د ویده کېدو او خوب څخه پاڅېدو دعاګانې
د ويده كيدلو (خوب) دعا:
اَللهم بِاسْمِكَ اللَّهُمَّ أَمُوْتُ وَأَحْيَا : ([1])
ترجمه : اى الله پاك زه ستاپه نامه مړكيږم اوژوندى كيږم
د خوب څخه د راپاڅيدو دعا:
الحَمْدُ للهِ الَّذِي أَحْيَانا بَعْدَ مَا أمَاتَنَا وإلَيْهِ النُّشُورُ: ([2])
ترجمه : ټول دكمال صفتونه الله لره دى هغه ذات چه مونږ ئى ژوندى كړو وروسته دهغى نه چه مړه كړى وو اودى الله جَلَّ جَلَالُه ته ورگرځيدل دي .