
د نباتي ناروغۍ وېشنه(طبقه بندي)
د نباتي ناروغۍ وېشنه(طبقه بندي):
د ناروغیو په تشخیص او معالجه کې د ناروغۍ وېشنه ډېر مهم رول لوبوي .
میکروبي ناروغۍ(infectious diseases ) د راز راز پاتوجنو لکه fungi, bacteria, viruses, phytoplasma, nematodes او پرازیتونو له وجې رامنځ ته کېږي . ددې ناروغۍ مهمه نښه له یو نبات څخه بل ته د لېږد (سراعیت) وړتیا په ګوته شوې . هغه ارګانیزم چې ناروغي رامنځ ته کوي د پاتوجن یا عامل په نوم یادېږي. هغه ارګانیزمونه چې نباتي ناروغۍ د رامنځ ته کېدو وړتیا لري د فیتوپاتوجن په نوم یادېږي . په کوم نبات چې پاتوجن مېشته کېږي او له هغه څخه تغذیه کوي د کوربه نبات په نوم یادېږي . غېرمېکروبی ناروغۍ د فیتوپاتوجن ارګانیزم له شتون پرته د نبات د کرهنې په ناوړه شرایطو (خاورې ، اوبو ، هوا ) کې رامنخ ته کېږی . د ایکولوژیکي طبقه بندی سره په مطابقت کې ټولې ناروغې په لاندې ډول وېشل کېږي :
1) غېرمیکروبی نه لېږدېدونکې ناروغۍ non Infectious Diseases :
هغه ناروغي چې د خاورې د ناوړتیا له وجې رامنځ ته کېږي
هغه چې د ناوړه مېترو لوژیکو شرایطو له وجې رامنځ ته ګېږي
چي د مېخانیکي عواملو تر اغېزې لاندې رامنځ ته کېږي
په هوا کې د ناوړه ګازاتو د ترکیب له وجې رامنځ ته شوې ناروغي
د ایونیزه شوو وړانګو د عمل له وجې رامنځ ته شوې ناروغي
2) میکروبي یا لېږدېدونکې ناروغۍ infectious Diseases :
قارجي fungus (mycosis)
بکتریایي(bacterioses
ویروسي virusosis
Actinomycotic (actinomycoses
Phytoplasma (phytoplasma
د ګل لرونکو پرازیتونو له وجې رامنځ ته شوې ناروغي Diseases caused by parasitic flowering
سره لدې چې د لېږدېدونکو(ساري) او نه لېږدېدونکو(غېرساري) ناروغیو تر منځ لوې توپیر موجود دې خو مونږ نشو کولای چې هغوۍ یو له بل څخه جلا وڅېړو . په طبیعت کې ددې دواړو تر منځ متقابل اړیکي شتون لري :ډېری وخت په غېرساري ناروغې اخته ضیف نبات په ساري ناروغۍ اخته کېږي د بېلګې په ډول په نبات کې د ناېتروجني سرې غېر متوازن استعمال د موادو د تبادلې بهیر تخریبوي ، چې په پاېله کې د نبات حساسیت د خاکسترک powdery mildew په وړاندې لوړېږي .
نباتي ناروغي د موقیعت له لحاظ په لاندې ډول وېشل کېږي :
1) ځايي یا ناحیوي local
2) عمومي general (diffuse).
ځايي ناروغي هغه ده چې له وجې یي د نبات یوه برخه یا یو ارګان په ناروغۍ اخته کېږي او د نبات نورو برخو ته سراعیت نه کوي .
عمومي ناروغي هغه ده چې ټول نبات او یا دهغه ډېره برخه پرې اخته شوې وي . د عمومي ناروغۍ په صورت کې د نبات محوري ارګانونه لکه جرړې(ریښې) ، تنه (vascular tissue) په ناروغي اخته کېږي چې د هغو د مړینې سبب ګرځي .