د ويښتانو ډول او چاپيريال تأثير د پوستکي په رنګ|بیولوژي

د ويښتانو ډول

د انسان د ويښتانو ډول د يو جوړه اليلونو په وسيله تعينېږي. کوړۍ )تاو شوي ويښتان) يو بارز او صاف ويښتان يو مخفي صفت دی. که چېرې يو د والدينو څخه تاو شوي او بل يې صاف ويښتان ولري نوی نسل به تاوشوی ويښتان ولري (ناخالص وي).

د چاپيريال تأثير د پوستکي په رنګ

په ژونديو موجوداتو کې د پوستکي رنګ نه يوازې د وګړي په جنتيک پورې اړه لري، بلکې مستقيماً د هغه د اوسېدو چاپېريال پورې هم اړه لري. د بېلګې په توګه: د قطبي ګيدړې د پوستکي رنګ د چاپېريال د تودوخې په درجې پورې تړلی وي. د اوړي په اوږدو کې يې بدن يو ډول انزايم توليدوي چې پګمنټ جوړوي. دغه پګمنټ د ګيدړې د پوستکي رنګ تت يعنې نسواري سور ته ورته رنګ منځته راوړی.

د پوستکي د رنګ دغه بدلون په اوړي کې ګيدړې ته فرصت ورکوي چې په اسانۍ پټه شي او ښکار وکړي. په ژمي کې د رنګ د توليد انزايم نه ترشح کېږي. د ګيدړې پوستکي رنګ ورو ورو سپينېږي چې د چاپېريال تر اغېزې لاندې راځي. همدارنګه د لمر رڼا هم د پوستکي په رنګ تاثير اچوي. د بېلګې په توګه هغه هېوادونه چې د لمر د رڼا څخه غني دي. د وګړو د پوستکي رنګ يې نظر د هغو هېوادونو خلکو ته چې د لمر د رڼا څخه کمه ګټه اخلي نسبتاً تور وي تاسو کولی شئ، دغه موضوع په مقايسوي ډول د هند او روسيې د خلکو ترمنځ وګورئ.

اضافي معلومات:

په نباتاتو کې هم د چاپېريال په بدلون سره رنګ بدلون مومي. د بېلګې په ډول په ادريس ګل کې مختلف رنګونه لکه أبي، ګلابي شته. په داسې حال کې چې ددې ګلانو جنتيک يوشان دی. د ادريس ګل په هغه خاوره کې چې تېزابي خاصيت لري. په أبي رنګ او هغه خاوره چې خنثی څخه تر قلوي پورې خاصيت ولري په ارغواني او ګلابي رنګونو ليدل کېږي په )۶ګ۶) شکل کې د ادريس د ګل رنګ ليدل کېږي.

واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب