د وحې ډولونه کوم دي؟

پخوا له دې چې د رسالت او نبوت د ژوند ټول اړخونه وڅیړو پکار ده چې د وحې ډولونه وپیژنو ابن القیم رحمه الله وحې په لاندې ډولونو ویشی.

۱. رښتینی خوبونه:

چې د نبی کریم صلی الله عليه وسلم لومړنۍ وحې خوبونه وو.

۲.بې له دې چې ملايکه ووینی په زړه کې یې ور واچوی:

لکه چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایې :جبرائیل علیه السلام زما په زړه کې دا خبره واچوله چې: هیڅوک به ترهغو مړنه شی ترڅو خپل خوراک پوره وا نه خلی له الله جل جلاله وډار شئ او په رزق پسې ډیر مه لالهانده کیږۍ او باید رزق پیدا کول مو دیته ونه هڅوی چې له الله جل جلاله نه په سر غړونه یې دتر لاسه کولو هڅه وکړی ځکه هغه چې الله جل جلاله سره دی له الله څخه په سر غړونه نه تر لاسه کیږی.[irp][irp][irp]

۳.ملائکه به د یو سړی په شکل راتله:

خبرې به یې ورسره کولې او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم به یې خبرې یادولې ،په دې صورت کې به کله کله صحابه وو هم جبرائیل علیه السلام لیده.

۴.د زنګ د کړنګار:

د زنګ د کړنګار په شکل به راتله له ټولو وحیو څخه دا سخته وه په دې وحې کې که څه هم په سخت ژمی کې به وه د نبی صلی الله علیه وسلم تندی به له خولو ډک وو،او که په څاروی به سپور وو نو څاروی به یې په ځمکه پریوت، دا وحې یوه ورځ هغه وخت په نبی صلی الله علیه وسلم باندې راغله چې د نبی صلی الله علیه وسلم ورون مبارک د زید بن ثابت په ورانه د پاسه وو په زید بن ثابت د ده ورون هومره دروند پیټۍ وو چې ګومان یې کاوه چې ژر به یې پښه ماته شی.

۵. ملائکي اصلی څیره کې:

چې ملائکه په هغه اصلی څیره ووینی چې په کومې پیدا شوې ده بیا ملائکه ورته د الله جل جلاله له لوری لیږل شوې وحې ووایې د سورت النجم مطابق دا ډول وحې یوازې دوه ځله راغلې ده.

۶.معراج په شپه:

هغه وحې چې الله جل جلاله ورته هغه وخت وکړه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه له آسمانونو پورته لمونځ او نور احکام یې پرې نازل کړل.

۷.مستقیمه وحې:

چې الله جل جلاله بې له واسطې څخه د یو چا سره خبرې وکړی دا ډول وحې د قرآن کریم د صریح نص په بنسټ حضرت موسی علیه السلام ته شوې وه او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته دا ډول وحې د معراج دحدیث په رڼا کې ثابته ده، ځینو علماؤ اتم ډول وحې هغه ګڼلې ده چې الله جل جلاله بې له پردې په مخامخ ډول له چا سره خبرې وکړی په دې برخه کې د پخوانیو او اوسنیو علماوو تر منځ زیات اختلاف دی او غوره داده چې دا ډول وحې نه ده شوې.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب