د مور دوعا
ستاارمان اوستاجهان نه زه لوګۍ شم
هرقدم نه دی قربان اوسپيلنۍ شم
زه دی موريم ته ارمان ته مې ارزويي
ته يادګارزمادمينې الله هو يي
نيموشپوکې درته ويښ ناست يم زړګيه
ای زما د زړه ارام خوږه بچيه
ته ماشوم شه يوځل بياغيږې له راشه
الله هوبه درته وايم په خندا شه
زه ستاژوند ته دارمان خوبونه ګوروم
ستاتعليم ته زه جهان خيالونه ګورم
بياوړه ژبه پيداکړه بيا کمکی شه
ماته بياوايه مورجانې پرونی شه
ته ډاکټراوياانجنير شه د ټولنۍ
که ماغواړې يا زماد ژوند پالنۍ
مجلسوکې به زه هسکه غاړه ګرځم
دازما دزړه ارمان ده پيررزويني
شرابي ياچرسي نه شی زما بچيه
قماربازاوياغي نه شی ای زړکيه
دوطن خدمت دپاره ښه سړی شه
پام کوه سګرټی نه شی ګلا ليه
ځان سره ساته دموردا ټول خيالونه
بياپوره مې کړه دژوندټول ارمانونه
چې الله درنه خوشحال درنه رضا شي
خداې دی درکړي تاته واړه جنتونه
زه حفيظ دخپلې موردزړه اثره وم
دملکونو مساپره بيچاره يم
وزرنلرم چې مورڅنګ ته مې راشم
ښکلې مخ نه يې قربان لکه بورا شم
خدايه ماته دمرغانو وزرراکړه
يا زماد مورقبوله دادوعا کړه
سوله راوړه خدايه حق دمظلومانو
اوښکې وچې کړه زمادټول بچيانو
زرلښت حفيظ