د مصنوعي غاښونو د ايښودلو حكم

پوښتنه: د غاښونو ډاكټران د ځينو مرضونو له وجې خراب غاښونه اوباسي او پرځاى يې مصنوعي غاښونه ږدي. داسې ويل كيږي چې كه د خالي غاښونو پرځاى مصنوعي غاښونه كينه ښودل شي نور غاښونه هم خرابيږي، نو په همدې خاطر آيا د مصنوعي غاښونو ايښودل حلال دي كه حرام او آيا دا په تغير في خلق الله كې شاميليږي او كه نه؟

سرچينه: Islamqa

ځواب

الحمد لله و الصلواة على رسول الله و بعد

د مرض له وجې د خراب شويو غاښونو پر ځاى د مصنوعي غاښونو ايښودل مباح امر دى، په دې كې هيڅ ستونزه نشته، زموږ په علم كې هيچا هم له دې څخه منعه نه ده كړي، دا فرق نه لري چې دا مصنوعي غاښونه د اصلي غاښونو پرځاى مستحكم پاتي كيږي او كه نه. د مريض لپاره همغه د تجربه لرونكي ډاكټر په مشوره عمل كول كفايت كوي.

تغير في خلق الله يعني د الله جل جلاله له لخوا په ورکړل شوي بدن کې بدلون راوستل  يا په هغه څه چې الله جل جلاله انسان ته ورکړي په هغه خوابدي ښکاره کولو ته وايي لکه د يو چا غاښونه اوږده وي يا يي د غاښونو تر منځ فاصله زياته وي په دې باندي خفه کيدلو يا د اوږدو غاښونو لنډولو ته تغير في خلق الله وايي چې د دې په کوونکو لعنت ويل شوى دى.

الله جل جلاله فرمايي:

(إِنْ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ إِلا إِنَاثًا وَإِنْ يَدْعُونَ إِلا شَيْطَانًا مَرِيدًا لَعَنَهُ اللَّهُ وَقَالَ لأتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَفْرُوضًا وَلأضِلَّنَّهُمْ وَلأمَنِّيَنَّهُمْ وَلآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الأنْعَامِ وَلآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ وَمَنْ يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُبِينًا) النساء١١٧- ١١٩

هغوى له الله جل جلاله څخه پرته د ښځينه بتانو بندګې کوي، هغوى هغه باغي شيطان معبود ګرځوي چې الله جل جلاله پرې لعنت ويلى (هغوى د هغه شيطان اطاعت کوي) چې هغه الله ته ويلي وو چې “زه به ستا له بندګانو څخه يوه ټاکلې برخه واخلم، زه به هغوى منحرف کړم، زه به هغوى په هيلو کې لتاړ کړم، زه به هغوي ته امر وکړم او هغوى به زما په امر د څارويو غوږونه پرې کړي او زه به هغو ته امر کړم او هغوى به زما په امر په خدايي جوړښت او پيدايښت کې بدلون راولي.”  چا چې دا شيطان د الله جل جلاله پر ځاى خپل ولي او سرپرست ونيو هغه په ښکاره په زيان کې وغورځيد.په نبوي احاديثو كې داسي دلايل شته چې د مرض په خاطر د اصلي غاښونو په لري كولو باندي استدلال كوي، بلكې كه د ويستل شويو غاښونو پرځاى نور غاښونه کار نه ورکوی، نو هغه وخت بيا له سرو زرو څخه كار اخيستل هم جايز دى.

امام مسلم رحمه الله له عبدالله بن مسعود رضى الله عنهما څخه روايت کوي: “نبي کريم صلى الله عليه وسلم په هغه کسانو چې خالونه وهي يا خلكو ته خالونه وروهي، يا هغه كسان چې د وروځو ويښتان باسي او پر هغه كسانو چې د ښكلا لپاره غاښونه نري كوي لعنت ويلى دى.

وروسته عبد الله رضى الله تعالى عنهما وفرمايل چې موږ څنګه پر هغه خلكو چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم پرې لعنت ويلى لعنت ونه وايو. دا حديث صحيح مسلم روايت كړى.

امام نووي رحمه الله فرمايي:

پدې حديث كې مراد هغه ښځه ده چې خپل غاښونه په سولولو سره نازك جوړوي، د مخي دوه يا څلورو غاښونو په سولولو سره ښځه ښايسته ښكاري، دا كارونه اكثره وخت د پاخه عمر ښځي كوي تر څو كم عمره ښكاره شي. دا ځكه چې د مخكيني دوه غاښونو تر منځ كمه فاصله د كم عمره نجونو وي، او كله چې ښځه زړه شي هغه وخت د ښځو د مخې غاښونه غټيږي او په خپلو كې سره لګيږي، نو د غاښونو په سولولو سره هغه ښځي بيا ښايسته ښكاري، او خلكو ته داسي په نظر كې وركوي چې دا كم عمره نجلۍ ده، نو پاسني حديث ته په كتو سره د داسي كار كول حرام دى، دا په دې خاطر هم حرام دي چې دا د الله جل جلاله په وركړل شوي صورت كې تغير راوستل دي او بل لوري ته دا جعل كاري يا د ځان غولول هم دي.

امام نووي رحمه الله په خپلو خبرو كې د غاښونو د عيب د مخ نيوي په خاطر د علاج كولو او د الله جل جلاله د وركړل شوي صورت په شكل كې بدلون راوړل تر څو خلكو ته ښايسته ښكاره شي دواړه په څرګندو ټكو كې بيان كړي دي.  نو په همدې خاطر كه لومړۍ خبرې ته ځير شو نو د ستونزې د مخ نيوي په خاطر د غاښونو د بدلول يا سلول مباح كار دى، ولي د ځان د ښايسته كولو په خاطر د غاښونو بدلول يا سولول حرام دى.

عرفجه بن اسعد رضى الله عنه وايي: هغه د جهالت په وخت كې د يوم الكلام په جنګ كې پوزه زخمي شوه، نو هغه په خپله پوزه باندي سپين زر كيښودل چې يو څو ورځې وروسته هغو بد بوي پيل كړ، بيا نبي كريم صلى الله عليه وسلم هغه ته حكم وكړ چې له سرو زرو څخه كار واخلي. دا حديث سنن ترمذي، سنن ابو داود او سنن نسائي روايت كړي،او علامه الباني رحمه الله په خپل كتاب (ارواء الغليل) كې ذكر كړي دي.

په نبوي احاديثو كې داسي دلايل شته چې د مرض په خاطر د اصلي غاښونو په لري كولو باندي استدلال كوي، بلكې كه د ويستل شويو غاښونو پرځاى نور غاښونه كار نه وركوي نو  هغه وخت بيا له سرو زرو څخه كار اخيستل هم جايز دى.

د مستقبل فتوا د ټولنې علما وايي چې د اړتيا پر وخت د سرو زرو غاښونه ايښودل هم جايز دي، خو شرط يي دا دى چې كه د هغو غاښونو پرځاى نور غاښونه سم نه راځي. د اسلامي فتاوى ۴/ ۲۴۸ نمبر وګورئ.

و الله اعلم

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب