د نړۍ تر ټولو ستره استخباراتي بوديجه

د نويو نړيوالو شمېرو له مخې د امريکا استخباراتي بوديجه د نړۍ په کچه تر ټولو ستره او لوړه استخباراتي بودیجه ګڼل کېږي، امريکا هر کال د خپلو استخباراتي فعاليتونو او جاسوسيو لپاره يو تريليون (۱۰۰۰ ميليارد ډالره) ځانګړي کوي.

ويل کېږي، دغه بوديجه د امريکا په دننه او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امريکايي ګټو د خونديتوب په موخه استخباراتي چارو باندې لګول کېږي.

همدا اوس په امريکا کې ۱۷ استخباراتي څانګي او ادارې فعاليت لري او د معلوماتو او اطلاعاتو پر راټولولو بوخت دي، دغه سازمانونه همدا راز د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې هم فعالیت لري.

د کتونکو په باور د نړۍ په بېلابېلو برخو کې جګړې او نښتې، د هيوادونو او ولسونو ترمنځ لانجې او تاوترېخوالی راپېدا کول، همدا راز د زياترو هيوادونو وېش د امريکا د استخباراتي ادارو د فعاليتونو زېږنده ده، چې د امريکايي ګټو د خونديتوب په موخه ترسره کېږي، حال دا چې په دغو پېښو هر کال په زرګونه انسانان قرباني کېږي.

۲۰۱۶ م کال

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب