د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو ځینې علتونه

البته، د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو ډېر علتونه دي، اما، یو تعداد خلک د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو اصلي علت د دین او سیاست یوځای کېدل ګڼي، او دوی په دغه فکر دي چې دین له سیاست څخه باید جدا شي. زه پخپله له دغه مفکورې او نظریې سره د زړه له کومي مخالف یم او دغه نظریه باالکل له حقیقت څخه لرې ګڼم. زما په فکر سره د دغې ټکي صحیح حالت باید داسې ولیکل شي چې په ”اسلام کې دین او سیاست یو له بله نشي جدا کېدلی“. 

اسلامي سیاست له ټولو سیاستونو څخه بهترین او کامیاب سیاست دی. ځنې خلک د دین او سیاست جدا کېدل غواړي، او دوی فکر کوي چې د مسلمانانو د وروسته پاته کېدو یو عمده علت همدا دی. زه غواړم خپل نظر د دغه نظریې د ردولو په برخه کې په لاندې ډول وړاندې کړم:
۱- مسلمان سیاستوال باید خپلو خلکو ته دروغ ونه وایي، د دروغو وعدې ورنکړي، خپل خلک دوکه نکړي، حقیقي او د عملي کېدو وړ وعدې ورکړي، او بیا په خپلو وعدو وفا وکړي، او خپلو خلکو ته د زړه له کومي خدمت وکړي. نو ووایه! له دغې سیاست څخه بل ښه سیاست شته؟ په اوسني وخت کې اکثره خلک له دغو څخه ډېر ځورېږي، چې سیاستوال د خلکو د یوې رأیې د لاسته راوړلو د پاره د دروغو وعدې ورکوي، یعنې، سیاست دوی ته دروغ ویل، خلکو ته دوکه ورکول، ناحقه چالاکي کول او د خلکو په سترګو کې خاورې اچول، معرفي شوی او دغه حقیقت هم دی.

نو ګرانو او قدرمنو لوستونکو! تاسې پخپله قضاوت وکړی چې کوم سیاست به ښه سیاست وي؟ داچې مسلمان سیاستوال هم دغه اسلامي سیاست نه تطبیق کوي، نو هغه ته بیا صحیح او مکمل مسلمان نشي ویل کېدای، او د هغو څخه باید هېڅ کوم مسلمان دفاع ونکړي.

۲- ځنې مسلمانان وایي چې دین له سیاست څخه جدا شي، او دوی فکر کوي چې د اسلام له لارې ترقي او پرمختګ امکان نلري. دا ټول دلیلونه د منلو وړ ندي. ګرانو او محترمو لوستونکو! د الله(ج) په خاطر فکر وکړی، چې مونږه ولې اسلام ملامت کوو. د اسلام په کوم ځای کې یې ویلي چه علم مکوی؟ زما په فکر سره اسلام شاید اولینی دین وي چې خپلو پیروانو ته په ښکاره ډول د علم د لاسته راوړلو د پاره امر او بلنه ورکوي. اسلام وایي: ښه سبق ووایه او ښه تکړه مسلمان هم پاته ښه. زه پخپله چې هر څومره په دغه حصه کې فکر وکړم، نو بیا بیا قانع شم چې شکر دی چې زه الحمدالله، الله(ج) یو مسلمان پیدا کړی یم. مسلمان شاګرد باید تر ټولو څخه زیات ښه سړی او ښه پوه شاګرد وي. متأسفانه، د ځنو افغانانو دغه ډېر بد عادت دی چې د خپل بام واوره هر وخت د بل چا کورته ور اچوي. ددې پر ځای چې خپل ځانونه ملامت کړي، هر وخت بل څوک ملامت بولي، او هم ځنې افغانان، اسلام په غلطه او ډېره سپین سترګۍ ملامت بولي. په کوم ځای کې اسلام درته ویلي دي، چې ته ښه تکړه ساینس دان مه کېږه؟ په کوم ځای کې یي درته ویلى دي چې ته تر ټولو باید په هر نېک کار کې مخکښ نوې؟ اسلام په کوم ځای کې درته ویلي دي چې ته د ساینس او تکنالوجۍ مخالف و اوسه؟ تا پخپله چې صحیح درس ندی زده کړی، او خپل وخت د په مزو، چړچو، ډرامو او بنډارو تېر کړی، او اوس په هر ځای او هر مناسب وخت کې په ناحقه اسلام ټکوې، او وایې چې حتمي په اسلام کې سیاست له دین څخه جدا شي. یو ځل بیا تکراروم چې په اسلام کې سیاست ریښتیا ویلو، سمې وعدې ورکول او بیا د هغه په صحیح توګه عملي کول، د یوه ملک ټولو وګړو ته په صحیح توګه خدمت کول آیا دغه کوم بد کار دی؟ اسلام خپل پیروان د علم حاصلولو ته هڅوي، نو اې بې انصافه! ته ولې وایې چې باید دین له سیاست څخه جدا شي. زما په فکر سره د اسلام د وروسته پاته کېدلو اصلي علت دا دی، چې سیاست له دین څخه له ډېر پخواه څخه په غیر مستقیم ډول په اسلامي ملکونو کې جدا شوی دی.
که څوک خپل ځان د یوه اسلامي ګوند غړی او متعهد بولي، او هم په عین وخت کې پدې فکر وي چې سیاست او دین باید جدا وي، نو دغه ددې معنٰی ورکوي لکه چې کوم یو شاګرد د امتحان په ورځ په غلط ځای کې ناست او د غلط مضمون د پارچې په حل بوخت وى. یعنې دغه شانته خلک په غلط ځای کې ناست دي، د غلطې پارچې د حل کولو کوښښ به کوي، اما په آخر کې به هغه مطلق ناکام کېږي.

یو وخت له ما سره د حج په سفر کې ۲ د طب د پوهنځۍ استادان او یو بل ورور چې په جاپان کې یې د الکترانېکس په رښته کې PhD کړي وه، ملګري و. همدغه دواړه د طب د پوهنځۍ استادان ډېر زیرک او هوښیار خلک و. دوی دواړه په حقیقت کې په غربي نړۍ کې مسلمانان ساینس دان و. دوی ډېر خاکسره او د ښو اخلاقو خاوندان و. د هغه دریم نفر سره په هغه وخت کې د BlackBerry موبایل تلفون و، چې هغه موبایلونه په هغه وخت کې بازار ته وړاندې شوي نه و. د هغې سره یې اولینی Prototype موجود و، او هغې ماته ویل چې دغه موبایل دده بچۍ دی. یعنې دغه موبایل تلفون ده ډیزاین کړی و. دغه ۳ واړه دومره ښه خلک و، چې زما به هېڅکله هم دوی هېر نشي. په بل عبارت په حقیقت کې همدغه ۳ مسلمان ساینس دان و. دوی دری واړه د ورېښمینو د بړستنو په شان نرم خلک و، او دوی هېڅکله په دغه مفکوره نه و چی سیاست باید له دین څخه جدا شي. د حیرانتیا خبره خو داده چې هغه خلک چې سیاست له دین څخه جدا غواړي، هغوی ته متأسفانه اسلامي او شیطاني سیاست یو شان معلومېږي.

همدارنګه، اسلام له ۱۴۳۸ کالو را پدیخواه، ټول انسانان تدبر، تحقیق، او ښه تحلیل ته هڅوي، او دغه تشویقي مفکوره به تر قیامت پورې دوام لري. یا په بل عبارت، اسلام خپلو پیروانو ته امر کوي چې د الله(ج) په خلقت کې په ډېر غور او دقت سره فکر وکړي. دغه کار ته نن سبا په مخ تللو ملکونو کې ریسرچ او تحقیق وایي. نو ګرانه لوستونکیه! اسلام په ښکاره ډول خپل پیروان ریسرچ او تحقیق ته هڅوي.
په اوسنۍ زمانه کې شاید مسلمانان تر بل هرچا زیات آیفون موبایل استعمال کړي، اما ددې په فکر کې نه دي چې ووایي چې دغه آیفون چا جوړ کړیدی؟

د یادولو وړ ده چې دغه شانته ونشي چې یو بادرده مسلمان ورور او یا خور د مسلمانانو د اوسني حالت څخه رنج وړي او غواړي د اسلام په رڼا کي نویې فیصلې وکړي، او غواړي چې په ملک کې ترقي راولي، نو بیا دغه په مختلفو نومونو متهم شي او د هغو د پرمختګ مخه ونیسي.

د پام وړ ټکي:
الف – البته دغه نقطه باید ښه واضح شي چې په اسلام کې الحمدالله د هرشي د پاره مناسب حل شته. دا چې مونږه په هغه پوهېږو او کنه؟ هغه زمونږه د پوهې کمي ده.

ب – د دیني علماوو مسٔولیت دی چې اسلام په حقیقي بڼه خلکو ته ور وپېژني. په اسلامي نظام کې کار باید اهل د کار ته وسپارل شي. یعنې اول اهل د کار په عالي سویه تربیه شي، او کوښښ وشي چې په هر مسلک کې ښه تکړه مسلمان کدرونه وروزل شي. مسلمانان باید دغه کوښښ ونکړي چې دوی هر کاره او بیا په حقیقت کې هېڅ کاره وي. هر مسلمان باید یو کار او یو مسلک د خپل ځان د پاره انتخاب کړي او په هغه کې د بیا ځان ښه ورسوي.

ج – د هغو وروڼو او خویندو مخه په یوه بهانه او بله بهانه و نه نیول شي چې هغه د زړه له کومي په ډېر اخلاص د علم او د وطن پرمختګ د اسلام په رڼا کې غواړي، او نه په هغوی باندې ناحقه یو ډول او بل ډول تهمتونه ولګول شي. هغو وروڼو او خویندو ته باید زمینه برابره شي، چې هغه په ریښتیا سره له خپلو عصري علومو څخه په ښه توګه د اسلام په رڼا کې د خپل وطن د اولاد او راتلونکي نسل د تربیې د پاره ګټه پورته کړي.

د – زمونږه د ملک یو پخوانۍ مشکل دلته وو چې ځنو نفرو به چې په خارج کې تحصیل وکړ، نو هغه به بیا په لمانځه او اوداسه شرمیدل. دوی فکر کاوه چې اوس خو دوی په اصطلاح روشنفکران دي، او دوی په حقیقت کې روشنفکري سرچپه پېژندلې وه. د ځنو هدف داوو چې حقیقي مسلمانان له پرمخ تللي علم څخه محروم کړي. تحصیلي بورسونه به د دوی ملګرو او خپلو خپلوانو ته ور کول کېدل. اما، الحمدالله، په اوسني وخت کې ځنې با درده ځوان مسلمان نسل دغې نقطې ته ډېر متوجه شویدي، او هغه الحمدالله فعلاً په ډېړو مسلکو کې ډېر پر مخ تللي دي، چې دغه د هر مسلمان افغان د پاره د خوښحالی ښه زېری دی.

نوټ: هېره د نوي چې زما لیکنه په هېڅ صورت کې د ټولو وروڼو او خویندو په برخه کې صدق نکوي او نه زما دغه مقصد دی چې د ټولو په برخه کې خپل قضاوت وکړم. الحمدالله، مونږه ډېر ښه تکړه او صادق نفر په ګران افغانستان کې لرو. اما، د دغه ناوړه حقیقت څخه هم سترګې نشو پټولی، چې یو مضر اقلیت ټول ملک ګروګان نیولی دی.

په پای کې د زړه له کومي دعا کوم چې الله(ج) د اول ما ته، بیا زما ټولو اولادو ته، او بیا د ما د کورنۍ ټولو غړو ته، او بیا ټولو افغانانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته هدایت د نېکۍ وکړي، او الله(ج) د مونږه ټولو ته سالم عقل او سالمه پوهه په نصیب کړي. آمین.

د دیني مدرسې او پوهنتون تر منځ فاصله

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب