د هوسۍ ناول کې داستاني عناصر
دا د محمداجان یار ناول دی چې د دانش خپرندویه ټولنې لخوا په 2006 م کال کې چاپ شو او دا یو عشقي ناول دی.
د ناول تعریف:
ناول د ایټالوی ژبې له ناوله (Novela) کلیمې څخه جوړه کلیمه ده او د نوي تازه او عجیبه معنا ورکوي .
په اصطلاح کې ناول د کیسې یو نوی او پرمختللی شکل دی او هغې فرضي کیسې ته ویل کیږي چې په نثر کې بیان شی وي او یوه یا څو داسې خیالي پیښې پکې ښودل شوې وي چې د رښتیاتوب ګومان پرې کیدای شي.
کیسه:
په ناول کې که نور څه وي او که نه خو کیسه باید خامخا پکې وي،
کیسه په ناول کې تر ټولو مهم ارزښت لري ، همدا کیسه ده چې په لوستونکو څو سوه مخه کتاب په تلوسه لولي او خوند ورڅخه اخلي لکه :
د کوټې کړکۍ او دروازه بیخي ډنګې ډیوال پرته وه. د لمر وړانګې په کرکۍ کې راننوتلې وې هوا دومره پاکه وه ، چې زره ګرد هم د لمر په وړانګو کې نه لیدل کیده، ځان مې کرکۍ ته ښه ورنیږدې کړ، د سیند شور او زوږ مې ترغوږ راورسید، سر مې له کړکۍ نه ښه بهر کړ، لاندې سیند په مستۍ بهیده ، یخې یخې څپې له سینده را جګیدلې ، د سیند په غاړه د “ولو” د ونو څانګې سیند کې ډوبې شوې وې په دغه اوړي د غرو په سرونو پوره واوره پرته وه ، نو ځکه خو سیند په مستۍ کې ؤ، اوبه خو یې دومره یخې وې ، چې هډو لاس پکې چا نشو ښکته کولای ما به له معمول سره سم له همدغې کړکۍ نه د شاتوت د زړې ونې په دوه خوښي ښاخ کې د باجونکې ځالې ته پورته پام کاوه ، د تورې باجونکې ځاله خو له کلونو کلونو په همدغې ښاخ کې پرته وه مالا له ځالې نه سترګې اړولې ، چې باجونکه د ځالې ترڅنګه په یوه ډکي ناسته وه پخپله مښوکه کې یې یو اوږد ډکی نیولی ؤ غوښتل یې چې ډکی پخپله ځاله کې سم کړي بله باجونکه ورته په یوه بله ځانګه ناسته وه ، شپېلی یې وهله دا ځاله دهغوی ډیره پخوانۍ مېنه وه.
د کیسې د لید یا بیان زاویه:
د کیسې د بیان زاویه یا د بیان لار موږ ته دا راښیي چې کیسه څوک بیانوي او یا راوي څوک دی .
ټول داستاني آثار د بیان له دریو زاویو څخه وړاندې کیږي .
۱: متکلم یا لومړی شخص (زه / موږ) ۲: مخاطب یا دویم شخص (ته / تاسې) ۳: غایب یا دریم شخص (هغه /هغوی)
او دغه ناول (هوسۍ ناول) د متکلم یا لومړي شخص له زاویې څخه لیکل شوی دی لکه :
زه ډیره موده پس کلی ته راغلی وم په نورو کلیو کې هم وګرځیدم په ټولو کلیو کې د خلکو ترمنځ سخت اتفاق او اتحاد موجود ؤ، ټول لکه وروڼه داسې اوسیدل سره له دمره غریبۍ یو تربله ځاریدل ، دانه وه چې ته څوک یط او زه څوک یم، لکه د یوه کاله د خلکو غوندې یې ژوند کاوه.
ماته هغه ژوند خوند راکاوه ، یوه میاشت په رخصتۍ راغلی وم، پوه نشوم، چې دایوه میاشت څنګه زر تیره شوه ؟.
دې ښار ته چې راغلی یم، دا څوومه شپه ده ، چې هېڅ خوب نه راځي ، زړه مې په کلي کې پاتې دی، هغه شنه باغونه ، د کلي چنارونه ، په دیرو او وستلونو کې د کلي د خلکو ناسته پاسته ، د چېلمانو لخړې ، دکلي د ټوکمارو ترمنځ ټوکې ټکالې ، د پسرلي په موسم کې د شنوتوتیانو اوازونه، د سپېرو تو له پاسه د مستو زرکو چړچکې ، په شنو فصلونو کې ګرځېدل راګرځېدل، ګودرونو ته د کلیو د نجونو کتارونه ، هرماښام په شنو ونو کې د مرغیو شور او آوازونه ، دچم ګاونډ ګڼه ګوڼه ، ودونه ، اخترونه ، ټالونه او سمنکونه یوشې ، چې هېڅ له یاده مې نه وځي .
تلوسه:
تلوسه تجسس یا هیجان د ناول یا په ټوله کې د داستانی ادب هغه اړخ دی چې لوستونکی دداستان لوستلو ته هڅوي په بل عبارت تلوسه په داستان لیکه کې هغه کشمکش او لانجې سره مخامخ کوي او دا احساس ورکوي چې ژر تر ژره نور داستان ولولې او په هغه کې د خپلې پوښتنې ځواب یا خپل ذهني سکون ومومې .
او په دغه ناول (هوسۍ ناول) کې تلوسه په ټول ناول باندې خپره وه لکه په لاندې مثال کې:
هغې چې راته مخامخ راوکتل ، غلی شان مې ورته کړه ، بیخي ښاپیرۍ درنه جوړه شوې ده موسکۍ شوه ویل یې: تاځانته کتلي دي، دې ټولو جینکو راته وویل دا زلمی څنګه قندولک او ښکی دی راځه داخبې پریږده ، راځه چې مو او پلار مې در وپیژنم. هغه رانه مخکې شوه او زه ورپسې د هوټل په منځ کې د تلوراتلو په لاره وړاندې د هوټل په آخیر کې په یوه میز د هوسۍ کورنۍ نناسته وه ، پلار او مور ته چې ورغلو ، سلام مې ور واچاوه زه یط ورمعرفي کړم لومړی یې هغوی ته په ډیر احترام او درناوي سره وویل دا زلمی زما همصنفي دی واده ته راغلی دی ، تاسې ته مې در وپیژانده . مور او پلار یې ښه ستړي مشي راسره وکړه. هوسۍ خپل مور او پلار ته زما ډیره ستاینه وکړه، خو دایې ورته ونه ویل ، چې ګنې دا هغه څوک دی ، چې تاسې تل داستانونه لولي او غوږ ورته ږدۍ زما نور کړه وړه یې ترې له ځان ……
کرکټر څه ته وايي:
په ادبیاتو کې د کرکټر له کلیمې هدغ هغه خلق شوی انسان ، حیوان یا بل کوم شی دی چې د یو حقیقي انسان ، حیوان یا هماغه شي په شان له خصوصیاتو څه برخمن وي او همدې خصوصیاتو سره په داستاني ژوند کې راڅرګندیږي
او په دغه ناول (هوسۍ ناول) کې کرکټر هوسۍ نومیږي.
د کرکټر جسمي اړخ:
په منډه له میزه پورته شوم او په دیوال پورې ځوړندې هندارې ته ودریدم ، پخپلو ویښتانو مې ګوتې ووهلې ، څه تمه مې ځان ته پیدا شوه ، زړه کې مې وویل : له چانه کم نه یې ، بیا مې څو ګامه په کوټه کې واخیستل هغه مې فکر ته راغله ، سرې نری شونډې ، سپین غاښونه ، تورې اوږدې سترګې ، دنګه ونه ، صراحي غاړه ، تورې اوږدې زلفې یاربه څومره ښاست دې ورکړی.
ليکوال: قریب الرحمن رحماني