د مسلمانانو د فتحې عمده راز په څه کي ده؟

 

یو وار د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه یو استازی له یوې غزا راغی او هغو ته یې د فتحې او کامیابې زیری راوړ، حضرت عمر رضی الله عنه ورڅخه پوښتنه وکړه چې جګړه موڅه وخت  شروع کړه؟

هغو ورته وویل چي د سهار ختو نه مخکې.

عمررضي الله عنه بیا ورڅخه پوښتنه وکړه چي بیا تاسو پرهغوی برلاسي څه وخت حاصله کړه؟

هغو ورته وویل چې د ماښام نه لیږ مخکې.

په دې وخت کې حضرت عمر رضی االله عنه سخت وژړل تردې چې  ږیره مبارکه یې په اوښکو لمده شوه.

هغه استاذی يې ورته وویل چي تا ولې وژړل؟ ما خو تاته د فتحې او خوشحالی زیری راوړاو تا وژړل؟

هغه مبارک ورته وویل: قسم په الله جل جلاله چي دښمن هیڅکله زمونږ په مقابل کې دومره اوږد مقاومت  نه شي کولای دا چې تاسو له سهارنه مخکې جګړه شروع کړې ده او تر ماښام مخکې مو فتحه په نصیب شوه د دې اوږدی جګړي یواځنی سبب دا دی چي یا له تاسو څه ګناه شوې او یا له ما نه څه ګناه شوې.

او ورته ويې ویل چي زموږ بریا پردښمن د مجاهدینو د ډیروالې او یا د اسبابو د کثرت له امله نه ده، بلکې زموږ برلاسې پردښمن هغه د خپلو ګناهونود لږ والې او د دښمن د ګناهونو د ډیروالي له امله وې او که چیرته زمونږ او زمونږ د دښمن د ګناهونو اندازه یو برابر شي ‎، نو بیا هغوی پر مونږ بریا ترلاسه کوي، که زموږتعداد او اسباب هرڅومره زیات او قوي هم وي.

نو که موږ واقعاً غواړو چي زموږ دښمن دې ناکامه او ذلیله شي لمړی باید چي ټول ملګری پر خپلو ټولو تېرو ګناهونو الله تعالی ته په اخلاص توبه وباسو.

ليکنه: ابو ادریس عبرت مهاجر.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب