د میرمنو اشتها د نارینو سره په ګډ خوراک کې له منځه ځي

که نارینه او میرمنې سره یو ځای ډوډۍ ته کیني، حالت عادي نه پاتې کیږي. نارینه تر خپل عادي حالت ډیره او ښځینه تر خپل نارمل حالت کمه ډوډۍ خوري.

څیړنه ښايې چې که نارینه د ښځو سره یو ځای ډوډۍ خوړولو ته کینې، تر عادي حالت زیاته ډوډۍ خوري.

څیړنه د امریکا په کورنیل پوهنتون کې تر سره شوې، او پکې مالومه شوې، چې که سړی له ښځې سره یو ځای د خوړو میز ته کیني، نارینه د خپل معمول څخه زیات خوراک کوي.

په ورته وخت کې بیا په ډاګه شوې، چې ښځې د نارینو سره په یوه درسترخوان تر نارمل حالت کمه ډوډۍ خوري.

څیړنه وايې، چې نارینه غواړي چې د میرمنو په وړاندې په زیات خوراک کولو سره پر هغوې اغیز وښیندي.

یو شمیر شننونکي بیا وايې، چې میرمنې د خپلې مینې د اظهار له مخې پر نارینه ټینګار کوي، چې زیاته ډوډۍ وخوري. نارینه هم د هغوې د ټینګار له امله زیات خوراک کوي.

تر دې مخکې په یو شمیر څیړنو کې دا هم ویل شوې وه، چې نارینه د ښځو څخه د ډوډۍ په خوراک کې چټک دي.

• احمد زبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب