د لويديځ فكري يرغل (قرضاوي)
د اسلام د لمر وړانګې ورو ورو په خپريدو شوې او تنکي نهال یې په ځمكه كې ريښې وغځولې، د دغې ډيوې روښانونكو بڅركيو د نړى ډير تياره ګوټونه روښانه كړل او د ظلم د تيارو پر ځاى يې د عدل روښنايي خوره كړه. اسلام تيارې نړۍ ته د سولې، امن او عفت تمدن راووړ، خو د شيطان لښكرې تل د دغه سپيڅلي نور په وړاندې سره يو ځاى كيدلې او د جګړې دانې به يې ټولولې.
مسلمانانو د خپل تاريخ په اوږدو كې تل د خپل ديني هويت، د اسلام د لوړ فكر او د خپلې لویشت لویشت خاورې د ساتلو په خاطر په كلكه د يرغلګرو سره مبارزه كړې ده.
اسلامي امت په خپل تاريخ كې ډيرې هسكې ټيټې ليدلې دي او ډير ځله يې له استعمار ګرو سره ډغرې وهلې دي او هغوى ته يې غاښ ماتونكې ځوابونه وركړي دي. كله چې د شيطان لښكرې پدې پوه شوې چې له مادي پلوه په اسلامي نړۍ نه شي برلاسي كيدلاى نو يې بله لاره ونيوله
نظامي او فرهنګي استعمار
دښمن دا ځل د تورې په ځاى د فكري استعمار له لارې ميدان ته راغى، دا چې دغه دواړه ډګرونه سره څه توپير لري، په لاندې توګه يې وينو:
• نظامي استعمار هغه دى چې د مسلمانانو خاورې په ښكاره توګه تر برید لاندې راولي او فرهنګي استعمار هغه دى چې په هغې كې شخصيتونه او فكرونه تر بريد لاندې راځي.
• د نظامي بريد يا استعمار پيژندل اسانه دي او خلك هغه نه قبلوي او ورسره مرسته نه كوي بلكه د هغې سره په كلكه توګه مبارزه كوي. مګر فرهنګي استعمار په ډيره پټه توګه خپل كار ترسره كوي او د اسلامي ټولنې ريښې له منځه وړي.
• نظامي استعمار خلك د زور له لارې مجبوروي ترڅو تسليم شي، پداسې حال كې چې امتونه خپله مبارزه پيل كوي او د ازادى نهال په خپلو وينو باندې اوبه كوي، مګر فرهنګي استعمار انسانان او ملتونه له ننه څخه تخريبوي او له منځه یې وړي، د هغوى په اخلاقو او چلند كې بدلون راولي او بلاخره دوى پخپله خوښه د استعمار مرستې ته وردانګي او پخپلو لاسونو شخصيت، وياړونه او تاريخ د استعمار په پښو كې ذبحه كوي.
حقيقت دا دى چې اسلامي امت د تاريخ په اوږدو كې هيڅ كله هم د دغه ډول خطرناك بريد لاندې نه وو راغلی، دغه يرغل د دې عصر لاسته راوړنه ده چې تر نورو ټولنو نه مسلمان ملتونه ورسره ډير مخامخ دي، فرهنګي استعمار د ژوند طريقه، تربيت، فكر او فرهنګ، دودونه، قانون جوړونه، اقتصاد او سياست تر خپلې اغيزې لاندې راوستلي دي.
لویدیځ داسې کسان غواړي
نن لويدیځ هڅې كوي ترڅو داسې شخصيتونه وروزي چې د لويدیځ فرهنګ یې منلی وي او پلې كولو ته یې چمتو وي او وروسته بيا د فكري او فرهنګي رهبرۍ بار د هغوى په اوږو باندې ږدي.
موږ وينو چې ځينې خلك په بې خبرۍ سره ګام په ګام د لویدیځ په پلو روان دي او د هغوى نه ملاتړ كوی او اسلام یې هم څنګ ته ايښى دى.
د لویدیځ یوه بله فتنه د سیکولریزم نظریه ده چې له مخې یې ژوند په دوو برخو ویشي او دین ته په دنیوي چارو کې واک نه ورکوي.
مسيحيت د انسان د ژوند ويشل په دوه ټوټو باندې د الله جل جلاله سره مني. په انجيل كې راغلي دي (هغه څه چې په الله جل جلاله پورې اړه لري هغه ته یې پريږدى) خو اسلام دا نظريه نه مني.
الله جل جلاله فرمائي:
افتومنون ببعض الكتاب و تكفرون ببعض (سورة البقره: ۸۵)
آيا د كتاب په يوې برخې باندې ايمان راوړى او بله برخه یې نه قبلوى؟
كليسا بيل او اسلام بيل څه دى!
همدارنګه فرمائي:
يا ايهاالذين امنوا ادخلوا فى السلم كافة (سورة البقره۲۰۸)
اى مومنانو! په پوره توګه په اسلام كې داخل شئ.
دا ټكى بايد له ياده ونه باسو چې هغه جګړه چې د كليسا او روڼ اندو تر منځ رامنځ ته شوې وه او بلاخره د كليسا په زيان پاى ته ورسېده او په پاى كې یې دين له دولت نه ګوښه كړ، هغه جنجال دى چې د لويدځ او مسيحيت د فرهنګ په تاريخ كې یې شتون درلود او لري، خو دغه رټل شوې مفكوره د اسلام د فرهنګ په تاريخ او اسلامي تمدن كې هيڅ ځاى نه لري او نه به یې هم پيدا كړي.
د اسلام له نظره دين علم او علم دينداري ده، زموږ د جوماتونو تر چت لاندې وه چې د زده كړې تخم د وشيندل شو ټولو ته څرګند دى او دا هم د مسلمانانو له بركته وه چې نننۍ (۶۰۰) كاله وروسته پاتې اروپا مخ ته ولاړه او د رڼا په لور یې ورودانګل.
د دغه هر اړخيز يرغل پايله دا شوه چې مسلمانان خپل احساس او وياړ له لاسه وركړي او په غربي هويت او شخصيت باندې ووياړي او تر ټولو خطرناك كار يي چې تر سره كړ هغه دا وه چې د مسلمانانو نه یې داسې خلك جوړ كړل چې دوى په بې خبرى سره خپل قدمونه د لويدځ پر قدمونو باندې كيږدي او د لويدځ د تمدن ټول قوانين پرته د خير او شر په پام كې نيولو سره ومني.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه وينا څومره پرځاى ده چې فرمايي: قال لتتبعن سنن من كان قبلكم شبرا شبرا و ذراعا بذراع حتى لود خلوا حجر ضب تبعتمو هم قلنا يارسول الله اليهود والنصارا قال فمن.(صحيح البخاري:۶۷۷۵)
ژباړه: تاسې به ويښته په ويښته د هغو خلكو پيروي وكړى چې له تاسې نه مخكې تير شوي دي، تر هغې چې كه چيرې هغوى خپل سرونه د كربوړي په غار كې ننباسي نو تاسو به هم دا كار وكړى. له حضور صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول: چې منظور مو يهوديان او مسيحيان دي؟ ځواب یې وركړ: نور به كوم خلك وي.
په هر حال اسلام د اسلامي شخصيت په رغونه باندې ډير ټينګار كوي ترڅو ورته په نورو تمدونونو كې د ويلې كيدو زمينه برابره نه شي، او خپل اصيل او انساني ماهيت له لاسه ورنكړي.
د هغې دعا مفهوم چې مسلمانان هغه يې هره ورځ لږ تر لږه اولس وارې تكراروي هم د خپل هويت، استقلال او شخصيت ساتنې په رابطه دي.
(اهد نا صراط المستقيم صراط الذين انعمت عليهم غيرالمغضوب عليهم و لاضآلين )
يعنې موږ ته په نيغه لاره هدايت وكړه، د پيغمبرانو، رښتينو، شهيدانو او نيكانو لاره چې په هغوى باندې دې خپل نعمت كړى دى، نه دې تيرى كوونكو، كافرانو او منافقانو په لاره چې خپل قهر دې ورباندې نازل كړى او نه هم د ګمراهانو لاره.
لويديځ خپلې ټولې هڅې په كار واچولې تر څو لومړى د مسلمانانو اسلام واخلي. دوى پدې هڅو كې بريالي ول او ويې كولاى شول چې اسلام په جوماتونو، خاناقاوو او د ژوند په وړو برخو پورې محدود كړي. په همدې توګه موږ وينو چې په راديوګانو، تلويزيونونو… كې د اسلامي موضوګانو لپاره څو دقيقې وخت وركوي، هغه هم داسې وخت چې په هغه كې راديوګانې او تلويزيونونه يا هيڅ اوريدونكي او ليدونكي نلري او يا يې هم كه لري ډير كم.
همدارنګه په پوهنتونو، مكتبونو او په دولتي دفترونو كې يې هم اسلام تنها د اوقافو په ادارې پورې محدود كړى.
دا د دښمن هغه لارې چارې دي چې پرې غواړي دا اللهي مشعل تت كړي خو هغوى پدې نه دي خبر چې الله به خپل نور تكميلوي، كه څه هم دوى ناخوښه وي.
ليكنه: دکتور يوسف قرضاوي
ژباړه: وحید الله بهرام