د نوي کال فلسفه

  • دا دی له خیره سره ۱۳۹۴ کال د ګڼو هیلو په سینګار کې د رابره کېدو په حال کې دی او نور به نو ۱۳۹۳ کال ته هم د زرګونو تېر شوو کلونو په څېر د پخواني کال نوم اخیستل کېږي چې موږ ته یې یوازې عبرتونه پرېښودل او بس. هیله ده چې نوی کال رښتیا هم د اسنانانو او په ځانګړې توګه د افغانانو په ژوند کې د ګڼو مثبتو پدیدو درلودونکی وي او هغه هیلې مو یوه یوه پکې را و سپړل شي چې د سولې، آبادۍ او ښېرازۍ لپاره یې زیاتره افغانان په زړونو کې لري څو نوی کال د خپلو طبیعي ښکلاوو تر څنګ د سولې او آبادۍ په ښکلاوو هم سمبال وي. باید وویل شي چې د کال بڼه له هرو دولس میاشتو وروسته بدلون مومي او په نوي کېدو سره یې انسانان خوشحاله وي او په خوښیو سره یې نمانځي. همدارنګه په نړۍ کې د کال، نېټې، وخت او تقویم د معلومولو لپاره مختلف تاریخونه وجود لري چې مېلادي، هجري لمریز او هجري قمري تقویمونه یې مهم تاریخونه دي چې د نړۍ زیاتره وګړي د هغه پر بنسټ خپله کلیزه یا تقویم ټاکي. د هجري لمریز کال د وري دمیاشتې لومړۍ نېټه د پسرلي د موسم د لومړۍ ورځې او نوروز سره برابره ده. موږ په خپله دغه لیکنه کې د نوي کال، نوي موسم او نوروز په هکله یو لړ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریکوو او په افغانستان کې د دې ښکلي مناسبت په ویاړ د یو شمېر سیمو د خلکو په رواجونو باندې ځغلنده نظر اچوو.

د نړۍ هر ملت د ژوند د مختلفو مناسبتونو لپاره خپلې خپلې ورځې لري چې د هغوی د تمدن، کلتور او تاریخ ښکارندوی دی، دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، مذهبي او موسمي بڼې لري چې د ملت وګړي یې نمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړ کوي. نوروز هم د نوي هجري لمریز کال د لومړۍ نیټې او د پسرلي د موسم د لومړۍ ورځې سره برابره ده، د  سیمې او نړۍ د مهمو جشنونو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان په شمول د نړۍ په یو زیات شمېر هېوادونو کې په مختلفو ډولو باندې نمانځل کېږي.

د نوروز لغوي معنی نوې ورځ ده او په اصطلاح کې هغه ورځې یا کلتوري جشن ته ویل کېږي چې په هرو دولس میاشتو کې د نوي هجري لمریز کال او د پسرلي د موسم په لومړۍ ورځ راځي چې د نړۍ د یو شمېر خلکو په وسیله د هغه نمانځنه صورت مومي، لرغونی تاریخ لري او خلک د هغه په هکله مختلف عقاید او نظریات لري. د نوروز لپاره د نیروز، نوروج او مهرجان یا مهرګان کلیمې هم استعمال شوې دي.

 پس منظر:

نوروز د انسانانو په تاریخ کې لرغونی تاریخ لري چې ۵۸۳ قبل المېلاد ته رسېږي او ځینې تاریخ لیکونکي په دې آند دي چې نوروز د ورځې نمانځنه له یاد شوي تاریخ څخه د مخه هم د نړۍ په یوه جغرافیایي محدوده کې د خلکو تر منځ نمانځل کېده. (۱)

ځینې تاریخ لیکونکي په دې اند دي چې د نوروز د جشن تاریخي پس منظر د کیومرث تر زمانې پورې رسېږي چې لومړی عجم لارښود دی خو د فردوسي په روایت چې نوروز په تخت باندې د جمشید د کښیناستلو د ورځې سره برابره ده. همدارنګه نوروز د زردشتیانو په دوره کې هم نمانځل شوی دی او ځینې څیړونکي دغه جشن د زردشتیانو جشن بولي.

خو د مهرداد په نوم یو لیکونکی لیکي چې د زردشت په ادبیاتو کې د نوروز، مهرجان، مهرګان او یا نورو داسې مناسباتو کومه یادونه نه ده شوې او دغه مناسبتونه د آریایانو څخه د مخه هم په خلکو کې رواج وو. (۲)

تاریخي روایات جوتوي چې د نوروز جشن د آریایانو او زردشتیانو په وخت کې هم نمانځل شوی او د هغه په هکله یې مختلف عقاید درلودل.

همدارنګه نوروز د جمشید په زمانه کې د برکت سمبول ګڼل شوی او په اهریمن باندې د بریالیتوب ویاړ نوروز ته منسوب شوی او په دې آند دي چې د نوموړي د بریالیتوب وروسته د ځمکې سر ته برکت راغلی دی. (۳)

 

اندونه:

تاریخ پوهان د نوروز د جشن د جوړولو او تر دې مهاله د خلکو په منځ کې د نوموړي جشن د پاتې کیدو لپاره یو شمېر اندونه او دلایل ذکر کوي چې د خلکو تر منځ موجود  دي لکه:

په دې ورځ کیومرث زیږیدلی دی، هوشنګ پېشدادي په همدې ورځ پيدا شوی، تهمورث په همدې ورځ په دیوانو باندې بریالی شوی، فریدون په همدې ورځ د خپل واک قلمرو خپلو زامنو ته وېشلی دی، سام هریمان په همدې ورځ د آزاران خلک له ناکامۍ سره مخ کړي، کیخسرو په همدې ورځ پيدا شوی، زردشت په همدې ورځ د اهورا مزدا له خوا د زردشتي دین په تبلیغ مامور شوی، جمشید په همدې ورځ په تخت تکیه وهلې ده، ګشتاسب په همدې ورځ د مزدیسنا قانون منلی دی او ځینې شیعه مذهبه ډلې په دې نظر دي چې حضرت علي کرم الله وجهه په همدې ورځ خلیفه شوی دی. (۴)

نوروز د اسلام د مبارک دین د بعثت څخه د مخه په عربي ټولنو کې هم رواج وو او د مهرجان یا نیزوز په نامه به یې یاداوه او لمانځنه به یې کوله.

په دې هکله مشهور اسلامي عالم الوسي لیکي: د مدینې خلکو د اسلامي دین د بعثت څخه د مخه دوه عیدونه درلودل  چې د نورز او مهرجان په نومونو یادیدل  او کله چې پیغمبر (ص) مدینې منورې ته تشریف راوړو او د دې دوو عیدونو په هکله د هغوی د رسومو او عاداتو څخه خبر شو نو ویې ویل: ( خدای (ج) د دې دوو عیدونو پر ځای تاسو ته له هغه څخه بهتره عیدونه درکړيدي چې عید سعید فطر ( کوچنی اختر) او عیدالاضحی ( لوی اختر) دی.) (۵)

نوروز د هخامنشانیانو، اشکانیانو، ساسانیانو، سلجوقیانو، خوارزمشاهیانو، تیموریانو، غزنویانو، هوتکیانو، احمدشابابا ابدالي او له هغه وروسته دورو کې هم د مختلفو مناسبتونو او پروګرامونو په ترځ کې نمانځل شوی دی.

د نورزو او نوي کال نمانځنه هېڅکله د نړۍ په یوه قوم او هېواد پورې اړه نه درلوده او نه یې لري بلکي د افغانستان، اېران، ترکیه، کردستان، عراق، آذربایجان، لبنان، سوریه، تاجکستان، البانیا، ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، ترکمنستان، کوسووا، مقدونیا، بوسنیا هرزګووینیا، او یو شمیر نورو هېوادونو په شمول د نړۍ په یوه لویه برخه کې نمانځل کېږي. د دې خبرې یادونه اړینه ده چې تر بل هر چا اېران زیاته هڅه کوي چې د نوروز کلتور یوازې خپلې ټولنې ته منسوب کاندي چې ګواکي د نوي کال او نوروز جشن یوازې په دوی پورې اړه لري خو تاریخي آثار څرګندوي چې نوروز هیڅکله یوازې په اېران پورې تړاو نه لري بلکي د اېران په شمول د یوې لویې سیمې د هېوادونو د خلکو ګډ کلتور ګڼل کېږي.

افغانستان او د کال لومړۍ ورځ

په افغانستان کې د کال لومړۍ ورځ یا نوروز، د هجري لمریز کال او پسرلي د موسم پیل ګڼل کېږي چې دغه ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې په مختلفو دودونو سره نمانځل کېږي.

د هجري لمریز کال د وري د میاشتې لومړۍ نېټه په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي وي، افغانان د همدې ورځې د سهار د لمانځه څخه وروسته ځانګړې دعاوې کوي، د افغانستان واکمن ځانګړی پیغام صادروي، رادیویي شبکې، تلویزیوني چینلونه او نورې خبري رسنۍ خاص پروګرامونه او ځانګړې  پاڼې د نوي کال نمانځلو ته ځانګړې کوي. همدارنګه خلک یو بل ته د نوي کال مبارکي وايي.

پخوا به د نوي کال مېله د کندهار په سیمه کې په پراخ  ډول نمانځل کېده خو د لوی احمدشاه بابا د پاچاهۍ  پر مهال دغه مېله د شالیمار په نوم هم یاده شوې ده هغه دا چې کله لاهور د احمدشاه بابا د لښکرو په وسیله فتح شو نو د لاهور په شالیمار کې یې څو ورځې تیرې کړې. په همدې وخت کې د سردار برخودار خان له خوا د کندهار د ریګستانونو، د ارغنداب د بابا ولي صاحب زیارت څخه د سردې تر کلي پورې د نوي کال په مناسبت د جشن لویه سیمه اعلان کړه چې نوموړې سیمه د انارو، زردالو، شفتالو او انګورو باغونو پوښلې وه. نوموړې میلې ته به د زابلستان، هلمند، کاکړستان، پشين، کویټه، عبدالله، ګلستان، فراه، اروزګان، وردګ او یو شمیر نورو سیمو څخه خلک راتلل. خلکو به د نوي کال له لومړۍ نیټې سره سم د سیمې په  باغونو کې خېمې درولې، پسونه به یې حلالول، دېګونه به یې پخول او تر ۱۰ ورځو پورې به یې مېله کوله خو ځینو څیړونکو بیا دغه موده ۴۰ ورځې هم ښودلې ده. (۶)

د شالیمار په مېله کې به غېږې نیول کېدې، موسیقي به اوریدل کېده، د کبانو ښکار به کېده، نښه ویشتل، غچ غچ، خوسي، دوزخط او داسې نورې محلي لوبې به اجرا کېدلې. اوس مهال د نوروز څخه دوې ورځې د مخه خلک د خاکرېز په ولسوالۍ کې د شاه آغا صاحب زیارت ته ورځي چې د کندهار د ښار په ۷۵۵ کېلومترۍ کې موقعیت لري او د نوموړي زیارت جنډه پورته کېږي. همدارنګه ځینې خلک د ارغنداب په ولسوالۍ کې د بابا ولي زیارت، د دالې بند او د ابراهیم خلیفه بابا زیارتونو ته هم د نوي کال پر مهال د مېلو لپاره ورځي خو د نوي کال او نوروز په مناسبت د کندهار په مېلو کې یوازې نارینه ګډون کوي او د کندهار د خلکو په منځ کې مېلو ته د خپلو کورنیو د ښځینه غړو بیول رواج نه لري.

د نوي کال په لومړۍ ورځ د لرغوني بلخ په مرکز مزارشریف کې د ګل سرخ مېله کېږي، د سخي د زیارت جنډه پورته کېږي چې نوموړی زیارت د اسلام څلورم خلیفه حضرت علي کرم الله وجهه ته منسوب دی، وزلوبه یا بزکشي او مختلفې لوبې سر ته رسېږي. د ګل سرخ میلې او د حضرت علي کرم الله وجهه په زیارت باندې د جنډې د پورته کولو مراسمو ته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه مشران او عام خلک راځي او سیل یې کوي. باید وویل شي چې د ګل سرخ مېله او د جنډې پورته کول په ملي کچه نمانځل کېږي چې په محلي چارواکو سربېره د مرکز څخه هم لوړ رتبه حکومتي  پلاوی د مزارشریف په مراسمو کې ګډون کوي.

د هرات، فراه او د افغانستان د جنوب لودیځې حوزې زیاتره اوسېدونکي له خپلو فامېلونو سره یو ځای د کال په لومړۍ ورځ شنو ځایونو، لوبغالو او غونډیو ته راوزي. د پسرلي له هوا څخه خوند اخلي، یوه او بل ته د نوي کال په مناسبت مبارکي وایي، مېله کوي، سبزي چلو پخوي، په زرغونو ورشوګانو باندې چکر وهي او په ځینو زیارتونو باندې جنډې هم پورته کېږي.

په وردګو، لوګر، غزني او بامیانو کې هم خلک د نوي کال په مناسبت یو لړ ځانګړي مراسم لري. د ساري په توګه د وردګو خلک د نوي کال په لومړۍ ورځ خوښ وي، ټالونه او زانګو اچوي، نښه ولي او زیارتونو ته ځي. په پخوا وختونو کې به د هغو سیمو خلک چې د ګوربت تاریخي غره ته څېرمه پراته دي د همدې غره مارخانو ته ورتلل او ماران به یې ژوندي نیول. همدارنګه د نوروز په ورځ د وردګو بزګران په خپلو پولو او پټیو کې ونې کري او خپل غوایان را وباسي او آزمویشي یوویې (قلبه) پرې کوي څو خپل غوایان د ځمکو کرلو ته چمتو کړي چې دغه کار ته د غوایانو سړول ویل کېږي. د وردګو یو شمېر خلک د نوي کال په ویاړ یو بل ته میلمستیاوې کوي او کوژده شوو پېغلو  ته د خسرګنۍ د کورنۍ له لوري د نوي کال په مناسبت پوښ هم ور وړي.

په بامیانو کې به پخوا د نوروز په ورځ خلکو هڅه کوله چې د کلي په سر یو غویي حلال کړي، غوښه یې ټول کلي ته ور وویشي او د نوروز ورځ د تازه ښورا په خوړلو سره و نمانځي خو اوس مهال په دې ولایت کې رواجونو توپیر کړی دی او هغه خلک چې د ژوند اقتصادي کچه یې ښه وي نو هڅه کوي چې د کابل په څیر ښاري رواجونو ته مخه کړي.

په بدخشان، تخار، کندز او د افغانستان د شمال په نورو سیمو او ولایتونو  کې خلک د نیمه میده غنمو ( ورغاستو) څخه خوږه اوګره  پخوي، خیراتونه کوي، شنو ځایونو او زیارتونو ته ځي، دعاوې کوي.

په مزار شريف کې د نورز ورځې مېله

په مزار شريف کې د نورز ورځې مېله

په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې د کال په لومړۍ ورځ خلک له خپلو فامیلونو سره یو ځای شنو ځایونو ته راوزي، د شنو فصلونو او شوتلو له لیدلو څخه خوند اخلي، سبزه لغت کوي، زیارتونو ته ځي او د خپلوانو مړو شوو عزیزانو په قبرونو اوبه اچوي.

د پکتیا، پکتیکا او خوست اوسیدونکي هم د نوي کال په لومړۍ ورځ د نورو ولایتونو اوسیدونکو ته ورته مراسم اجرا کوي، خلک له خپلو کورونو څخه راوزي، زیارتونو ته ځي، ډنډکی پخوي، ډولونه وهي، ملي اتڼ کوي او د پکتیکا خلک خو په دې ورځ د نیزه وهلو لوبې هم تر سره کوي. همدارنګه په خوست کې زیاتره خلک د متون غونډۍ ته ورځي او د  خیوني په نامه کورونو ته  د مېوې وړل هم رواج لري.

په کابل کې په رسمي دولتي مراسمو سربېره چې د دولت د مشر پیغام او د بزګر د جشن نمانځل په دې ورځ صورت مومي خلک د سخي زیارت، قرغه، شهدای صالحین، د شهید نادرخان تپه، باغ بالا، باغ بابر او داسې نورو سیمو او تپو ته وزي. له زیاتو وګړو سره د خپل فامیل غړي یو ځای چکر وهي او د نوي کال له لومړۍ ورځې څخه خوند اخلي. همدارنګه یو شمیر وګړي موسیقي اوري او ځینې هنرمندان وړیا کنسرتونه اجرا کوي، ډولونه وهل کېږي او یو شمېر اتڼ چیان ورته ملي اتڼونه کوي. د کابل په منډوي او د سخي په زیارت باندې جنډې پورته کېږي او سیل کوونکي د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کېدو لپاره دعاوې کوي. پخوا به د کابل خلک د نوې، نازکې او تازه شفتلې د خوړلو لپاره قلاچې ته تلل، د شهدای صالحین په غونډۍ به یې چکر واهه او د ارغوان د ونو د لیدلو لپاره به د خواجه صفا غونډۍ ته ورختل.

د نوروز په ورځ د کابل ښاریان هڅه کوي چې سبزي چلو پوخ کړي، د هفت سین دسترخوان له هغو میوو څخه  چمتو کړي چې له اوو داسې څیزونو څخه جوړ شوي چې د نوم پيل یې په سین باندې کېږي. ځینې خلک بیا له اووه ډوله میوې څخه  د هفت میوه شربت جوړوي او د خپلوانو کورونو ته هم د کال په لومړۍ ورځ ورلېږي. همدارنګه د نوي کال په ویاړ د سمنک پخول هم د یو شمېر کابل ښاریانو له پخواني رواج څخه لري چې په ځانګړي ډول پخېږي.

د هغو نجونو لپاره چې نوې کوژده شوې وي د نوروزۍ په نامه کالي، مېوه جلبۍ او پاخه کبان د نامزاد د کورنۍ له خوا ور وړل کېږي چې دغه رواج ورو ورو د کابل د اطراف او سیمو ته هم غزیدلی دی او په افغانستان کې یې تقریبا عمومي بڼه خپله کړې ده.

 اندېښنه

د ځینو باورونو سره سره چې عام وګړي یې په خپلو ذهنونو کې د نوروز د ورځې په هکله لري لري، د نوي کال لومړۍ ورځې یا نوروز ته هېڅکله افغانانو په اعتقادي نظر، سپېڅلتیا یا تقدس  نه دي کتلي بلکي د داسې کلتوري نظره ورته ګوري او نمانځي یې چې له پخوانیو زمانو په ټولنه کې موجود دی او نمانځل کېږي. په تېرو ۳۶ کلونو کې د نوروز په څېر د افغانستان هر ډول کلتوري ارزښتونو ته ګڼ شمېر ګواښونه متوجه دي او ځینې کسان نوروز، د نوي کال مېلې او د دې ورځې خوښۍ په چورلټه توګه ناروا بولي او مخکې له مخکې له تبلیغات ورته کوي. همدارنګه د افغانستان په ۳۶ کلن تاریخ کې یو شمېر سیاسي نظامونو او اشخاصو هم دغه ورځ د دین له نظره ناروا ګڼلې او د خلکو تر منځ یې ګڼ شکونه را پیدا کړي دي. همدارنګه موجودې نا امنۍ هم د دې سبب شوې دي چې د نوي کال د لومړۍ ورځې د نمانځلو خوند او رنګ تر زیاتې اندازې پورې پيکه شي. له همدې کبله په افغانستان کې اوس مهال د نوي کال د لومړۍ ورځې نمانځنه په هغه شکل صورت نه مومي لکه پخوا چې وه او نه هم وګړي د پخوا په څېر د امن او خوښۍ احساس کوي.

 

اخځلیکونه:

  1. iranologie.com/history/nowruz
  2. مهرداد بهار، اساطیر ایران، ص ۲۰۵
  3. داکتر شمس الحق آریانفر، عوامل ماندګاري و سیر تاریخي نوروز، سایت آریايي
  4. البیروني، آثار باقیه، ص ۲۱۵
  5. الالوسي، بلوغ الارب، ج۱، چاپ قاهره، ۱۹۲۵، ص ۶۴
  6. د مختلفو سیمو له وګړو سره مرکې
  7. له پراګ څخه د خپرېدونکې آزادۍ راډیو، د نوروز ځانګړي پروګرامونه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب