې په پښتو کې کارول کیږي، عربي ژبه ټول دیرش ۳۰ توري لري، چې اته ویشت (۲۸) توري پکې له کوم تړاو او ترکیب پرته په پښتو کې؛ لکه څرنګه چې په شکل کې استقلال لري په آواز کې هم له استقلال څخه برخمن دي، د عربي ژبې ټول دیرش (۳۰) توري په لاندې ډول دي:
ا. ب. ت. ث. ج. ح. خ. د. ذ. ر. ز. س. ش. ص. ض. ط. ظ. ع. غ. ف. ق. ک. ل. لا. م. ن. و. ه. ء. ی.
له پورته دیرش(۳۰) تورو څخه دوه داسې توري دي، چې استقلال نه لري، يو توری د همزه( ء ) دی، چې د (ا. و. ی) تورو سره د تړاو له مخې یا د توري د پاسه یا ښکته استعمالیږي.
دوهم توری د ( لا ) عربي توری دی چې د شکل له مخې ترکیبي توری بلل کیږي خو آواز ترې په واحده توګه ادا کیږي.
د همزه( ء ) او ( لا ) دوه هغه توري دي چې د اته ویشت استقلال لرونکو تورو سره يوځای شي ټولټال دیرش ۳۰ توري کیږي.
اوس راځو دری ژبې ته؛ دا د پښتو هغه ترکیبي ژبه ده چې له عربی او خپله پښتو ژبې وروسته په دریمه کچه زیات (څلور ) توري یې په پښتو ژبه کې کارول کیږي، هغه توري په لاندې ډول دي:
چ. پ. ژ. ګ.
لکه څرنګه چې د پښتو ژبې ترکیبي یا یوځای کېدونکې برخې مو سره له خپلو حروفو وپیژندلې اوس دا هم زده کوو، چې په کلمه یا جمله کې توري د نښلون یا تړاو له اړخه په دوه ډوله دي، ۱- خپلواک توري ۲- ناخپلواک توري.
۱- خپلواک توري:
خپلواک توري هغه دي چې له ځان وروسته له بل توري سره نه نښلي (یعنې یوازې له مخکېني توري سره نښلېږي)، چې ټول دوولس (۱۲) توري کیږي، او دا ټول دوولس توري دا دي:
ا ډ د ذ ر ز ړ ږ ژ و ڼ ء.
۲- ناخپلوک توري:
ناخپلواک توري هغه دي چې له ځان وروسته له بل توري سره ونښلول شي، کوم چې په لاندې ډول دي:
ب پ ت ټ ث ج چ ح خ څ ځ س ش ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ګ ك ل م ن هـ ي.
که په ټوله کې ووایو نو په پښتو ژبه کې ټولټال (۴۲) دوه څلویښت توري کارول کیږي، دا توري په لاندې ډول دي:
ا ب پ ت ټ ث ج چ ح خ څ ځ د ډ ذ ر ړ ز ژ ږ س ش ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ک ګ ل لا م ن ڼ و ه ء ی.
تر دې ځایه مو د تورو په اړوند مفصل معلومات خپل کړل اوس دا هم لولو چې هر توری پرته له ناخپلواک تورو څخه د يوې کلمې په ترکیب کې دری حالتونه لري، لنډ وضاحت یې په لاندې ډول دی:
۱- لومړی حالت(د کلمې په پیل کې د توري استعمال):
په دې حالت کې خپلواک توري له بعدي یا ورپسې تورو سره په يوه کلمه کې نه نښلول کیږي خو برعکس ناخپلواک توري له ورپسې تورو سره نښلول کیږي.
۲: دوهم حالت(د کلمې په منځ کې د توري استعمال):
په دې حالت کې خپلواک توري د استعمال ځای نه لري، خو ناخپلواک توري له مخکني او ورپسې تورو دواړو سره د نښلون وړتیا لري.
۳: دریم حالت (د کلمې په اخر کې د توري استعمال):
په دې حالت کې خپلواک توري له مخکني تورو سره د وصل وړتیا لري خو له وروستيو تورو سره بیا دا قابلیت له لاسه ورکوي، په دې حالت کې ناخپلواک توري هم د خپلواک په شان په پوره شکل سره ليکل کیږي.
پورته دری هغه حالتونه وو چې په کلمه کې د خپلواکو او ناخپلواکو تورو د ليکلو او تړلو وضعیت یې څرګند کړ.
لیکنه: ماسټر حسیب الله وحدت
ایمیل: hasibullahhaidary1212@gmail.com






