
د واټسن او کريک موډل
جيمز واټسن او فرانسيس کريک دوه پوهان دي، دواړه دې نتيجې ته ورسېدل چې DNA بايد د تاوې شوې ربړي پوړۍ (زينې) په شان وي وروسته هغوی وتوانېدل د DNA موډل د ډځرو ساده موادو په کارونې سره چې په لابراتوار کې یې درلودل، جوړ کړي.
ذکر شوی موډل په اسانۍ ښودلی شول چې د DNA د کاپي کېدو او په حجره کې د هغې د فعاليت څرنګوالی تشریح کړي. د DNA پوړۍ ته ورته د موډل دواړو خواو ته مټې د قند او د فاسفیټ د ګروپ څخه جوړې شوي دي او د پوړۍ پاړکي له جوړه قلوي ګانو څخه جوړې دي. ادنين تل له تايمين سره او سايتوزين له ګوانين سره د هايدروجني رابطو په واسطه اړيکي لري.