
د مدیریتي دندو تحلیل او مقایسه
مقدمه:
مدیریت په معاصرې نړۍ کې د هر ډول سازمان، ادارې او ټولنې د بریالیتوب بنسټیز عنصر ګڼل کېږي. که څه هم امکانات او سرچینې مهم رول لري، خو د همدې منابعو اغېزمن استعمال د مدیریت له دندو سره مستقیم تړاو لري. مدیریت هغه پروسه ده چې له لارې یې د ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو لپاره بشري او مادي منابع منظم، رهبري او کنټرول کېږي.
په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د مدیریت دندې د بېلابېلو مشهورو پوهانو له نظره وڅېړل شي، تر څو وکولای شو د مدیریت د عملي اړخ په اړه بشپړ درک ترلاسه کړو. همدارنګه دا روښانه کېږي چې د مدیریت دندې یوازې نظري مفاهیم نه دي، بلکې په عملي ژوند کې د هرې ادارې د بریا لپاره حیاتي اهمیت لري.
د بریالي مدیریت ځانګړنه یوازې دا نه ده چې مدیر د ځان لپاره قناعت بخښونکی عمل ترسره کړي، بلکې دا هم ده چې د خپل سازمان لپاره مسؤلیت منونکی ماموریت ترسره کړي، د ادارې اهداف په مؤثر ډول تحقق ورکړي او د سازمان د پرمختګ لپاره مناسب شرایط برابر کړي.
د مدیریتي دندو په اړه مهم نظریات په لاندې ډول مطرح کیږي:
په مدیریتي علومو کې بېلابېلو پوهانو د مدیریت دندو ته بېلابېل لیدلوري وړاندې کړي دي. دلته د څو مشهورو نظریو لنډه یادونه کوو:
۱- هنري فایول (Henri Fayol – 1916):
د هنري فایول له نظره مدیریت پنځه اساسي دندې لري:
•ـ پلان جوړونه.
•ـ تنظیم.
•ـ همغږي.
•ـ رهبري.
•ـ کنټرول.
فایول د مدیریت د کلاسیکي نظریه لرونکو پوهانو څخه ګڼل کېږي او د هغه دا ډلبندي د مدیریت په علم کې تر ټولو ډېره منل شوې ده.
۲- لوتر ګوليک او ارویک (Luther Gulick & Urwick – 1937):
د دوی له نظره مدیریت اووه دندې لري:
•ـ پلان جوړونه.
•ـ تنظیم.
•ـ ګمارنه (استخدام).
•ـ لارښوونه.
•ـ همغږي.
•ـ راپور ورکول.
•ـ بودیجه جوړونه.
دا نظریه د ادارې د عملي فعالیتونو پراخ انځور وړاندې کوي او د مدیریت د اجرایي اړخونو تفصیل پکې زیات دی.
۳- د امریکا مدیریتي انجمن (AMA)
د امریکا د مدیریتي انجمن له مخې د مدیریت اته دندې پېژندل شوې دي:
•ـ پلان جوړونه.
•ـ تصمیم نیونه.
•ـ تنظیم.
•ـ ګمارنه.
•ـ اړیکې.
•ـ انګیزه ورکول.
•ـ رهبري.
•ـ کنټرول.
دا نظریه د مدیریت ټولنیز او انساني اړخ ته ځانګړې پاملرنه کوي، په ځانګړي ډول اړیکو او انګیزې ته.
۴- فریدریک ټایلور (Frederick Taylor):
د فریدریک ټایلور له نظره مدیریت شپږ اساسي دندې لري:
•ـ پلان جوړونه.
•ـ تنظیم.
•ـ ګمارنه.
•ـ لارښوونه.
•ـ همغږي.
•ـ کنټرول.
ټایلور د علمي مدیریت (Scientific Management) بنسټګر ګڼل کېږي او د هغه نظریه تر ډېره په عملي او تولیدي ساحو کې اغېز لري.
د ذکر شويو نظریاتو تحليل په لاندې ډول دی:
د دې نظریاتو له مقایسې څخه څرګندیږي چې که څه هم د پوهانو ترمنځ د دندو په شمېر او نومونو کې توپیر موجود دی، خو په اصل کې ټولې نظریې په څو اساسي ګډو عناصرو راڅرخي، لکه: پلان جوړونه، تنظیم او کنټرول.
پلان جوړونه د ټولو نظریو مشترک ټکی دی، ځکه هره اداره د هدف د ترلاسه کولو لپاره پلان ته اړتیا لري.
تنظیم د منابعو د ترتیب او همغږۍ لپاره اړین دی.
کنټرول د دې لپاره دی چې معلومه شي ټاکل شوي اهداف تر کومه بریده ترلاسه شوي دي.
ځینې نظریې لکه د ګوليک او ارویک نظریه د اجرايي اړخونو (لکه راپور ورکول او بودیجه) ته زیات تمرکز کوي، په داسې حال کې چې د AMA نظریه انساني اړیکې او انګیزه د مدیریت مهمه برخه ګڼي. له بلې خوا، د فایول نظریه د مدیریت یو متوازن او جامع چوکاټ وړاندې کوي چې تر ډېره د کلاسیک مدیریت بنسټ جوړوي.
نو ویلای شو چې هېڅ یوه نظریه په یوازې ځان بشپړه نه ده، بلکې د ټولو نظریو ګډ استعمال کولای شي یو مدیر ته د ښه او مؤثر مدیریت لپاره جامع لاره برابره کړي.
پایله؛
په پای کې ویلای شو چې د مدیریت دندې د بېلابېلو پوهانو له نظره په مختلفو بڼو وړاندې شوې دي، خو په بنسټ کې ټولې نظریې یو ګډ هدف تعقیبوي، هغه د سازماني موخو ترلاسه کول دي. د فایول نظریه د مدیریت یو منظم او ساده چوکاټ وړاندې کوي، په داسې حال کې چې د نورو پوهانو نظریې د مدیریت دندې لا نورې پراخې او تفصیلي کوي.
د یو بریالي مدیر لپاره اړینه ده چې د مدیریت د دندو په ټولو اړخونو پوهه ولري او په عملي توګه یې تطبیق کړي. همدارنګه د مختلفو نظریو ترمنځ توازن ساتل کولای شي د سازمان د موثریت او کامیابۍ کچه لوړه کړي.
لیکنه: ماسټر حسیب الله وحدت.
ښايي دا لیکنه مو خوښه شي: خپل مدیریت څنګه پیل کړو؟






