د لشمانیا یا کالدانې نښې اونښانې
جلدی لشمانیا:
پس له دوه هفتو (په زونوتیک ډول کی) الی څو میاشتو (په انتروپونوتیک ډول کی) دا دانه لوییږی چی اطراف یی سور، ضخیم او کلک وی او د نودول په نوم یادیږی
معاینه کی لیدل کیږی چی دانه د درمس لاندنی طبقی سره نښتی ده
څو میاشتی پس دانه لوییږی او د دانی د پورتنی قسمت جلد څیریږی او په زخم باندی بدلیږی
د زخم څخه یو ډول افرازات راوزی او د زخم پر سر د کرست یا خیږ په شکل پاتی کیږی چی په معمول ډول قهوه یی رنګ لري. کله چی خیږ لری کړای شی لیدل کیږی چی د قرحی لاندنی برخه سره او اسفنجی ډوله وی ،د قرحی اطراف بارزه حلقه تشکیلوی او قرحه د اور غورځونکی منظره لری ،تماس سره لیژن سخت محسوسیږی او درد نلری خو بعضآ لږ خارښ لرلی شی ، د لیژن اندازه د څو ملی متره څخه تر څو سانتی متره پوری فرق کوی.
په معمول ډول یو مریض د ۳-۱ لیژنونه لری خو په بعضی واقعاتو کی د ۱۰۰ لیژنونو څخه زیاتو راپور ورکړی شوی دی
د لشمانیا ناروغی معموله دوره په زونوتیک ډول کی ۸-۶میاشتی او په انتروپونوتیک ډول کی ۱۲-۹ میاشتو پوری ده
د زخم روغیدو څخه وروسته یوه سطحی ندبه (چاپ) چی رنګ یی د پوستکی څخه کم رنګه وی او نا همواره سطح او نا منظمه سرحد لری پاتی کیږی.
د زخم د خپل سر او د درملنی څخه پرته ښه کیدو څخه پس ناروغ د ډیر عمر لپاره معافیت حاصله وی او که چیری مصاب هم شی نو لیژن د پاپول په شکل پاتی کیږی او په یوه یا دوه میاشتو کی ښه کیږی
د انتروپونوتیک او زونوتیک ډولونو تفریقی تشخیص :
انتروپونوتیک ډول :
د تفریخ دوره د ۸-۶ میاشتو پوری ،د اندفاع ډول یی وچه ده او افرازات ډیر لیږ او یا نه لری ،د ښه کیدو موده یی یو کال او کله هم اوږده موده وی .
زونوتیک ډول :
د تفریخ دوره د ۴ میاشتو څخه ټیټه ، د اندفاع ډول یی لمده ده ډیر افرازات لری، ډیره التهابی او منتنه ده
د ښه کیدو موده یی ۸-۶ میاشتو پوری ده
د جلدی لشمانیا Lupoid ډول :
د جلدی لشمانیا د انتروپونوتیک ډول ۱۰٪ واقعات په Lupoid ډول تحول کوی دغه ډول لیژن کیدای شی چی تر ۱۰ کالو پوری دوام وکړی سبب یی واضح نه دی خو کیدای شی معافیتی ځواب سره تړاو ولری معمولاْ په مخ کی واقع کیږی
یو لوی سکار (چاپ) د نا منظمه حدودو سره او د سکار سطح کم رنګه او نا همواره وی د څو میاشتو یا کلونو وروسته د سکار په منځ یا اطرافو کی څو دانی لیژنونه لکه د مرض په شروع کی چی وو پیدا کیږی
دغه لیژنونه نرم او بی درده وی لکه جلدی توبرکلوز (lupus vulgaris ) د دی لپاره د لوپویید په نوم یادیږی
دغه لیژنونه ښه کیږی خو دوامداره نور نوی لیژنونه پیدا کیږی او قرحه یا سکار وار په وار لوییږی
په اوړی کی ډیر فعال او په ژمی او منی کی لږ فعال وی
ډیره مشکله ده چی په سمیر یا کلچر کی پرازیټ پیدا شی خو ډیر راپورونه شته چی په PCR معاینه کی پرازیټ موندل شوی دی.
د جلدي لشمانیا غیر معمول ډولونه :
سربیره پر وصفی او معمولو ډولونو کالدانی په لاندنی ډولونو کی هم لیدل کیږی:
Impetiginous, Hyperkeratotic, Erysipeloid (mostly in women of 40-50 years of age), Eczematoid, Warty, Tumoral, Choid, Zoster form
Erysipeloid type
Impetiginous type:
د جلدي لشمانیا اختلاطات:
لمفاوی انتشار ، دلاندنی انساجو تخریبول ،ثانوی باکتریایی انتان
حشوی لشمانیا
Mucocutaneous Leishmaniasis
یو خاص شکل دی چی د میتاستاتیک ډول د جلد څخه د پوزی، خولی، تنفسی سیستم او نورو ځایونو ته پرمختګ کوی
لامل یی L. Infantum, L. Donovani او L. Tropica، L. braziliensis and L. panamensis بلل کیږی چی په برازیل او بولیویا کی لیدل کیږی.
د خولی او مری لیژنونه د تومور سره مغالطه کیږی
جلدی مخاطی کالدانه شکل
حشوی لشمانیا :
په دغه ډول کی امستیګوت لرونکی مکروفاژونه د بدن داخلی احشاوته په خاصه توګه طحال او کبد ته انتشار کوی
عمدتآ د L. Donovani او L. Infantum په واسطه منځ ته راځی خو لیدل شوی چی L. Tropical او حتی L.major یی هم لامل ګرځی.
ځینی پیښی بی له اعراضو وی خو نوری د یو لړ اعراضو او علایمو سره لیدل کیږی
سو تغذی، د معافیت کمزورتیا لکه د ایدز ناروغ د کلینیکی اعراضو او علایمو شدت ډیروی
په هغه سیمو کی چی حشوی لشمانیا انډیمیکه ده اکثرآ په مزمن شکل لیدل کیږی
ماشومان په خاصه توګه ډیر اخته کیږی . په ډیری ملکونو کی نران د ښځو څخه په لوړه کچه راپور ورکړی شوی دی
د تفریخ دوره د ۱۰ ورځو څخه نیولی بیا تر دوه کاله پوری وخت نیسی د ناروغی شروع په تدریجی ډول ده
د حشوی لشمانیا اعراض او علایم :
د حشوی لشمانیا معمول اعراض عبارت دی له: تبه، ضعیفی، لرزه، بی اشتها یی، د وزن بایلل او په چپ طرف تشی کی ناراحتی څخه.
معمول کلینیکی علایم عبارت دی له : بی درده د توری غټوالی، یوځای او یا بی له ځیګر د لوییدو څخه، د مخاطی غشا خسافت همدا رنګه لمف ادینو پتی کیدای شی چی شتون ولری او کیدای شی چی یواځنی نښه وی، د مخ، لاسونو، پښو او نس د پوستکی توروالی چی ډیر په هندیانو کی لیدل کیږی.
سپورادیک واقعات په هغو کسانو کی چی د یو غیر انډیمیکی سیمی څخه انډیمیکی سیمی ته ځی لیدل کیږی
دا واقعات په حاد ډول منځته راځی او د لوړعمر انسانان پری اخته کیږی د تفریخ دوره د ۳ هفتو څخه تر ۱ کالو پوری وخت نیسی د ناروغی شروع په ناڅاپی ډول منځ ته راځی چی عمده اعراض او علایم یی عبارت دی له: لرزه، لوړه تبه چی اکثرآ په ورځ کی دوه ځلی جګوالی لری، خوله کول، په آنی ډول وزن بایلل او عمیقه بی اشتهایی .
دا ناروغان تمایل لری چی ځینی اختلاطات منځ ته راوړی لکه: هیمولایتیک انیمیا، د پښتورګو حاد خرابوالی او مخاطی خونریزی ګانی مخاطی.
ډاکترعبدالشکورنصرت
دکندهارولایت دملاریااولشمانیادکنټرول دپروګرام مسؤل