د نقصان تاوان په اخیستونکی دی که په پلورنکي ؟

پوښتنه:
 
السلام علیکم … محترم مولوی صیب کابل کې می له یوه شرکت څخه جمپرونه واخیستل چې میدان شار ته به یې راته رارسوي او روپۍ می هم ورکړی وس یې چې راوړه راته وائی لار کې مو موټر چپه شو د اور له امله لږ ورڅخه وسوځیدل نو آیا د دې سوځیدلو تاوان په ما دی که په دعه شرکت؟
 
الجواب:
 
و باالله التوفیق
 
د محصلین دار الافتاء
 
که له دې شرکت (بائع) سره د اخیستلو په وخت کې دا شرط ایښودل شوی وي چې (مبیعه) جمپرونه به میدان ښارکې تا ته حواله کوي نو تر څو چې تاته حواله شوی نه وي د هر نوعه نقصان ذمه واري په شرکت ده نو ستا په سوال کې د سوځیدلو جمپرونو تاوان په شرکت لازم دی چې تاته به میدان ښار کې د هغومرو پیسو په اندازه جمپرونه درکوي چې تا کابل کې دغه شرکت ته ورکړي دي.
 
د فتوی سند:
 
«اذا بیع مال علی ان یسلم فی محل کذا لزم تسلیمه فی محل المذکور»
 
مجلة الاحکام العدلیه ماده ۲۸۷
 
والله اعلم بالصواب
Atomic Habits
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب