د ماشومانو د روزنې له پاره څو کرښې!

لومړۍ ډالۍ لور ته ورکړئ.

د ماشومانو سره ماشومانه لوبې وکړې.
خپلو ماشومانو ته شخصیت ورکړې.
ماشومانو ته په سلام ورکولو، هغوی ته شخصیت ورکوئ.
خپل ماشوم ښکل کړې، په هر ځل ښکلولو د جنت یوه درجه لاسته راوړئ.
د ماشوم په ماشومانه کارو مه خاندې او په کار یې ملنډې مه وهئ.
د ماشوم سره په کړې وعده وفا وکړئ.
ماشوم د ژړا په وخت کې مه رټئ، ښاییی ژړاه یې د خدای او رسول په وحدانیت شهادت وي.
ماشومان مه رټئ،
خپلو ماشومانو لپاره دعا وکړئ، په تېره بیا پلرونه.
که ماشوم ته په کورنۍ که پاملرنه وشي او احترام ورته وشي، نو ډیر لږ به یې د مور او پلار له خبرو سر غړونه وکړي.
ایمان په خپلو ماشومانو کې تقویت کړئ.
ښه روزونکی هغه کس دی چې د ماشومانو غوښتې د سمې لارې نه پوره کوي نه دا چې ماشوم په کنځلو ورټي.
ماشوم مه ډاروې؛ ډارول د ماشوم ښخصیت ورانوي او د ماشوم په رواني حالات کې اختلال مینځ ته راوړي.
ناز ورکول او ښکلول يو ډول اروايي خواړه دي چې ماشوم ډیره ورته اړتیا لري.
په ماشومانو تور مه لګوئ.
د ماشومانو پوښتنو په وړاندې بې حوصلګي مه کوئ.
د ماشوم استعداد او وړتیاوې وپېژنئ او ورته وېغوړوئ.
د ماشومانو په مخ کې هیڅکله شخړه او کنځلې مه کوئ.
خپلو ماشومانو ته قران کریم ور زده کړئ، ذهن یې روښانه کېږي.
د پيسو په ورکولو کې ماشومانو سره خاص پام وکړئ، مه یې په بندوئ، مه یې په اوروئ.
ماشومان له مرګ څخه مه ویروئ، د هغوی تر مخ مه وایې چې خدای دې ماته مرګ راکړي.
د کتابو ویلو سره ماشومانو ته ښه مفاهیم او ښه اند هغوی ته ورکړئ.
ماشوم په رښتیا ویللو عادت کړئ. په کور کې داسې کړنې وکړئ چې هغوی رښتیا ویلل زده کړي.
دا ټولې کرښې هتله په ماشومانو اثر ښيندي، چې مور، پلار او د کورنۍ غړي یې تر سره کړي.

سميع الله وردک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب