د موسيقۍ څخه د خلاصون لارې څه دي؟

 

د خلاصون لارې

وروڼو او خويندو! اوس مو چې د موسیقي حرمت او د هغه اضرار وپيژندل تاسې ته د هغه څخه د خلاصون په ځينې لارو باندې وصيت کوم هيله ده چې کلک عزم وکړئ او د دغه سترې بلاء څخه ځان خلاص کړئ.

۱- خپل څښتن (جل جلاله) ته د نصوح توبه وکړې، په تير وخت پيښمانتيا او توبه او د هغو فوراً ترک کول او د آينده لپاره د هغه د ترک کلک عزم کول او د ګناه په ترک باندې صبر اخيارول.

۲- د سندرو او موسيقۍ ټول مواد له موبايل، کمپيوټر او کور څخه ايستل او د هغه له مينځه وړل او د ناچاری په صورت کي د اسلامي اناشيدو اورېدل.

۳- پنځه وخته لمونځ په جماعت ادا کول ځکه کامل لمونځ سړی له بدو کارونو ساتي او د لمانځه کمال په جماعت سره ادا کول دي او د ښځې لپاره په خپل وخت لمونځ سره له ټولو احکامو.

۴- ډير ډير استغفار لوستل ځکه چې استغفار د ګناهونو اثر له مينځه وړي او بدن پاکوي.

۵- هر وخت او په خاص توګه د سباء او بيګا اذکار لوستل ځکه چې د اذکارو ويلو په وجه شيطان لرې کيږي او د خير لپاره سينه پراخه مومي.
۶- د فاسقو خلکو ملګرتيا پرېښودل او د هغه پر ځای د نيکو او صالحو ملګرتيا او د ذکر، علم او خير په مجلس کې برخه اخيستل.

۶- د مشهورو قاريانو د قرآن تلاوت ته غوږ نيول کوم چې په ښه اواز خشوع او خضوع سره تلاوت کوي په خاصه توګه د (محمد البراک ، شيخ ادريس أبکر او محمد انور الشحات…) تلاوت ته غوږ نيول.

۷- د پيغمبرانو عليهم السلام، صحابه کرامو او د امت د صالحو کسانو قصص لوستل او د هغوی د ژوند څخه عبرت اخيستل.

۸- په تنهايی کې له ځان سره محاسبه کول، د تير وخت په بدو کارونو پښېمانتيا او بيا د الله تعالی له وېرې او د بې حسابه نعموتو په شکرانه خپلې اوښکې تويول….. او په داسې سترګو به د دوزخ اور حرام وي.

۹- د هدايت دعا او د ټولو رزائلو څخه د خلاصون دعا او د تقوی او په ايمان باندې د ثبات دعا غوښتل.

په آخر کې د ځان او ټولو مسلمانانو وروڼو او خويندو لپاره دعا کوم چې ای الله ! مونږ د دغه ديني او اخلاقي وباء څخه خلاص کړي، فاسقو، رزيلو او فاني سندرو پر ځای مو ستا د کلام قرآن سره مينه پيدا کړي.

مولوی محمد یاسین فهیم

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب