د واتس اپ کاریال په اړه

واټس‌اپ یو د پیغام، انځور، ویډیو او نورو د لېږلو اپلیکیشن دی چې په اندروېډ او سمارټ فون کې کارول کېږي.
د واټس‌اپ WhatsApp لفظ له What’s up نه اخیستل شوی دی، چې په پښتو ژبه کې یې معنا “څه روان دي؟” ده.

واټس‌اپ د یاهو د دوو کارکوونکو جین کوم او براین ایکټن لخوا په ۲۰۰۹ کال کې جوړ شو.
کله چې په ۲۰۰۷ کال د سپټمبر په میاشت کې کوم او ایکټن د یاهو له کمپنۍ څخه دنده پرېښوده، فیسبوک ته یې د دندې د ترسره کولو غوښتنه ولېږله، خو د فیسبوک لخوا ونه منل شوه.

وروسته جین کوم له یو روسي ډیولپر سره یو ځای واټس‌اپ ډیزاین کړ او د iOS په سټور کې یې خپور کړ.
له خپرېدو څه موده وروسته واټس‌اپ په ټوله نړۍ کې مشهور شو، تر دې چې په ۲۰۰۹ کال کې د پیغام لېږلو په برخه کې د نړۍ تر ټولو زیات استعمالېدونکی اپلیکیشن وګرځېد.

په ۲۰۱۳ کال کې ۲۰۰ میلیونه کسانو واټس‌اپ کاراوه او په ۲۰۱۴ کال کې یې د کاروونکو شمېر لا زیات شو او ۵۰۰ میلیونه استعمالوونکي یې پیدا کړل.
فیسبوک د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې واټس‌اپ په ۱۹.۳ میلیارد ډالرو وپېرود او ډېرې نورې اسانتیاوې یې ورزیاتې کړې.

د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په میاشت کې د یوه خپور شوي خبر له مخې، “واټس‌اپ یو میلیارد استعمالوونکي لري (یعنې په نړۍ کې په هرو ۷ کسانو کې یو کس واټس‌اپ کاروي)؛ او هره ورځ په واټس‌اپ باندې ۴۲ میلیارد پیغامونه، ۱.۶ میلیارد انځورونه او ۲۵۰ میلیونه ویډیوګانې لېږل کېږي.”

د واټس‌اپ دفتر (هېډکوارټر) د کالیفورنیا ایالت د Mountain View په سیمه کې دی.

عبدالغني


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب