د نفتو په هكله د قرآن كريم او رسول صلی الله علیه وسلم وړاندويني
ځينو علماى كرامو ويلي دي چي كوم نفت او ګاز چي اوسمهال له مځكي څخه راباسي دا د آخري زمانې او قيامت له نښانو څخه دي. په دې هكله په قرآن كريم او نبوي احاديثو كي څرګندوني سوي دي.
لوى څښتن جل جلاله فرمايي :
﴿ وَالطُّورِ (1) وَكِتَابٍ مَسْطُورٍ (2) فِي رَقٍّ مَنْشُورٍ (3) وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ (4) وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوعِ (5) وَالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ (6) ﴾ [الطور:۵۲ : ۱ ـ ۶]
ژباړه : قسم دى په طور غره او په هغه كتاب چي پر پرانيستې پاڼه ليكل سوى دى او په ودان كور اوپه لوړ چت ( بيت المعمور ) او په اور اخيستل سوي سمندر.
په تفسيرونو كي د ﴿ الْبَحْرِ الْمَسْجُورِ ﴾ ډول ډول معناوي بيان سوي دي. ځينو مفسرينو د دې معنا له اور څخه په ډك سوي سمندر كړې ده او وايي چي له سمندر څخه به د قيامت په ورځ د اور لمبې پورته سي. ﴿ الْبَحْرِ الْمَسْجُورِ ﴾ يعني الموقد المحمى بمنـزلة التنور المسجور وهو قول ابن عباس رضی الله عنهما وذلك ما روى ان الله تعالى يجعل البحار كلها يوم القيامة ناراً فيزداد بها في نارجهنم. وګورئ تفسير المظهري ۹/ ۹۳ مخ.
دغه راز د قرآن كريم د سورة التكوير په لومړيو شيږو آيتونو كي د قيامت د لومړي پړاو يادونه په دې ډول سوې ده :
﴿ إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ (1) وَإِذَا النُّجُومُ انْكَدَرَتْ (2) وَإِذَا الْجِبَالُ سُيِّرَتْ (3) وَإِذَا الْعِشَارُ عُطِّلَتْ (4) وَإِذَا الْوُحُوشُ حُشِرَتْ (5) وَإِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَتْ (6) ﴾ [التكوير: ۸۱: ۶]
ژباړه : كله چي لمر بـې نوره سي او كله چي ستوري خواره واره سي او كله چي غرونه وخوځول سي او كله چي سمندر د اور لمبه كړل سي.
﴿ وَإِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَتْ ﴾ اى اضرمت ناراً كما قال علي وابن عباس ومجاهد وسعيد بن جبير وعبيد بن عمير وجماعة من ائمة التفسير من السلف.(مطابقة الاختراعات العصرية لما اخبر به سيد البرية ۷۴مخ ).
په پورتني كتاب كي زياتوي : لكه چي څرګنده ده پټرول په مځكه كي خوندي سوي سمندرونه باله سي. ابى بن كعب او ابن عباس او ابو العاليه او د سلفو عالمانو يوې ډلي ويلي دي چي دغه شپږ علامې چي په پورتني آيت كي يادي سوې، د قيامت تر ورځي دمخه په دې دنيا كي څرګنديږي. دوى وايي لوى څښتن په التكوير سوره كي دوولس نښانې يادي كړي دي چي شپږ يې په دې دنيا كي څرګنديږي او شپږ يې په آخرت كي څرګنديږي. نو د هغو چي په دې نړۍ كي څرګنديږي وروستۍ يې ﴿ وَإِذَا الْبِحَارُ سُجِّرَتْ ﴾ ده او تر دې وروسته بيان سوي علامي لكه چي ابن جرير او ابن ابي حاتم روايت كړى دى په آخرت كي څرګنديږي. البته كومي چي په دې نړۍ كي څرګنديږي هغه د قيامت له نښانو څخه دي. چي همدغه ( د اور لمبه سمندر ) د تېلو سمندر دى كوم چي لوى څښتن د مځكي په نس كي خوندي كړى دى او دادى اوس يې را وايست.
اوس ستاسي پام د قرآن كريم د الاعلٰى د سورې دې آيتونو ته را اړوم :
﴿ وَالَّذِي أَخْرَجَ الْمَرْعَى (4) فَجَعَلَهُ غُثَاءً أَحْوَى (5) ﴾ [الاعلٰى:۸۷ :۴ـ ۵]
ژباړه : او هغه ( لوى څښتن ) شينلي ( نباتات ) پيدا كړي او بيا يې هغه وچ تور واښه ګرځولي دي.
ترك عالم ډاكټر هلوك نور باقي په خپل كتاب :
Verses from the Holy Qur’an and the Facts of Science. كي ليكي : دغه آيتونه چي هغه څوك ولولي چي په مځكپوهنه پوهيږي، نو پوه به سي چي دا د تېلو په هكله څرګندوني لري. د مځكپوهني هر عالم پوهيږي چي د مځكي كُره لومړى د شينلو ( نباتاتو )، ډېرو غټو ونو، او لويو لويو بوټو پر ډګرونو او ځنګلونو مشتمله وه. دغه ستر ستر ځنګلونه په مځكه كي د ژوند نخښي بلل كېدې. بيا د سترو مځكنيو بدلونونو په پايله كي دغه ستر ځنګلونه تر مځكه لاندي سول او د يوه ځانګړي كېمياوي عمل په پايله كي يې د نفتو بڼه غوره كړه. ( قرآني آيات او ساينسى حقائق ۳۶مخ ).
د نفتو او ګازو په هكله رسول صلی الله علیه وسلم هم وړاند ويني كړي دي، د هغو د زېرمو ځايونه يې ښوولي دي او هغه يې زر ( ذهب ) بللي دي ، لكه چي اوس يې هم خلك توره طلا بولي.ان د رسول صلی الله علیه وسلم په ځينو احاديثو كي دغه مواد داسي زېرمي بلل سوي چي نه سره زر دي او نه سپين زر.
د عراق د نفتو په هكله د رسول صلی الله علیه وسلم دې حديث ته پام وكړئ :
« يوُشِكُ الفُراتُ أن يَحسِرَ عن كنـزٍٍ من ذهبٍ، فمن حَضَرَهُ فلا يأخُذْ مِنْهُ شيئاً».( بخاري : كتاب الفتن، ۲۴باب، ۷۱۱۹ حديث ).
ژباړه : نژدې دى چي ( په عراق كي ) د فرات مځكه د زرو يوه خزانه را وباسي. نو څوك چي هغې ته حاضر سي له هغې څخه به څه نه اخلي.
په دې هكله د رسول صلی الله علیه وسلم بل حديث دى :
« يوُشِكُ الفُراتُ أن يَحسِرَ عن جبل ٍمن ذهبٍ، فاذا سَمِعَ به النَّاسُ سَاروا إليه. فيقولُ مَن عنده : لئن تركنا النَّاسَ يأخُذُونَ منه ليُذهبنَّ به كُلِّهِ. قال فَيَقْتَتِلُونَ عليه. فَيُقْتَلُ مِن كُلِّ مِئًةٍ تِسْعَةٌ وتِسْعُونَ ». ( مسلم : كتاب الفتن، اتم باب، ۷۱۷۰ حديث ).
ژباړه : نژدې دى چي ( د عراق ) د فرات مځكه د زرو يو غر را وباسي او چي خلك د هغه په هكله واوري پر ور وبه دانګي. خو هغه وګړي به چي ددې زرو څښتنان وي ووايي كه موږ خلكو ته له دې څخه د څه اخيستلو اجازه وركړو نو ټول به واخلي. بيا دوى پر هغو جګړه وكړي او دا داسي جګړه وي چي له هرو سلو تنو څخه نهه نوي مړه سي.
يادونه : اسلامي عالمانو لكه امام ابي الفيض احمد العماري او مولانا محمد ارسلان بن اختر او نورو په دغو احاديثو كي ياد سوي زر پټرول بللي دي او احمد العماري وايي چي په دې حديث كي په نفتو لرونكو هيوادونو كي د نفتو ملي كولو په هكله هم خبره او يادونه سوې ده.
البته په پورتني حديث كي په سلو كي له نهه نوي وو څخه مراد ډېرښت دى نه ټاكلى عدد او د تېلو پر سر خو له پخوا څخه د سترو ځواكونو او نورو لخوا ستري لوبي او ستري سياسي، اقتصادي او تودې جګړې په لار اچول سوي چي دادى اوس امريكا او نورو كفارو د عراق او كيسپين د سمندرګي د نفتو پر سر پر عراق او افغانستان سختي جګړې تپلي او ايران او نورو ته هم پېشروونه وهي.
دغه راز امام ابي الفيض احمد العماري په مطابقة الاختراعات العصرية كتاب كي پر دغه حديث باندي د تبصرې په ترځ كي وايي چي دغه حديث د عراق او ايران دواړو د پټرولو په هكله دى، ځكه ايران هم له عراق څخه شمېرل كيږي، بلكي ايران عراق عجم باله سي.
البته د طالقان د پټرولو په هكله حضرت علي كرم الله وجهه ته په يوه منسوب حديث كي په ځانګړې توګه اشاره سوې ده : « ويحاً للطالقان فإن لِله فيه كنوزاً ليست من ذهبٍ ولا فضةٍ» ( تعجب دى تالقان لره چي هلته د لوى څښتن داسي خزانې سته چي نه د سرو زرو دي، نه د سپينو زرو.
سبحان الله « فيه كنوزاً ليست من ذهبٍ ولا فضةٍ» خو همدغو د پټرولو زېرمو ته په څرګنده توګه اشاره ده. او لكه چي پوهيږو تالقان زموږ د تخار د ولايت مركز دى، چي كه تفحصات پكښي وسي ښايي دغه زېرمي ځني را ووزي. اوس هم جوته سوې ده چي د تخار او جوزجان په ولايتونو كي د رسوبي يا پليسري زرو كانونه سته او د تخار په ګاونډي ولايت كي خو د نفتو او ګازو زېرمي له پخوا څخه تثبيت سوي دي. دغه راز وايي چي د ايران په قزوين كي هم يو ځاى طالقان نوميږي.
اما د سعودي عربستان او نورو ځايونو د پټرولو په هكله د حاكم په مستدرك كي د عبدالله بن عمرو بن العاص حديث دى:
« تخرج معادن مختلفة معدن منها قريب من الحجاز يأتيه من اشرار الناس ».
ژباړه : ډول ډول كانونه به را ووزي. له هغو څخه به يو حجاز ته نژدې وي او د خلكو اشرار به ور سي. ( لكه چي پوهيږو حجاز اوس د سعودي عربستان يوه برخه ده ). امام ابي الفيض احمد العماري په مطابقة الاختراعات العصرية كتاب كي وايي : دغه حديث كه څه هم موقوف دى، خو د مرفوع حديث حكم لري. ځكه بل موفوع حديث په صريح ډول سته چي امام احمد په خپل مسند كي روايت كړى دى، په دې ډول : له بني سليمو څخه يوه سړي له نبي صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې :
« ستكون معادن يُحَضِّرها شرار الناس».
ژباړه : ژر به داسي كانونه كشف سي چي د خلكو اشرار به يې استخراجوي او ګټـي اخيستني ته به يې چمتو كوي.
امام ابي الفيض احمد العماري وايي : دغه معادن د پټرولو څهان دي كوم چي قيامت ته په نژدې وختونو كي، يعني زموږ په وختونو كي را څرګند سول. هسي خو د سرو او سپينو زرو كانونه د دنيا له هماغه پيله بېخي ډېر موجود وه او په حديث كي د « يُحَضِّرها شرار الناس». جمله هم د دې خبري تاكيد كوي. ځكه دغه د پټرولو معادن زياتره كفار كوم چي په رشتيا شرار الناس دي را باسي او ګټي اخيستني ته يې چمتو كوي