د پاکو خوړو سره که ناپاک خواړه ورګډ شي څه حکم لري؟

په اسلامي شریعت کې هغه خواړه څه حکم لري چې د هغې په ترکیب او جوړښت کې له پاکو خوړو سره ناپاک خواړه او نور نجاستونه هم مخلوط او ورګډ شوي وي؟

ځواب:
د قدرمن ورور ددې پورتنۍ پوښتنې په اړه باید دومره ووایو چې:
عموماً په انساني غذاګانو کې کله کله دا خبره احتمال لري چې د هغې په ترکیب او جوړښت کې یو لړ نجس (ناپاک) او حرام غذائي مواد ورګډ شوي وي؛ او دا خبره څو مختلف حالتونه لري؛ لکه:

لومړی حالت : له غذائي موادو سره کېدلی شي چې په بازارونو کې یو لړ نور نجس خواړه هم ورګډ شي لکه؛ د خنزیر غوښه، او یا د هغې یو څه برخه ؛ او یا هم پخپل مرګ د مړ شوي (مردار شوي حیوان) غوښه.

دویم حالت: کله کله په دې بازاري خوړو کې د حیواناتو د بهېدونکو وینو څخه استفاده کېږي.

درېیم حالت: کله بیا د الکحولو (Alcoholic )، نشه ئي او له شرابو څخه ددې خوړو په تشکیل او جوړښت کې استفاده کېږي ؛ او یا هم داسې مشروبات (څښاکونه) پکې کارول کېږي چې انساني صحت ته خورا زیان لرونکي وي.

په دې اړه د فقهاوو نظر:
په پورته څو کرښو کې مو چې د کومو درې حالتونو یادونه وکړه؛ په دې ټولو صورتونو کې د د فقهاوو مُتفقٌ علیه نظر (د ټولو اتفاقي نظر) دادی چې: کوم خواړه چې د پورنتیو اوصافو درلودونکي وي، خوړل یې حرام دي.

په اسلامي شریعت کې د خنزیر له غوښو نه استفاده کول ناروا عمل ګڼل شوی دی ، او د هغه غوښه که په هر شکل وخوړل شي؛ جواز نلري ( یعنې که یو څوک تنها د خنزیر له غوښو نه استفاده وکړي؛ او یا هم نور غذائي توکي ورسره ګډ کړي، او بیا ئې وغواړۍ چې وې خوري، خوړل یې ورته جواز نلري) . د خنزیر د غوښو تر څنګ یو لړ نور خوراکونه هم اسلام په ګوته کړي دي؛ او د هغو خوړل یې ناروا ګڼلي دي؛ لکه: د مردارو شوو څارویو خوړل (یعنې هغه څاروي چې په شرعي توګه له ذبحې وړاندې پخپله مړه شوي وي) او یاهم د ذبحه شوو څارویو د بهېدونکو وینو څخه استفاده کول او داسې نور…..

که د پورتنۍ مسئلې په اړه قرآن کریم ته راوګرځو؛ نو جوته به شي چې قرآن کریم څومره په صریحو او ډاګیزه الفاظو سره مونږ ته په دې اړه لارښوونه کوي او ارشاد فرمائي چې: ﴿حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ﴾ (سورةُ المائدة 3 آیت).
ترجمه: پر تاسې باندې د مردار شوي څاروي، او وینې (د څارویو څخه بهېدونکې وینه) ، د خنزیر غوښه او د هر هغه څاروي (غوښه) چې (د ذبحې پر مهال ) پکې د لوی الله تعالی ــ جل جلاله ــ نوم نه وي ذکر شوی(خوړل یې ځکه) حرام کړای شوي دي (چې ذبحه په اسلام کې عبادت دی؛ او عبادت د نورو عبادتونو په څېر د لوی څښتن تعالی څخه پرته بل چاته او د بل چا په نامه سره مجاز نلری).

په پورتني مبارک آیت کې لوی څښتن تعالی د یو لړ مُحرماتو یادونه کوي، (یعنې د حرامو کړای شوو لس ډوله خوراکونو ذکر کوي؛ خو دلته ترېنه یوازې او یوازې مونږ د څلورو ډولونو یادونه وکړه) . همداراز فقهاوو کرامو د الکحولو او شرابو په اړه په اتفاق سره ویلي دي چې: د هغو خوړو څخه چې نشه راوړونکي وي او یا ورسره د هغې په ترکیب کې له شرابو څخه استفاده شوي وي؛ خوړل یې جواز نلري؛ لکه چې لوی څښتن تعالی ــ جل جلاله ــ په دې اړه مونږ ته لارښوونه کوي او ارشاد فرمائي چې: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾ (سورةُ المائدة آیت 90).
ترجمه: اۍ مؤمنانو! بې شکه چې شراب، قمار، بتان او (د فال نیولو په خاطر) غشي د شیطاني کړنو څخه دي؛ نو تاسې هم (سمدلاسه له دې څلورو کارونو) خپل ځانونه وژغورئ؛ تر څو بریالیتوب ستاسو په برخه شي.

زمونږ لارښود پیغمبر ـ صلی الله علیه وسلم ــ هم په دې اړه داسې لارښوونه کو ي او فرمائي چې: “كُلُّ مُسكِرٍ خَمْرٌ ، وَكُل مُسكِر حَرَامٌ ” .

ترجمه: هر نشه راوړونکی څیز شراب ګڼل کېږي او هر نشه راوړونکی څيز جواز نلري.
که چېرې زمونږ او ستاسې په ورځینو خوړو کې یو لړ مضر او زیانمن مواد ور ګډ شي؛ او د هغې له کبله ددې خوړو بوی، خوند او رنګ کې بدلون راشي…او یا هم ددې ناروا موادو څخه د پاکو خوړو په جوړولو کې استفاده تر سره شي؛ او یا هم د پاکو او حلالو غذاګانو د خوندي ساتلو او له خرابېدو څخه د مخنیوي په خاطر له ناپاکو خوړو څخه استفاده وشي او دا هم ثابته شي چې په دې صورت کې ددې خوړو څخه استفاده کول په حتمي ډول انسان ته ضرر رسوي؛ نو
په دې صورت کې ددې خوړو څخه استفاده کول نادرست او نامشروع عمل ګڼل کېږي.

لوی څښتن تعالی په دې اړه مونږ ته داسې لارښوونه کوي او ارشاد فرمائي: ﴿وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوَاْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ﴾ (سورة البقرة آیت 195).

ترجمه: او تاسې د الله تعالی ــ جل جلاله ــ په لاره کې (په جهاد او نورو ښو کارونو کې خپل مالونه) ولګوئ، او خپل ځانونه په هلاکت کې مه غورځوئ. او نیکي کوئ، بې شکه چې لوی څښتن تعالی له نیکي کوونکو سره مینه لري.

همداراز نبي کریم ـ صلی الله علیه وسلم ــ فرمائي: ” لا ضَرَرَ وَ لاَ ضِــرَارَ “.
ترجمه: نه (په اسلام کې) ضرر نشته ، او نه هم ضِرار شته (یعنې په قصدي توګه سره نورو ته زیان رسول په اسلام کې شتون نلري).

که چېرې دې ناپاکو خوړو ته ضرورت پېښ شي؟
البته دلته د دې خبرې ذکر کول هم اړین او لازمي دي چې: که چېرته پورتینو مُحرماتو (ناروا) خوراکونو ته د یو مسلمان ضرورت پېښ شي؛ لکه د مردار شوي حیوان غوښې ته، او د ببسین په نامه خمېرې ته چې د هغې په ترکیب کې د خنزیر څخه استفاده کېږي او پر ځای ئې بدیل (یعنې په بدل کې بله مُباحه خمیره ) هم شتون ونلري؛ نو هلته یې خوړل روا دي.

همدا راز که یو مسلمان په ورځېني ژوند کې داسې یو ځای ته سفر وکړي، چې هلته یوازې او یوازې ناپاکه او نجس خواړه موندل کېږي؛ او حلال خواړه هېڅ شتون ونلري او که انسان خواړه ونه خوري؛ له هلاکت سره مخامخ کېږي؛ نو په دې صورت کې بیا د ضرورت په اندازه دې دا شخص له ناپاکو او حرامو خوړو څخه کولی شي چې استفاده وکړي او که څه هم چې دا خواړه پر حرامو غذاګانو باندې مشتمل وي؛ خو د أشد ضرورت پر مهال ورڅخه استفاده کول د هغه لپاره خورا ضروري ګڼل کېږي.

لیکنه: فضل الله (ممتاز)

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب