د ولور(مهر) حدود ، حقدار او د پلار او ورور مسؤليت

تر اسلام له مخه د ښځو حالات:

اسلام يو متوسط او درميانه  او د هر چا د حقوقو ستاونکى دين دى، تر اسلام له مخه چي پر بشري ټولنه د مظالمو او بربريتونو تاريخ ته وګوري، دا به معلومه سي چي په هغي ټولنه کي د بشريت پر هره برخه د ظلم او ستم اسمان را ړنګ و، په ځانګړي توګه بيا د ښځو ټولنه خو بېخي د سوداګرۍ يو سامان او د ظلم لپاره د تجربي يوه اله ګرزېدلي وه.

دا خو لا پريږده بلکي د شرم او بي ننګۍ يو سبب بلله کيده، د چا چي به لور پيدا سوه هغه به د  خلکو په منځ کي شرمنده و او چي په خبر سو رنګ به يي تکتور سو.

تر اسلام له مخه دور د جاهليت او سفاکيت، د ظلم او استبداد، د وحشت او حيوانيت دور و، ښځه د دوى په جامعه کي يوه منفوره څيره وه، سره له دې چي دو‌ئ ټول له دغو ښځو پيدا سوي و، خو بيا هم د خپلي کم عقلي، د ظلم او استبدان، ناپوهۍ او بې دينۍ له امله يي حال دا و، چي پر چا به د ښځينه اولاد زيرى اوسو، ډير به خپه سو، مخ به يي تک تور سو، له خلکو به پټ ګرزيدى، امام رازي رحمه الله وايي: چي په دو لارو کي به يي چورت واهۍ: يوه دا چي يا به له دې ذلت سره تر مرګه  ژوند کوم او د ذلت کوڅى به اغوندم په غره کي به مال او اوښان پيايم چي له خلکو لري يم او څوک مي نه ويني، او يا به دا انجلۍ ژوندۍ په خاورو کي خښوم چي ځيني خلاص سم، کله چي به يي د دې انجلۍ د وژلو اراده وکړه نو به يي تر هغه ږوندۍ پريښوده چي دا به تقريبا شپږ لوستي سوه، او بيا به يي د دې ومور ته وويل چي دا ښه ښايته کړه چي چرته د خپلوانو که ره يي بيايم، مور به يي د ښځو د عادت او مزاج سره سمه ښه جوړه کړه، او له پلار سره به يي روخست کړه، ده ډبر زړي به له وړاندي لا ژور غار ورته پريکړى و، د غار وخولي ته به يي چي کله نيزدي کړه، نو به يي ورته وويل چي ته ورته وګوره، کله چي به هغي عاجزي او نا خبري ورته وکتل نو ده ظالم به ور ټيل وهله لاندي به يي ور وغوزوله، له ښا به يي ژر ژر خاوري په سي ور واچولي، ځان به يي ځيني خلاص کړى.

خداى خبر چي دا ظالم به چي وکورته راغلى نو د انجلۍ ومور ته به يي څه او په څه خوله وويل انا لله وانا اليه راجعون. دا د دوئ د انسانيت او د غيرت حال و.

ابن عثمين: په خپل تفسير کي وايي: چي کله به دې سفاک او ظالم پلار دا ماشومه په خاورو کي خښوله نو له ځان سره به يي بوتله او هلته به يي غار ورته پرېکاوى، کله چي به د دې سفاک په ژيره کي څه خاوري بندي سوي، نو دې ماشومي به د ده د ژيري څخه هغه لري کولي او پاکه ولي به يي او د ده ظالم به په زړه کي هيڅ رحم هم نه راتلى الله اکبر!.

دا د هغو خلکو د ظلم او بربريت يوه نومنه ده چي تر اسلام وړاندي يي ژوند کاوى، کله چي اسلام راغلى نر او ښځي ته يي د فطرت او د هر يوو د مزاج مطابق حقوق ورکړل، د لا يکلف الله الا وسعها مصداق يي جوړ کړى، ياني هر يوه ته يي هغه حقوق ورکړل چي د ده د وس او طاقت سره به برابر ول، نه داسي چي لکه د نن سبا د بشريت دعويداران چي و ښځو ته هم ټوپک په غاړه ورکړي، او يا د ترافيکي عسکرو کار ځيني واخلي، او يا يي ټوله ورځ د روپو لپاره په مزدوري کي اخته کړي، ماښام چي وکور ته راسي بيا د خپل ميړه او بچيانو خدمت کوي، بلکي اسلام د دې ټول خدمت د ميړه پر زمه لازم کړى، او د جنګ او جهاد له ميدانه يي خلاصه کړه، بلکي نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي: ستاسو جهاد حج کول دي. بخاري.

سيد قطب رحمه الله فرمايي چي:
دا دين د انسان سره د ده د فطرت او د وس سره سمه معامله کوي، او د حاجاتو او واقعاتو حقيقيه و په حدودوکي سم چلند ورسره کوي.

او دا دين انسان تر لاس نيسي د جاهليت او ناپوهۍ له خوار او ذليل ژوند څخه يي د اسلاميت و لوړي درجي ته اوچه ته وي، په داسي حال کي چي د انسان له فطري او طاقتني او واقعي او حقيقي ضروريتونو څخه يي نه باسي، بلکي دا ټول ورته ښيي او د خپل سير او تګ سره سم يي د انسانيت ولوړي درجي ته پورته کوي.

دا دين انسان د جاهليت پر حالاتو نه پريږدي بلکي هغه ردوي، او اسلام د دې لپاره راغلى دى چي بشريت د جهالت او ناپوهۍ له ذلت څخه اوچت کړي.

د نن سبا هغه د جاهليت پيروان هم د انسانيت او بشريت د ترقي او ارتقا او د ښځو د حقوقو او ازادۍ خبري کوي، حالانکي که د سليم فکر خاوند د داسي معاشري چي په دې رنګ رنګي دلي وي جاج واخلي په خپله به فيصله وکړي چي دوى و ښځو ته څه حقوق ورکړي دي.

مفتي محمد تقي صاحب په خپله سفر نامه کي ليکلي دي: چي غربيان د ښځو د حقوقو دعوه او  خبري کوي، اسلام چي د ښځو د مزاج او طبيعت سره سم حقوق ورکړي دي هغه د سليم فکر خاوند هم  تسليمه وي، خو د دوى حقوق دا دي چي په ډيرو ښځو کي يي ويو څو ښځو ته لوړي چوکۍ ورکړي دي، نوري ټولي يا په هوټلو کي د خدمت لپاره استعماله وي او يا يي په تيارو کي د مسافرو د خدمت لپاره استعماله وي او يا داسي نور هغه کار ځيني اخلي چي د دې په هغه کي ډير ذلت او رسوايي وي.

دا يقيني خبره ده د يو سابون او يا شامپو او يا د پنځو روپو د بسکټ د خرڅولو او مشهور کولو لپاره بيا د ښځو حقوق استعماله وي اولوى لوى تصورونه او عکسونه يي په ديوالو او پر لوحو را ځوړنده وي، او يا په تلويزيون او يا راډيو، او يا په سنما او په ډرامو، او يا په بازارو او په کوڅو، او يا د يو مامور او منصبدار، او يا افسر او وزير، او يا د خارجي او لنډغرو د استقبال لپاره يي واقعا حقوق ښه پيژني.

زما ورڼو مسلمانانو وښځو ته هغه حقوق پوره ورکړئ کوم چي اسلام ورکړي دي، که داسي نه وکړئ نو غربي او غير اسلام تهذيب به ضرور پر تاسو باندي حاوي او تحميليږي.
د دې اسلامي حقوقو په لړ کي يو هم د ښځو مهر او ولور دى، چي په اسلام کي د ولور په اړه مستقل قانون او ضابطه سته، په دې اړه د ولور او مهر څه تفصيلي بحث او څيړني ته د نن سبا د معاشري ضرورت محسوسوم.

د مهر يا ولور وجوب او حق دار ؟

د اسلام څخه وړاندي د ښځي ولي مهر د ځان حق بالى و ښځو ته به يي نه ورکاوى بلکي ولي به په خپله ښه کاوى، لکه نن سبا چي زموږ په معاشره کي رواج دى، د امام کلبي د ورايت سره سم چي ولي به وښځو ته مهر نه ورکاوى په خپله ښه به يي کاوى نو الله پاک دا آيت را نازل کړى: وَآَتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ: سورة النساء: الآية:٤.
ژباړه: و ښځو ته خپل ولور ورکړئ.

په بدائع الصنائع کي يي ليکي دي چي: په دې آيت کي يي د ولور نسبت وښځي ته وکاوى، د دې مطلب دا دى چي ولور يوازي او يوازي د ښځو خپل حق دى بل څوک حق نه کي لري.

په دونه واضحو شرعي دلايلو سره دا ثابته دى چي مهر د ښځي خپل حق دى چي بيان ته يي ضرورت هم نسته څوک چي د دين څخه لږ هم خبره وي هغه ته به دا معلومه وي چي ولور د چا حق دى، او عقلا هم بايد مهر د ښځي خپل مال وبلل سي، ځکه که يي پلار خپل حق بولي نو په څه دليل؟ يوازي دا دليل دى چي د ده لور ده، که دا دليل وي نو زوى خو هم د ده دى بايد د زوى بيه هم وټاکي، او که دا دليل دى چي ده په نکاح ورکړي ده، دا هم  کافي نه دى ځکه دا خو شريعت د ده د عزت او د ځينو مصلحتونو لپاره دا مناسبه بللي ده چي د ښځي نکاح دي ولي کوي، نه د دې لپاره چي مهر يي د ده ملکيت دى.

او بله خبره دا ده چي د بل مال د هغه له اجازته پرته استعمال لول ناروا دى، لکه په کنزل العمال کي چي حديث شريف دى: لا يحل مال امرئ مسلم إلا عن طيب نفس منه.
ژباړه: د مسلمان مال د هغه د زړه د خوښي څخه پرته حلال نه دى.

نو د ولور په مسله کي دي هر څوک په خپله فيصله وکړي چي واقعا او يقينا د خور او يا لور په اجازت او د هغي په خوښي سره يي پلار او يا ورور خوري، نه هيڅکله هم داسي نه دى، هغه د خپلو مجبوريو په وجه غوښتنه نه سي کولاى، چي عام معاشره داسي جوړه سويده او دا په غوښتنه کي شرم محسوسه وي، او يا يي بيا د پلار په کور کي ګوزاره ترخيږي، ځکه چي هغوى خو لا له وړاندي دا فرض کړي وي چي پنځه يا لس لکه روپۍ خو د خور يا لور ولور کيږي، نو که دا عاجزه مطالبه وکړي نو بيا به د پلار وکور ته په څه مخ ورځي، د دې معاشري تاثير دوني زيات سوى دى چي ولور خو لا پريږده د خپل ميراث مطالبه هم نه سي کولاى، که يي چرته هم وکړي ټول په سي خاندي او وايي چي دا لا څه کوي شرم نه لري، نو د دې پټه خوله پاته کېدل خو د دې دليل نه سي کېداى چي ګواکي اجازت او يا پټه خوله اقرار دى، ځکه هغه غريبه دونه مسکينه او فقيره وي چي د خپل علاج او ضرورياتو د دفعه کولو لپاره هم پيسي نه لري، هميشه د بل ولاسته ګوري، که يي د مور له کوره څه ورسي نو بس دا يي غنيمت بولي، که دا دليل کافي وي نو کله خو دي پلار او يا هم ورور داسي معامله ورسره وکړي چي پنځه او يا لس لکه روپۍ ورکړي، او بالفرض که و دې ښځي ته د خپل ولور روپۍ په لاس ورسي او د پلار له کوره ولاړه سي نو د دونه مسکينتيا سره بيا هم دا به  و پلار او يا ورور ته دا روپۍ ټولي په ډيره خوښي سره ورکړي؟

الله اکبر!

ډير ځله خو داسي سوي دي چي د خور او يا د لور ولور خپله سر مايه بولي، که يي د زوم په کور کي لور په څونه بد حال او په مرض کي هم اخته وي خو د ده څه پروا کيږي، او مهر او ولور به يي هم د نن سبا سره سم لس لکه وي خو ودې عاجزي ته به لس روپۍ هم په لاس نه ورځي، په هغه کور کي دي مريضه او پريشانه د غوربت شپي سبا کوي د ده يي څه پروا.

کله خو داسي هم سوي دي چي د زوم کورنۍ غريبان وي نو خوسرګنۍ يي په پور واده ورکړي، او بيا د تصديق لپاره زمکه يا بل څه په ګروي کي هم ځيني ونيسي، داسي نه چي بيا دا ولور وروبخښي،  نو وروسته که د دې ښځي په کور کي هر څونه حال بد او د غربت وي پلار يا ورور يي د هغي زمکي حاصل مسلسل خوري،دا خو لا څه چي دا ګروي ځنګه دى. انا لله وانا اليه راجعون.

د کم ولور يا مهر ارزښت د اسلا م له نزره:

که څه هم د مهر يا ولور د لوړ حد اندازه په شريعت کي نه ده متعينه خو بيا هم شريعت د کم ولور د فضيلت څرګندوى دى، او د کومي ښځي چي ولور کم وي هغي ته يي نيک بخته ښځه ويلي ده، خو سره له دې چي شريعت خلک وکم ولوره ته هڅه وي خو بيا هم دغه وجه ده چي  ولورونه مخ په لوړيدو دي، ځکه د پلار او ورور سره د زوم او د لور د کور څه غم دى، او که د لور او خور خپله خوښه واى، بيا خو به يي هم څه نا څه دا فکر کړى واى چي که لوړ ورلور مقرر کړم نو بيا به تر څو د پلار په کور کي ناسته يم او چي هغه بل کور ته ورسم نو هغه خو به مي سم سپيره کړى وي.

کله چي پر يوه ناروا هميشه والى او اصرار وسي د هغي نتيجه ضرور په دنيا کي لا بده وي، نو ځکه چي د لوړ ولوره ډير ځله پايلي ي هم بدي او خفګانونه وي.

حضرت عمر رضي الله عنه فرمايلي دي چي: د ښځو په ولورونو کي ډيره مبالغه مه کوئ، که دا څه عزت او تقوا واى نو تر ټولو وړاندي به ستاسو نبي کريم صلى الله عليه وسلم داسي کړي واى، ده- صلى الله عليه وسلم- هيڅکله هم د خپلو ښځو مهر تر دولسواوقيو زيات نه دى ورکړى، ډير ځله يو سړى د ښځي په ولور کي مبالغه کوي تر داسي پوري چي بيا نو د دوئ په منځ کي دښمني جوړه سي.
ابن حبان او طبراني د ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کړى دى چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي:

خَيْرُهنَّ أيسرُهنَّ صَدَاقاً.
ژباړه: د ښځو غوره ښځه د کم ولور والا ده.

او دا سي په بل حديث شريف کي را ځي:
عن عائشة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال إن من يمن المرأة تيسير خطبتها وتيسير صداقها.رواه احمد.
ژباړه: د حضرت عائشي رضي الله تعالى عنها څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د ښځي د نيک بختي څخه يو هم دا دى چي مرکه او مهر يي سپک(ياني لږ)وي.

عام خلک خو پريږده په دې کي علما هم راښکيل دي، واقعا چي دنيا د لويو لويو فتنو څخه يوه ډيره غټه فتنه ده، دغه وجه ده چي علما هم کله چي وګوري چي له ده څخه د دې ولور او مهر څوک غوښتنه نه کوي نو بيا به څوک وي چي جيب ته به يي نه کړي، له دې سره  شرم هم نه محسوسه وي په ډيره زړورتيا يي خوري، بلکي ډيره ځله خو تر عامو خلکو وړاندي ځې.

ولور او د علماو مسؤليت:

د دې د حل لپاره تر ډيرو خلکو د علماؤ مسؤليت زيات دى ځکه يو خو دوى عالمان دي، دوى چي کوم کار وکړي که څه هم هغه ناروا وي،عام خلک يي بيا په ډيره زړور تيا سره کوي، بل چي په خپله يو ناروا کوي نو بل ته به څنګه ووايي او پر بل به يي اغيزه څه وي.

په نکاح کي به د ولور ياديدل حقيقي وي نه  په درواغو او د ښکاره کيدلو لپاره:

په تفسير طبري کي د ابن زيد رحمه الله څخه روايت سوى دى چي: په نکاح کي به د مهر يا ولور ياديدل د رښتيا په ډول وي يوازي د ښکاره کېدلو لپاره به نه وي.

موخۍ او د مهر مشروعيت:

مهر په نکاح کي لازمي او فرضي شى دى که څوک بي له مهره نکاح وکړي نکاح خو يي صحيح کيږي خو مهر مثل ورباندي واجب دى، زموږ په معاشره کي ډير خلک خپله خور يا لور د خپل زوى يا ورور پر کوزده ورکوي، او د نکاح په وخت کي يوازي د دي لپاره چي د دوئ په خيال له ګناه څخه ځان بچ کړي، په ډيره کمه کچه مهر يا ولور ياد کړي، او په تجربي سره ثابته ده چي مهر دونه يادوي چي يوازي نکاح ور باندي صحيح سي، مثلا که ولور پنځه لکه وي خو دوى لس زره يا شل او يا پنځوست زره ټاکي، در حقيقت که بي له دې موخۍ وده ته ووايي چي خور او يا لور دي په لس او يا شل او يا پنځوست زره راکړه دى به خپه سي راضي خوبه بېخي نه وي، او وايي به چي زه او زما کورنۍ دي دونه بې ارزښته وبلله، دا لامل دى چي بيا يي ميړهم دا خيال نه کوي چي پر ما خو د مهر قرض پاته دى او که نه دى، نو له دې معلوميږي چي دا مهر او ولور يوازي د ښکاره کېدلو لپاره دى چي ودېته په شريعت کي درواغ وايي لکه په تفسير طبري کي چي روايت دى: ولا ينبغي أن يكون تسمية الصداق كذبًا بغير حق.
ژباړه: مهر به په درواغو او په نا حقه توګه سره نه ټاکئ.

او يقينا دا هم په تجربي سره ثابته ده چي کله ودونه سره وکړي نو بيا خو بلکل مهر پر خوله هم نه راوړي، او ښځه هم بلکل دا نه محسوسه وي چي زما خو د دې نکاح په سلسله کي څه نا څه حق و، بالفرض که مطالبه هم وکړي نو په دې معاشره کي يو عجيب غوندي ښکاريږي، او ورته وايي چي ته خو مو په بدل کي راوړي يي نور ته څه حق لري، او دا يقيني دى چي تر لاسه به يي هم نه کړي، نو مهر او ولور په داسي انداز سره وي، دې په څوک شرعي مهر ويلاى سي؟

د مهر يا ولور د وجوب لپاره عقلي دلايل او پر نارينه يي وجوب:

ځينو علماؤ د مهر د وجوب لپاره عقلي دليل داسي ويل دى چي: دا د ښځي او ميړه په مابين کي د ميني او محبت يو موهمه ذريعه ده، ځکه چي په دې سره د ښځي زړه خوشحاليږي، نو له دې سبب په زندګي کي له ميړه سره و تعاون او کومک کولو ته تياريږي.

نو که ددې بالعکس ورور او يا پلار يي وخوري نو دا نتيجه به لاسته راسي؟

او ځينو بيا دا ويلي دي چي: کله خور يا لور له خپله کوره او له خپلوانو چي د دوى په څنګ کي يي تر اوسه ژوند کاوى يو په يو بل  کور ته  ځي، او له خپلي مور او پلار، خور او ورور څخه د تل لپاره جلا کيږي، نو يقيني خبره ده چي تکليف به ورته وي، د دې تکليف د جبران کېدلو لپاره شريعت پر ميړه مهر مقرر کړى دى، چي کله د مهر روپۍ واخلي نو په دې روپو به يي څه نا څه زړه روغ سي.

نو که ددې بالعکس ورور او يا پلار يي وخوري نو دا نتيجه به لاسته راسي؟

او ځينو بيا دا ويلي دي چي شريعت مهر او ولور پر نارينه و له دې امله  واجب کړى دى چي په کسب او کار کي نارينه تر ښځو ډير تکړه وي، د دې به په آينده کي فايده دا وي چي نارينه به ذهنا د دې د نفقي لپاره هم تيار وي.

ځينو علماؤ د مهر د وجوب لپاره علت دا بلل دى چي دا له ښځي څخه د فايدي اخيستلو بدل دى، ښځي و ميړه ته خپل ځان تسليم کړى وي، نو د دې په بدله کي پر ميړه بايد مهر يا ولور لازم سي.

او ځينو بيا دا وجه ويلي ده چي دا د ښځي د تعظيم لپاره الله پاک د دې مهر او ولور مقرر کړى دى، چي خلک يي يو عبث او بې بيي شى ونه بولي، نو چي الله پاک د دې لپاره دا عزت وبالى نو هيڅوک هم حق نه لري چي بې مهره نکاح وکړي، او که يي وکړي هم نو مهر مثل واجبيږي، البته د مهر د تقرر څخه وروسته بيا کولاى سي چي کم يي کړي او يا يي بلکل معاف کړي.

کله چي طلاق نهايت يو موهم امر و، ځکه چي په طلاق سره د يو ډيرو نيزدو ملګرو او د دو دوستو کورنيو په ما بين کي جلا والى او پره دى والى را ځي نو د نارينه د عقل د مضبوطوالي له امله شريعت د طلاق اختيار هم ده ته وسپارى، د دې لپاره چي بې ځا يه يي استعمال نه کړي، نو مناسب دا دى چي مهر او ولور هم پر ده مقرر سي چي په راتلونکي کي د طلاق د غلط او بي ځايه استعمال څخه ځان وګوري، ځکه د طلاق په وخت کي به دا فکر کوي چي ډيري روپۍ مي پر تللي دي، او په راتلونکي کي به بيا دونه روپۍ له کومه کوم.

مفتي احسان الله

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب