د مقصد نه ډک ژوند

د ایکپریس ریل ګاډي د ریل په پټلی داسی په تیزی سره د خپل هدف په لور روان وه چی د هغی ( لاری) دواړه خواوی د شنو پټيو او رڼو اوبو د ویالو په درلودلو سره د انسان فکر خپل لور ته کش کاوه خو د دغه تیز ریل ګاډي د د غو شنو پټیو او رڼو اوبو سره هیڅ تړاو نه درلود .

ټیټه ، جګه ، وچه او لمده د دغه ریل ګاډي په رفتار کی هیڅ فرق نه راوسته ، په لاره کی ډير تم ځایونه هم راغلل خو دغه ریل ګاډي به دغه تم ځایونه داسی پریښودل چی تا به فکر کاوه دغه ریل ګاډي پری هیڅ تم شوی نه دی .
د هدف نه ډک ژوند هم دغسی دی ، چا چی په خپل ژوند کی یو هدف ټاکلی وی هغه بیا خپل ټول فکر او زور د خپل هدف ته د رسیدو په خاطر استعمالوی او په وړو ، وړو خبرو او مسائلو خپل وخت نه ضائع کوی .

د هدف نه ډک ژوند تیرونکی انسان خپل ژوند د هغه مسافر په مانند تیروی چی هغه هره لحظه خپل منزل ته درسیدو لپاره په امید وی ، د د نیا او لاری ډير ښائسته او په زړه پوری منظری د دغسی مسافر د سفر د اوږدیدو لپاره د خنډ لامل ګرځي مګر دغه مسافر خپلی سترګي پټوی که څه هم تم څایونه او په زړه پوری منظری او سیوری ده ته د ارام بلنه ورکوی خو دغه مسافر یی په پدی هيله شاته پریږیدی چی خپل هدف ته ورسیږی .

د با مقصده انسان ژوند د یوه بی مقصده انسان ژوند ته ورته نه وی کوم چی د یوه نامعلوم هدف له امله کله یو خوا او کله بله خوا ګرځي ، بلکه با مقصده انسان ځانته یو ټاکلی هدف او تګلاره لری چی داسی خلک کله هم خپل وخت په نورو شیانو کی نه ضائع کوی او د خپل ټاکلی هدف لپاره کار کوی .

د کامیاب ژوند لپاره ضروری ده چی چی انسان یو ټاکلی هدف ولری چی د هغه ټاکلی هدف سرته رسول د انسان ضمیر ته منلی وی ، همدغه هدف دی چی انسان له ځناورو څخه جلا کوی ، که چیرته د انسان په ژوندانه کی کوم مقصد نه وی نو بیا دهغه او ځناور تر منځ توپیر نه شته ، خو که چیرته کوم انسان ځانته یو هدف او مقصد وټاکی نو د هغه ژوندبیا ډير توپیر پیدا کوی حتی داسی هم ویلی شو چه هغه په دی توانیږی چی یو نوی ژوند وکړی .

کله چی یو انسان ځانته هدف ټاکي نو هغه بیا په وړو وړو خبرو ځان نه خبروي بلکه هغه همبشه د خپل هدف او مقصد ته د رسیدو لپاره په خپله لاره نیغ روان وی تر څو خپل هدف ته ورسیږی .

د همدی موضوع بله لیکنه به په راتلونکی نزدی وخت کی ولولئ ان شاء الله

لیکوال : وحیدالدین خان
ژباړه : عبدالباري جمال

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب