د واده شپه
د واده اوله شپه دهلک او نجلی دپاره ډیره مبارکه شپه وی دغه شپی ته دژوند بنیاد هم ویل کیږی ډیر ځوانان دی چی دخپلی ناپوهی په وجه ددغه شپی په قدر نه پوهیږی نتیجه یی داوی چی ټول ژوند یی د ناکامی سره مخامخ وي.
ځوانان ته په کار دی چی په دغه شپه دډیر احتیاط څخه کار واخلی او خاص خیال یی وساتی که چیری د واده دمختلفو رواجونو او رسمونو په وجه ستړی وی او یا بی خوبه وی نو په اوله شپه دی ارام وکړی ستړیا دی وباسی ځان دی هوسا کړی او بد خوابی دی نه کوي ددی دپاره چی د واده شپی ته تیار سی او خپله ذمه په ښه توګه تر سره کړی نو لازمی ده چی رسمونو او رواجونو ته شا کړی او خپلی کورنی دنورو غړو دی رخصت واخلی او شپه تیرولو دپاره دی خپلی خونی ته ولاړ سی.
څوک چی د اولی شپی انتخاب وکړی او نو هغه ته نه دی په کار چی دتلوار څخه کار واخلی او نه هغه ته په کار ده چی وبیریږی بلکه دکور د نورو ذمه وارو اشخاصو په وینا دی پخپله د تلو موقع پیدا کړی او کله چی خونی ته ور دننه سو نو دناوی څنګ ته دی کښینی او د هغی دمخ څخه دی پوړنی(څادر)پورته کړی، ځینې خوږې خبرې دې وکړي، لکه: په خندا خندا دی ورته ووایی چی واه واه عجبه ښایسته شاپیری ده څه ښکلی مخ خدای ورکړی دی دا خو د څوارلسمی سپوږمی ده چی ګلونه ځنی شرمیږی او ورته د و دی وایی چی ای دشاپیریو د باغ مالیاری په خیر راغلی ای د پسرلی ملائکی ستا په راتګ د جنت خشبویی خوره سوه ای زما د زړه بلبلی مبارکه دی سه داشپه ستا سری شونډی خو دپسرلی ګلان شرموی په دی خبرو سره تاسی ناوی دخفګان او خوابدی د ماحول څخه را ایستلای سی او د داسی خبروپه کولو سره ناوی فکر کوی چی دمیړه خوښه سوم.
لکه څنګه چی ناوی د اول وار دپاره خپل مور و پلار پری ایښی وی نو ځکه ډیره خوابدی او پریشانه وی او دغه نوی کور او نوی ماحول هم بد اثر ورباندی کړی وی او خوا یی بده وی نو ځکه تاسی ته په کار دی چی دهغی سره تر ټولو دمخه دهغی د مور دپلار په باره کی خبری وکړی دغه رقم به هغه فکر وکړی چی زه په دی کور کی یوازی نه یم بلکه زما په غم شریک بل څوک هم سته تر دی وروسته تاسی هغی ته د خپل کور غړی لکه خپل مور و پلار او خوندی او وروڼه ورپیژندلای سی دخپل کور ماحول ورته بیانولای سی د دی دپاره چی هغه د نوی ماحول جائزه واخلی او پریشانی احساس ورڅخه لیری سی تاسی ته په کار دی چی خپل طبیعت هم ورته معلوم کړی یعنی دا ورته وښیاست چی ستاسی څه ډول طبیعت او مزاج دی تر څو هغه ستاسی په طبیعت او مزاج خبره سی او په ائنده کی مو ښه خیال وساتی دا خبره چی څومره لنډی او معنی داره وی هغومره به خوندوره او وزن داره وی داسی نه چی بی مقصده کیسی ورته بیان کړی او عبث او بی کاره خبری ورته شروع کړی چی پر هغی وغمیږی او دا کوشش کول په کار دی چی ناوی ستاسی سره په خبرو کی برخه واخلی او د نه یم خبره پر ځای په سوال و حواب کی هو درته ووایی او نه داسی سوال ورڅخه کول په کار دی چی جواب یی هغی ته نه وی معلوم مطلب دا چی د هغی په ذهن کی شک او شبهه راوستل نه دی په کار باید هغه ستاسی د سوال په جواب ورکولو مطمئنه او ډاډه وی .