د محمود خان پل په اړه

کابل ډیر پلونه لري ، خو یو مشهور پل پکې د محمود خان پل دی. دغه پل د افغانستان د جمهوري ارګ په ختیزه برخه یا دوه کیلومترۍ کې موقعیت لري او د کابل پر سیند جوړ شوی دی. دغه پل د کابل عېدګاه جومات او د خپلواکۍ د جشن سیمې ته نږدې پروت دی.

د کابل سیند په دوبي کې چندانې اوبه نلري ، خوکله چې په ژمي کې ډیرې واورې او په په پسرلي کې زیات بارانونه واورې او اورښتونه وشي نو د کابل په سیند کې اوبه هم ډیرې شي .

د کابل دمشهورو او تاریخي پلونو نه یو هم د محمود خان پل دی چې دبیات دقوم دمشهور سردار اومشر محمو دخان بیات دنامه په وجه د محمود خان په پله نومول شوی دی. دبیات قوم هغه ترک توکمه قوم دی چې کله احمدشاه بابا دایران پر نیشاپور بریدونه وکړل نودبیات دقوم یو شمیرخلک یې له ځانه سره افغانستان ته راوستل چې ځینې يې په هرات ، کندهار او غزني کې میشته شول. دکندهارد بیات قوم یوشمیر خلک دا حمدشاه بابا په پوځ کې شامل شول او دده ګارد او محافظت په ساتنه کې یې هم دندې درلودلې ،ددوی ځیني مشران داحمدشاه بابا په دربار کې ده ته نږدې خلک ول، په تېره بیا دکندهار په بیاتانو کې عباس قلي بیات او دده ورور محمود خان بیات د احمدشاه بابا د دربار له مقربینو او نږدې کسانو نه نه ول. د دې لپاره چې درانی تیمورشاه د محمود خان بیات دورور عباس قلي خان بیات زوم و او کله چې تیمورشاه دراني دافغانستان پلازميېنه له کندهاره کابل ته ولېږدوله تیمورشاه دراني په دربار کې له خپلو نږدې خپلوانو او دوستانو په لړکې محمود خان بیات هم له ځانه سره له کندهاره کابل ته راووست او د کابل په ششدرک سیمه کې چې اوسني محمود خان پله ته څېرمه پرته ده ده ته ځمکه اوجاګیر ورکړ . محموخان بیات هم د کابل په ششدرک سېمه کې یوه کلا ودانه کړه او هم یې د کابل پرسیند یوپل جوړکړ چې ترنن ورځې پورې د محمود خان دپله په نامه یادیږي.

همداراز محمود خان بیات د بیات قوم له مشرانو او هم په ۱۸۴۱ زیږدیز کال دانګریزانو پر خلاف دپاڅون دشورا غړی هم و.
د محمود خان کلا وروسته په کابل کې دانګریزانوپر خلاف دملي مبارزېنواو ازادي غوښتونکو مورچل و . په تېره بیا نائب امین الله خان لوګري دانګریزانو پر خلاف خپل فعالیتونه له همدې کلا رهبري کول او انګریزانو هم پرهمدې کلا ډزې کولې .
د کابل دخلکو دملي پاڅون وروسته په ۱۸۴۱ زیږدیزکال کې د محمود خان دکلا او د محمودحان دپله دشهرت انګازې په کابل کې دخلکو تر منځ خپرې شوې .

د محمود خان پر پله انګریزانو هم د کابل دبالا حصار او شیرپورترمنځ چې ددوی پوځي اډه وه تګ راتګ کاوه .
تر هغه وروسته دافغانستان پاچا سراج الملة والدین امیر حبیب الله خان هم هرکال دروژې په میاشت کې له ارګه پردې پل تېریده او د کابل دعیدګاه په جومات کې به یې دماښام ، ماخستن او دتراویح لمونځونه کول.امیر حبیب الله خان دغه پل له سره ورغاوه او هلته یې دساعت یو برج هم جوړکړ چې د کابل په خپلمنځي جګړو کې دغه برج وران او بیا له سره ورغول شو او تر ننه پورې دغه برج شته .تر هغه وروسته د افغانستان دخپلواکۍ اتل اما ن الله خان هم پر همدې پله تګ راتګ کاوه .دظاهرخان دواکمنۍ په وخت کې پاچا دځانګړو تشریفاتوسره له ارګه راووت او بیا دافغانستان دخپلواکۍ دجشن په مراسمو کې به دوږي په لومړۍ نېټه دپوځي پریډ ( رسم ګذشت )لپاره به د دې پله له لارې سلطنتي لوژ ته ورته او دپوځي پریډ ننداره به یې کوله .

همداراز شهید داودخان به هم دجمهوریت دورځې په مناسبت دچنګاښ دمیاشتې په ۲۶ مه نېټه پردې پله تېریده او دپوځي بریډ او رسم ګذشت معاینه او ننداره به یې کوله .دالړۍ ترده وروسته هم څو کلونه روانه وه .
د محمود خان پل په دې وروستیو کلونو کې چې په کابل کې د چاودنو له کبله وران شوی و دترکیي دحکومت لخوا د۸۰۰ زرو ډالرو په لګښت ورغول شو .
—————————–
منابع او سرچینې :
۱-دافغانستان فردا سايټ ، د استاد شاه محمود محمود لیکنه
۲- دارواښاد عزیزالدین وکیلي پوپلزي کتاب ، تیمورشاه دراني . د کابل چاپ
۳- معلومات مختصر درباره قوم بیات درافغانستان 

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب