د قيادت اومشرۍ لوازم او شرطونه
د لاندې درج شوي اشاراتو ډير ى د اهل منصب والاو پورې تړاو لري پدې لړ كې د تفصيلي خبرو اترو په ځاى دعلماو او ماهرينو ښودل شوي اصول او اشارات ليكل كيږي :
اهل علمو ويلي دي : له مونږنه تر هغه وخته د نورو خلكو د لارښوونې هيله نه كيږي تر څو چې په خپله ځان دحكومت كولو او خپل ځان ته د لارښوونې طريقه ياده نه كړو.
علامه ماوردي د قيادت لپاره لاندې شرائط ښودلې دي: دحق پلټنه ، علم اوپوهه ، د اجتهاد وړتيا، د نطق اوحواسو صحت،عقل اوفراست ، شجاعت او زړورتيا، ښه حافظه او ياد لرل ، دحقائقو تل ته د زر رسيدو وړتيا، د مافي الضمير د ښكاره كولو توان لرل، له لهو او لعب نه پرهيز اوډډه كول، دخوراك اوڅښاك د زياتې غوښتنې نه لرل ، له عياشۍ نه ليري والى ، رښتياو سره مينه ، له استبداد او ظلم نه نفرت ،د عدل خپرو قوت او د خپل مسئوليت په ادا كولو كې بي خوفه اوسي.
حضرت عمر رضی الله عنه فرمايلي دي: دحكومت كولو وړ هغه څوك دى چې په هغه كې دغه څلور صفتونه وي:
۱- نرمي وي… خونه دكمزورۍ له مخې.
۲- مضبوطي اوكلكتوب… خو نه د سختۍ په بڼه كې.
۳- كم خرچي … خو نه د بخلۍ غوندې او
۴- سخاوت … خو نه د اسراف او بي ځايه مصرف په بڼه كې.
تنبيهات:
حضرت معقل بن يسار رضی الله عنه (د بنواميه و والي) عبيدالله ته وفرمايل چې: زه تاسې ته يو حديث اوروم چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوريدلى دى حضور صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: ( څوك چې د مسلمان رعيت حاكم ړ او پداسې حال كې ومري چې له رعيت سره يې خيانت كړى وي نو الله تعالىٰ پر هغه جنت حراموي ).
نبي اكرم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: اى عبدالرحمنه ! كله هم امارت ونه غواړې كه د غوښتنې په پايله كې در ورسيده نود نفس په رسيو كې به راګيرشې اوكه بې له غوښتنې درته حاصل شو نو د الله تعالىٰ له خوا به تاسره مرسته كيږي .
حضرت عمر فاروق رضی الله عنه يو ځل خپلو واليانو ته په خطاب وفرمايل: اى د حكومت مسئولينو ! د قائد له نرمۍ اوتحمل نه زياته ګټه رسونكې او د الله تعالىٰ په نزد زيات غوره بل كوم تحمل او صبر نشته ، دغه ډول د رهبر له بي فهمۍ په جذبې او بي سوچه او بې فكره كار كولو څخه زيات تاواني او ناغوره كومه بله ناپوهي نشته د يو حاكم له عياشۍ نه زيات د الله تعالىٰ په نزد د كوم بل چا عياشي او جهالت ناغوره ندى.
د نړۍ نقشه او د انسان سمونه
يوښاغلي په خپل كور كې مطالعه كوله دهغه د پنځه يا شپږكلن زوى څوڅو وارې دى تنګ كړ، ښاغلي څو ځلې كوښښ وكړ چې د مطالعې پرمهال دى ونه ځوروي خو هلك منله ، ښاغلي په يوه تدبير فكر وكړ ، د خپل زوى د مصروف ساتلو تدبير،تر څو هلك څو ګړۍ خپل پلار تنګ نه كړي تدبير داسې و چې ښاغلي يو اخبار راپورته كړ چې د نړۍ نقشه ورباندې جوړه وه هغه دغه نقشه واخيسته اوهلك ته يې وښودله چې دلته پاكستان ، دلته هماليه ، دا بحر الكاهل او دا امريكا ده بيا دغه ښاغلي نقشه ټوټه ټوټه كړه او هلك ته يې وويل: اوس هغه سمه جوړه كړه او بيا يې درسره راوړه د ښاغلي هيله داوه چې هلك به څو ګړۍ پرې تيرې كړي بيا به راشي ، يا كيداى شي چې نقشه بيا جوړه نكړاى شي نيم ساعت نه وروسته هلك په منډه خوشحاله راغى او ويې ويل: پلاره ! پلاره! د نړۍ نقشه سمه جوړه شوه پلار جان چې وكتل هر څيز په خپل خپل ځاى سم موجود ړ ، د زوى په ذهانت او زيركۍ هك پك شو ويې پوښتل چې څه ډول ېې جوړه كړه؟ زوى يې ځواب وركړ اودغه ځواب مونږ ټولو لپاره ډير اهم دى ، پلاره ! تاسې چې كله نقشه څيروله دغه مهال ما كتل چې تر شا يې د انسان يو تصوير اوعكس و. ما هغه تصوير سم كړ د دنيا نقشه په خپله سمه شوه.
كه مونږ غواړو چې د نړۍ نقشه سمه كړو راځئ چې لومړى خپل تصوير (په خپله خپل ځان) سم كړو.
ليكوال: محمد بشير جمعه
ژباړن: محمد امان “رسولي”