د قرنطین موده کې له کوره دباندې وتلو اړينې سپارښتني

  • هغه ځايونو ته چې د خلکو گڼه گوڼه پکي زياته وي نه ورځو او یا د ورتلو پر مهال ماسک وكاروو.
  • له کوره پلي، پربایسکل يا خپل شخصي موټر او د اړتيا په صورت کې خلاصو شیشو موټرو او رکشو کي ولاړ شو.
  • د تبي او ټوخي لرونکو ته له نږدې کېدو ډډه وکړو او يا لږ تر لږه دوه متره واټن په پام کې ونيسو.
  • د ټوخي او پرنجي پرمهال مو خوله او پوزه یا پر کاغذي دسمال او یا څنگل پټه کړو او نورو ته یې هم سپارښتنه وکړو.
  • له هر ډول توکو سره اړیکي را کمې کړو اوککړ لاس خپلو سترگو، پوزې او خولې پورې ونه موښو.
  • په پرله پسی ډول خپل لاسونه پرېولو، يا يې پر الكولو ککړوو. خراشکی، لاړې او د پوزې افرازات ښکاره نه غورځوو.
  • د ناروغۍ د خپرېدو له وېرې په غونډو او د خلکو د راټولېدو په ځایونو کې له برخې اخيستو ډډه وكړو.
  • له کوره دباندې وتلو تر مخه خپل کالي بستره او نور وسایل راټول او د لمر او هوا لگیدو اسانتیا ورته برابره کړو.
  • کور ته د راتلو سره سم مو له کوره دباندې کارول شوي کالي د دروازې په خوله کې تازه هوا ته راوځړوو او د کور په دننه کې يې له نورو کاليو سره نه يو ځای کوو. که له کوم اخته شوي سره مخ نشو نو د کالیو پر مخ مود ویروس پاتې کېدو امکان ډېر کم دی خو دا چې پر کالیو به مو دوړې پرتې وي نو خونې ته يې بايد يونسو.
  • د ویروس د خپرېدو پرمهال سرپټو ودانيو او ورزشي لوبغالو ته نه ورځو او له گڼې گوڼې سيمو په ډډه تیريږو.
  • بهر ته تگ پر مهال د اړمنو خلکو په ليدو د دهغوې سره خواخوږي، لاسنیوی، مرسته او ډاډګیرنه له باده نه باسو.
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ