د میرمنو سپکاوی مکوﺉ

 یوه سړي له خپلي ښځې سره جګړه وکړه ، ښځه یې له غوسې سره اوشنه شوه ، پاڅیده ، دخپل بکس په تیارولو بوخته شو ه ، نیت یې و چې دپلار کره ولاړه شې ، سړی پوه شو چې کار خرابیدونکی ده ، نو په نرمه موسکا یې یوه خوږه خبر ورته وکړه ، اوبیایې وپوښتله چې څه کوې؟ هغي ورته وویل : …… ماویل جامې به بدلي کړم … 🙂 میرمني دسړیو دژوند داسې ملګرې دي چې په یوه خوله موسکا یې غوسه ختمیږې او په یوه خوږه خبره رضا کیږې له خپلومیرمنو سره نرمي او په هغوی مهرباني کول د پوره نارینتوب او کره سړیتوب نښه ده .

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې یواځې عزتمن سړی به میرمنوته عزت ورکوې او یواځې سپک سړی به له میرمنو سره سپک چلند کوې ، ” ما اكرمهن الا كريم ، و ما أهانهن الا لئيم ” په یوه بل روایت کې راغلې : په تاسو کې ترټولو عزتمن هغه څوک دی چې له خپلو کوروالو سره ښه وې او زه په تاسو ټولو کې له خپلو کوروالو سره ښه یم

حميد افغان

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب