
د لقيط (ورک شوي نا بالغ ماشوم) د میراث حکم
لقيط په لغت کې هغه ورک شوي ماشوم ته وايي چې خپل والدين نه پيژني .
او د شريعت په اصطلاح کې لقيط ژوندی طفل او ماشوم ته وايي چې اهل يې د فقر او يا د زنا د تهمت څخه د فرار په وجه پرېښی وي (الدرالمختارعلىردالمحتار۳ / ۳۱۴).
که لقيط مړ شي او وارث يې څرګند نه وي او څه ميراث ورڅخه پاتې شي هغه به بيت المال ته سپارل کيږي .