د مرتد پېژندنه او د ارتداد احکام

په عربي ژبدود کې ارتداد واپس کېدلو ته ويل کيږي . لکه چې يو سړ ى له کوم .ځاى څخه راغلى وي بېرته ور وګرځي خو دغه لفظ کفر ته په بېرته ګرځېدلو پورې اختصاص لري . البته دلته ورڅخه هدف دعاقل ، بالغ مسلمان له جبر او زور څخه پرته په خپله خوښه کفرته ورګرځېدل دي برابره خبره ده چې نارينه وي او که ښځينه خو دليوني او ماشوم ارتداد هيڅ اعتبار نه لري دا ځکه چې دواړه غير مکلف دي . په همدې تو ګه په زور سره دکفر دکلمې په ويلو يو څوک نه کافر کيږي په دې شرط چې زړه يي په ايمان ډاډه اوسي .

پوهندوى محمدشريف”رحمانى”
دننګرهارپوهنتون دشرعياتوپوهنځى استاد

اوس پوښتنه داده چې يو مومن مسلمان څه وخت مرتدد گرځي ؟ ددې پوښتنې ځواب دادى چې کله هم دچا سينه کفر ته خلاصه او په کفر ډاډه او په عملي تو ګه په کفر کې داخل شي . دمثال په تو ګه :
لومړى : ددين دڅرګندو شيانو څخه انکارکول: لکه دالله جل جلا له له وحدانيت ، پرښتو او دمحمد صلى الله عليه وسلم له نبوت ، قرانکريم ،اخرت ، لمانځه ، روژې او زکات څخه انکار کول .
دويـم: دحرام شي حلال گڼل : لکه شراب څښل ، زنا ، قمار ، سود ، دخوګ دغوښې خوراک ، غلا او قتل .
درېـم : دهغو شيانو حرامول چې د امت په اتفاق سره حلال ګڼل شوي وي .
څلورم : رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ښکنځلې کول او يا ورپورې ملنډې او ټوقې کول په همدې توګه هر پېغمبر ته چې وي سپکې سپورې او ناوړه الفاظ استعمالول دارتداد لامل ګرزي .
پينځم : داسلام سپېڅلي دين ته ښکنځلې کول قران کريم او نبوي سنتو پورې ټوقې او عيب لګول او په همدې تو ګه دقران کريم د شرعي پرېکړو او قوانينو پرېښودل او دبشر په لاس جوړو شويو قوانينو ته ترجېح ورکول .
شپږم : ددې خبرې ادعا کول چې پر ما باندې وحې نازليږي دا ځکه چې دنبوت دروازه بنده شوې محمد صلى الله عليه وسلم تر قيامته پورې نړيوال نبي دى .
اوم : دقرانکريم او نبوي سنتو په ګندګيو کې غورځول او همدې توګه په هره بڼه چې وي دقران او سنت توهين  دارتداد سبب دى .
اتـم : دالله جل جلا له دسپېڅلو نومونو سپکاوى او همدې توګه  دالهي او امرو او نواهيو وعداو وعيدتوهين کول.
دمرتدسزا:
ارتداد يو داسې ستر اولوى جرم دى چې پخواني ټول نيک اعمال او کړه وړه له منځه وړي او په اخرت کې دستر او لوى عذاب لامل ګرزي قران عظيم الشان د غه مطلب داسې روښانه کوي( وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْکُمْ عَنْ دِيْنِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ کَافِر فَاءُوليِکَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِىْ الدُنَيا وَاْلا َخِرة وَاُو لَيکَ اَصْحَابُ النارِ هُمْ فِيْهَا خَالِدُوْن )
ژباړه : او څوک چې له خپل دين راوګرځي په داسې حال کې مړشي چې کافر وي . دداسې خلکو نيک کړه وړه په دنيا او اخرت کې برباد او نا بوددي او دا خلک داور ملګري دي چې تل تر تله به په کې او سيږي .
عن ابن عباس رضى الله عنه ان رسول الله قال  ان رسول الله قال ( من بدل دينه فا قتلوه ) رواه البخارى ومسلم
ژباړه : له ابن عباس رضى الله عنه څخه روايت دى چې بېشکه پېغمبر صلى الله عليه وسلم ويلي دي : څوک چې خپل دين بدل کړي ( مرتد شي  ) ويي وژنۍ.
په همدې توګه له حضرت جابر رضى الله عنه څخه روايت دى : ان امراة يقال لها ام مروان ارتدت فامر النبى بان يعرض عليها الا سلام فان تابت والا قتلت فابت ان تسلم فقتلت .  سنن دار قطنى و سنن بيهقى
ژباړه : بېشکه يوه ښځه چې ام مروان نو مېدله مرتده شوله پېغمبر صلى الله عليه وسلم امر وکړ چې اسلام ورته وړاندې کړۍ که چېرې يي تو به وويستله ښه تر ښه او که نه ودې وژله شي نو له اسلام څخه يي انکار وکړ نو ووژلاى شوه.
په همدې تو ګه داخبره يو څرګند حقيقت دى چې ابوبکر صديق رضى الله عنه دعربى قبايلو له مرتدينو سره جنګېدلى و تردې پورې چې هغوۍ بېرته اسلام راوړ دمرتد په وژلو کې داسلامي امت هيڅ يوه عالم اختلاف نه دى کړى .
دمرتد دوژلو حکمت او مصلحت: داچې اسلام دژوند بشپړه تګلاره ده ، اسلام هم دين دى هم دولت ، هم عبادت او قيادت او هم روح او ما ده او هم دنيا او اخرت . چې دعقل او منطق پر اساس ټينګښت لري په اسلامي عقيده او شريعت کې هيڅ يو داسې کار نه شته چې له بشري فطرت سره په ټکر کې وي او يا دا چې د بشر د مادي پرمختګ په لار کې خنډ رامينځته کړي . نو هر چا چې اسلام ومانه داسلام حقيقت يي و پېژاند او داسلام خوند يي وڅکلو نو هر کله  چې يو سړى له اسلامه څخه ووځي او مرتد  شي په واقعيت کې داسې دى چې له حق او  منطق څخه وتلى ددليل او برهان څخه منکر شوى دى هرکله چې يو انسان دانحطاط او ځوړتيا په دومره په ټيټه کنده کې سقوط وکړي دداسې شخصيت ژوند په ټولنه کې ضروري نه بريښي دا ځکه چې ژوند يي له هدف نه برخمن نه دى .
له بلې خوا اسلام دژوند عام او بشپړ نظام دى دبشر دژوند ټولو اړخونو ته شامل دى له اسلام نه وتل او ارتداد داسې مثال لري لکه چې يو څوک ديو نظام پر خلاف داو ښتو ن لپاره په پاڅون لاس پورې کوي ، وضعي قوانين هم په دې صراحت کوي چې يو څوک دنظام پر خلاف په کړنې لاس پورې کړي دمرګ سزا دې ورکړاى شي .هر څوک چې وي برابره خبره ده چې په کمونستي نظام پورې اړه ولري او که په کا پيټا لسټي ، کله هم چې ددولت له نظام څخه خارج شي دهيواد پر  خلاف په ملي خيانت تورن او داعدام سزا ورکولاي شي ، نو داسلام په سپېڅلي شريعت کې دمرتد سزا منطقي او له نورو نظامونو سره يو شان ده .
دمرتد لپاره دتو بې فرصت او وخت ورکول:
ډېر ځله ارتداد په زړونو کې دشکونو او شبهاتو له امله رامينځته کيږي لازمه ده چې دمرتددشکونو او شبهاتو دپاى ته رسولو لپار ه هغه ته پوره وخت ورکړى شي ، دلايل او براهين ور وړاندې شي او زړه يي بېرته په ايمان او يقين منور کړى شي دتو بې لپاره درې ورځې وخت ورکړشوى دى ،که چېرې شکونه او شبهات لرې کړى شول او اسلام ته راوګرځېد ښه تر ښه ، اوکه نه نو حد به پرې قايم کړى شي .
دمرتد احکام :
هر کله چې يو مسلمان مرتد شي په ارتداد يي لاندې اثار مرتب کيږي :
١. دزوجيت داړيکې پاى ته رسېدل . که مېړه مرتد شي او که ښځه، دنکاح اړيکه له مينځه ځي .
٢. دميراث څخه محروميت.
مرتد دخپلوانو دمړينې په صورت کې له يوه څخه هم ميراث نه شي وړلاى .
٣. په بل چا دولايت او تصرف داهليت له مينځه تلل ، مرتد نه شي کولاى چې خپلې لوڼې په نکاح ورکړي دده تړونونه باطل او تصرف يي سلب دى .
وړانديزونه :
داچې نن په اسلامي نړۍ کې دارتداد فتنه زياته ده .ددې لامل ددين د اساساتو او شريعت په هکله له پوره جهل او نا پوهۍ څخه سرچينه نيسي. نو پر دې اساس لازمه ده چې په دې هکله لاندې چاروته توجه وشي :
١. دښوونې او روزنې په نصاب کې دغه مضمون شاملول تر څو خلک ارتداد او دارتداد احکام وپيژني .
٢. دراديو تلويزيون له لارې دارتداد داحکامو او پايلو بيانول .
٣. داو قافو وزارت له خوادې امامانو او خطيبانو ته دنده
و سپارل شي تر څو دارتداد احکام دمحراب او منبر څخه خلکو ته بيان کړي .
٤. دولت بايد مکلف وي تر څو داسلام دبشپړې پو هې په هکله ټول وسايل او امکانات په کار واچوي .
٥. دولت وجيبه لري چې بيرونيو هيوادونو ته دافرصت برابر نه کړي چې دخيريه چارو د تر سره کولو په نتيجه کې خپل ناوړه افکار او خيالات زمونږ په ولس کې خپاره کړي . او دلته داسې بانډونه جوړکړي چې زمونږ ملي وحدت او ځمکنۍ بشپړ تيا او ثبات ته صدمه پېښه کړي .
٦. دهيواد قضايه قوه مکلفه ده چې مرتدينو ته دتوبې دعدم په صورت کې دمرګ سزا ورکړي .
٧. دهيواد امنيتي ځواکونه بايد دنده و لري چې مرتدين وڅاري او موقع ورنه کړي چې دهيواد يووالي او امن ته ګواښ پېښ کړي .
٨. داچې داسلام سپېڅلي دين دنورو دينونو په څېر تحريف شوى او مسخ شوى دين نه دى بلکې حق سپېڅلى له هر رنګه تحريف او بدلون څخه يي دپروردګار له خوا دساتنې تضمين شوى.لازمه ده چې دولت په پو هنتونو او علمي موسسو کې داسلام پوهنې لوى لوى سيمينارونه او ورکشاپونه داير کړي او دخيرنيزو وسايلو له لارې دټول ملت دفهم په خاطر داستفادې وړوګرځي.
٩. داسلامي نړۍ دروشنفکرو علماو راغوښتل او داسلامي هيوادونو تر مينځ دعلمي وفدونو تبادله او د يو بل له تجاربو څخه استفاده .
١٠. په مرکز او ولاياتو کې دسترو کتابتونونو ايجاد او دټولو تخنيکي او دنويو مدرنو وسايلو دتسهيلاتو برابرول .
١١. اسلامي محققينو ته جوايز او مادي امکانات برابرول ، دهغوى علمي اثار چاپول او ملت ته يي وړيا ويشل.

پوهندوى محمدشريف”رحمانى”
دننګرهارپوهنتون دشرعياتوپوهنځى استاد

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب