د مهر اهميت

په اسلام كي مهرته ده ښځي ډيراهميت واعتباروركول سويدي په قران شريف كي خداي پاك فرمائي}وَاُحِلَّ لَكُمْ مَاوَرَآءَذَالِكُمْ اَنْ تَبْتَغُوا بِاَمْوَالِكُمْ{يعني حلالي دي ستاسودپاره ټولي ښځي ماسوا ده محرماتوڅخه چي تاسو يه طلب كړي په خپلومالونوباندي(يعني ستاسودپاره غيرده محرماتوښځوڅخه نوري ټولي ښځي روادي چي تاسوورسره نكاح وكړي خوپدي شرط چي تاسوورته مال(يعني مهر)وركړي.

اوداغه رقم رسول اكرم په حديث شريف كي فرمائي}اِسْتَحَلُّوا فُرُوجَ النِّسَاءِ بِاَطْيَبِ اَمْوَالِكُمْ{يعني حـلال كړي ځانوته فرجونه ده ښځو(يعني نكاح ورسره وكړي)په خپل ښه اوپاك مال سره(يعني په مهرسره)).

او همدغه شان خداي پاك امركوي پرمړونوده ښځوچي تاسووركړي ده ښځومهرونه}فَاتُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ فَرِيْضَة{وروسته(يعني تردي وروسته چي تاسوده يوي ښځي سره نكاح وكړه)نوده هغي مقررسوي اوثابت سوي مهروركړي.اوهمدغه رقم خداي پاك ده ښځومړواووارثانوته حكم كوي}وَءٰاتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَة{وركړي ده ښځومهرونه په خوشحالي سره .

مهرپه شريعت كي ده ښځي دپاره واجب اوثابت حق دي حتي چي ځني علمآء ئي ركن بولي خوده حنفي مذهب پربنآءركن ندي خوده ښځي دپاره ثابت سوي لازمي حق دي چي بايدئي ميړه وښځي ته وركړي لكه څرقم چي په هدايه اوبحرالرائق كي راځي‌‌‍‍‌‌‌‌‍} ثُمَّ الْمَهْرُ وَاجِبٌ شَرْعًا إِبَانَةً لِشَرَفِ الْمَحَلِّ فَلاَ يَحْتَاجُ إِلَى ذِكْرِهِ لِصِحَّةِ النِّكَاحِ{

ترجمه:وروسته مهرلازم دي شرعاپه خاطرده حفاظت وشرف ده محل(چي هغه عورت ده ښځي دي) نواحتياجي وذكرته ده پاره ده صحت ده نكاح په وقت كي ده عقدنسته.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب