د لمر او سپوږمۍ رڼا او ستوروتر منځ پلونه | قرآن علمي اعجاز

د لمر او سپوږمۍ رڼا:

پخوا دا نظر ووچې سپوږمۍ خپله روښانه ده خو اوس ویل کیږی چې د سپوږمۍ رڼا یوه انعکاسی روښنایې ده .خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي :
۲۵:۶۱«لوی برکتناک دې هغه ذات چې پیداکړي یې دي په آسمان کښې برجونه او پیداکړې یې ده په کې ډیوه(لمر)او سپوږمۍ روښانه»
لمر ته په عربي کې شمس ،سراج او وهاج وایي د سراج مانا ده لمپه د وهاج مانا ده د شغلیزه(ځلیدونکی ) لمپه او دضیا مانا ده لوړ ځلیدونکی چې د ټولو ماناوی هغه روښنایي او تودوخې ته وایي  چې د داخلی احتراق نه لاس ته راځی.
او سپوږمۍ ته په عربی کښې قمر وایي  اوپه قران کریم کې ورته( منیر) او( نور) ویل شوی دی چې غبرګه (انعکاسی) شوی روښنایی ته وایي
او قران کریم وايي چې سپوږمۍ ه غیر فعاله او بې روښنایی ده او له همدې خاطره لمر ته منیریا نور نه دی  ویل شوی.

د ستوروتر منځ پلونه:

پخوا داسي ویل کېده چې د  ستورو تر منځ خلا  ده، اوس د استروفزیک پوهانو  دا کشف کړیده    چې  د ستورو تر منځ پلونو وجود لري چې هغه ته پلازما وايي پلازما یو ایونایز ګاز دئ چې ازادو الکترونونو  او پروتونونو  مساوی تعداد لري
پلازما د اجسامو څلورم حالت (جامد، مایع او ګاز) دئ
خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:
۲۵:۵« هغه (الله) چې پیدا کړی یې دي آسمانونه او مځکه او هغه چې په منځ د دغو دواړو کې دي …»

پوهنمل محمودنظری

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب