د لمانځه فرضونه، واجبات او سنتونه- د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود
پوښتنه: هيله کوم پلار جانه! ماته د لمانځه فرضونه، واجبات او سنتونه هم ووايه؟
ځواب: زه به ستا د دغو پوښتنو په اړه هم تاته بشپړ مالومات درکړم.
د لمانځه فرضونه دا دي:
تکبيرة الاحرام (د نيت کولو وروسته الله اکبر ويل) قيام، د قرآن قرائت (یوه سورة يا حد اقل درې ايتونه)، رکوع، سجده، له سجدې وروسته د قعدې ناسته او د لمانځه پای ته رسول په يو اختياري عمل باندې.
د لمانځه واجبات دا دي:
۱ـ د فاتحې سورة ويل په دوؤ اولو فرض لمونځونو کې او په نورو ټولو رکعتونو کې چې فرض نه وي.
۲ـ د يوه سورة يا دريو آيتونو لوستل، وروسته له فاتحې سورې څخه، د فرض لمانځه په دوؤ لومړيو رکعاتو کې او د غیر فرض لمونځونو په ټولو رکعاتو کې.
۳ـ د ترتيب رعايت په هر رکعت کې يعنې لومړی قرائت، رکوع وروسته بیا سجده.
۴ـ وروسته له رکوع څخه د څو شېبو لپاره تم کېدل (قومه).
۵ـ د دوؤ سجدو ترمينځ د لنډو شېبو لپاره تم او کرار کېناستل (جلسه).
۶ـ د دريو يا څلورو رکعتي لمونځونو په دويم رکعت کې ناسته.
۷ـ په وروستۍ قعده کې د تشهد لوستل.
۸ـ په آرامۍ او اطمينان په لمانځه درېدل او د لمانځه ټول ارکان په پام کې نيول.
۹ـ په سلام ورکولو د لمانځه پای ته رسول.
۱۰ـ د وتر لمانځه په دريم رکعت کې د قنوت دعاء لوستل.
۱۱ـ د عيد د لمانځه تکبيرونه.
–
- د سهار د فرض، د ماسپښين د فرض دوه اول رکعات، د ماښام فرض، د عيد، د جمعې، د تراويح او د وتر لمونځونه په لوړ غږ ويل، نور پاتې لمونځونه په آرامه اداء کول.
- کله چې مقتدي په امام پسې اقتدا کوي نو قرائت دې نه لولي.
د لمانځه سنتونه په لاندې ډول دي:
- د تکبيرة الاحرام په وخت کې غوږو ته ترلاسونو پورته کول.
- د قيام په وخت کې د ګوتو یو ځای کول او د سجدې په وخت کې باید ګوتې نه ډېرې لرې او نه هم سره نښتې وي.
- د قيام په حالت کې د نارينه وؤ لاسونه سر په سر د نام لاندې او د ښځينه وؤ لاسونه د ټټر (سينې) په سر.
- د هر لمانځه په اول رکعت کې د ثنا دعاء لوستل.
- د هر لمانځه په اول رکعت کې د ثناء له دعاء څخه وروسته د «اعوذ بالله من الشيطان الرجيم» ويل.
- وروسته له هغو څخه د «بسم الله الرحمن الرحيم» ويل.
- د فاتحة سورة وروسته د امين ویل.
- د امام له خوا د «سمع الله لمن حمده» د ويلو وروسته د مقتدي له خوا د «ربنا ولک الحمد» ويل.
- د څلور ګوتو په اندازه د دوؤ پښو ترمنځ د فاصلې رعايت.
- د سجدې او رکوع په وخت کې د «الله اکبر» ويل.
- په رکوع کې درې ځلې د «سبحان ربي العظيم» ويل.
- په سجده کې درې ځلې د «سبحان ربي الاعلی» ويل.
- تر رکوع وروسته قيام او درېدل.
- په سجده کې د دې ترتيب (لومړی ګونډې، لاسونه او وروسته مخ) رعايت او د سجدې په پای کې د برعکس ترتيب رعايت.
- د ښځو لپاره د لاسونو ترمنځ د سر ايښودل او د نارينه وو لپاره د اوږو سره د لاسونو موازي ايښودل.
- د نارينه وو ګېډه (شکم) له ګونډې، څنګل له څنګه او مړوند (ساعد) له ځمکې لرې ساتل، خو د ښځو برعکس باید چسپېدلې وي.
- د دوؤ سجدو ترمنځ کيناستل.
- د نارينه د ناستې په حالت کې ښۍ پښه ولاړه، کيڼه (چپه) څمولې او ښۍ پښه داسې ولاړه وي چې ټولې ګوتې يې په ځمکه نښتې وي.
- ښځې پښې ښۍ خوا ته باسي او په کيڼ (چپ) لنګر کېني.
- د فرض په دوؤ وروستيو رکعتونو کې د فاتحې سورة لوستل.
- په وروستۍ قعده کې وروسته له تشهد څخه د درود لوستل.
- له درود څخه وروسته د دعاء غوښتل.
- ښۍ او کيڼې (چپې) خوا ته سر اړول.
- مقتدي دې تم شي ترڅو امام سلام وګرځوي.
- د سهار په لمانځه کې له دویم رکعت څخه د اول رکعت اوږدول.
کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود
ليکوال: سيد عبد الله ولی زی