د قرآن کریم په زده کړې د معاش اخستلو حکم
د المُلتقی الفقهي د وېب پاڼې د درنو لوستونکو څخه یوې خور پوښتلي ؤ چې: په دې وروستیو کې لیدل کیږي چې دیو لړ مدارسو دروازې د اونۍ دورځو په اوږدو کې ټوله ورځ پرانستې پاتی وي او ډېر وخت په هغې کې د قرآن عظیم الشان ښوونکي او معلمان په بې ساري اخلاص او بشپړ صمیمیت سره د سیمې ماشومانو او ځوانانو ته قرآني تعلیم او دیني ښودنه کوي او خپل ځانونه ېې د همدې قرآني خدمت لپاره وقف کړی وي؛ نو زما پوښتنه داده چې: آیا نورو ته د قرآن د ښودلو په مقابل کې د پیسو اخستل څه حکم لري؟
د دې قدرمنې خور د پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې: په دې اړه د سعودي مشهور عالم عبدالعزیز بن باز(رحمه الله) یوه فتوی صادره کړېده او په هغې کې ېې په لاندې ډول ددې خبری ښه وضاحت کړیدی چې ویلي ېې دې:
نورو ته د قرآن پر تعلیم معاش اخستل هیڅ کومه ستونزه نه لري، ولی چې له یو لوري خلک ددې سپېڅلي کتاب زده کړې ته خورا اړتیا لري او له بل پلوه د قرآن د استاذ لپاره به دا یو مشکل کار وي چې هم له یو لوري نورو ته د قرآن پوهنې په خاطر خپل زیات وخت ځانګړی کړي اوهم له بل لوري په آرامه توګه سره د خپل ژوند د پرمخ ته وړلو لپاره دې وخت ولري او یو بل ځای کې دې کار ومومي؛ نو په دې صورت کې که چېری دا قدرمن استاذان د ټولنې ځوانانو او ماشومانو ته د قرآن عظیم الشان د سپېڅلي کتاب زده کړه وکړي او په همدې سپېڅلي کتاب سره د دوي سالمه روزنه او پالنه وکړي ترڅو دا علم تر نوي نسل پوری ورسوي؛ نو په دې لړ کې صحیح او درسته خبره همداده چې په دې کار کې هیڅ کوم حرج(ستونزه) نشته. ددې خبرې د اثبات لپاره لاندی دلیل له ماسره ولولئ.
په دې اړه د یوې په زړه پوری کیسې لنډه یادونه کوو:
دا خبره له قدرمن پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) څخه ثابته ده چې یو ځل یو څو تنه د جلیل القدره صحابه کرامو څخه په یو سفرکې د یوې غزوې لپاره له خپلو کورونو څخه ووتل، په لاره کې د عربو دیوې قبېلې سره مېلمانه شول او هغوي ورته په خپلو کورونو کې ځای ورکړ، بیا داسې وشول چې د یوې عربي قبېلې مشر لړم وچیچه(د ترمذي په روایت سره)، خپلو خپلوانو ېې د هغه د معالجې او درملنې لپاره ډېرې هلې ځلې وکړلی خوکومه فایده ېې ورته ونه رسوله، تر دې پوری چې دوي دغو صحابه کرامو ته راغلل او له دوي څخه ېې وغوښتل چې په دم سره ېې قومي مشر له شر څخه خلاص کړي.
په دې کې یو تن جلیل القدره صحابي(د دار قُطني د روایت پر اساس حضرت أبو سعید الخُدری) ورمخکې شو او د قرآن عظیم الشان د مبارکو سورتونو څخه ېې سورة الفاتحه پرې تلاوت او چُف کړه( په یو روایت کې راغلي دي چې 7 ځل او د یو بل روایت پر اساس 3 ځل ېې پرې سورة الفاتحه چوف کړله) خو دومره وه چې دې صحابه کرامو پر دوي(دچیچل شوي سړي) دا هم شرط ګڼلې وه چې که چیری لوی څښتن تعالی ددې دم په برکت ورته شفا ورکړي؛ نو د خپلو پسونو له رمې څخه به یو څه پسونه (د بُخاري په روایت 30 پسونه) دوي ته ورکوي، په پای کې همداسې وشول، نوموړي شخص شفا وموندله او هغوي هم د دې صحابه کرامو سره پر خپلې کړې ژمنې وفاء وکړه او دوي ته ېې یو څو پسونه ډالۍ کړل.
بیا له دې صحابه کرامو سره دا پوښتنه راولاړه شوله چې: ددې پسونو د وېش مسئله به څنګه وي؟ یعنې دا چې آیا دا به مونږ ته رواء وي چې د قرآن کریم په سر له خلکو یو څه مال واخلو او کنه؟ نو په دې اړه ېې له نبي (علیه الصلاة والسلام) څخه پوښتنه وکړله، هغه ورته وفرمایل: ((أحْسَنْتُم واضْرِبُوا ِلْي مَعَكُم بِسَهْمٍ)) رواه البخاري في صحيحه.
ترجمه: ډېر ښه کار مو تر سره کړ او زما لپاره هم پکې یو څه برخه وساتئ(ما پکې هیر نه کړئ). دا حدیث امام بخارِی په خپل کتاب صحیح (البخاري)کې روایت کړی دی. دلته دا خبره هم باید څرګنده کړو چې: دا پسونه خو په اصل کې د دم کوونکي صحابي حق کیده، مګر دا چې نبي( علیه الصلاة والسلام) دوي ته وویل: زما لپاره هم پکې زما نصیب وساتئ، ددې کار څخه د نبي (علیه السلام) هدف داؤ چې تر څو د صحابه کرامو په زړونو کې ددې مال د حراموالي په اړه هیڅ کومه شُبهه او اندېښنه پاتی نشي او تر څو پر دې پوه شي چې دا مال حلال دی (ځکه که چیرې حرام وای؛ نو نبي( علیه الصلاة و السلام) به هیڅ کله هم له دوي څخه یو څه برخه نه وای غوښتلی ) بلکه دوي به ېې له دې کار څخه منع کړای وای.(1)
د امام بخاري په یوه بل روایت کې دا هم راغلي دي چې: نبي ( علیه السلام) دوي ته دا خبره هم وکړله: پر تاسې باندی تر ټولو زیات حق د قرآن دی چې تاسې پری مال واخلۍ. دا پورتني کیسه مونږ ته د همدې حقیقت څرګندونه کوي چې: د قرآن کریم په سر د مال اخستل هیڅ کومه ستونزه نه لري، لکه څرنګه چې د دم( چوف کولو) په خاطر یو صحابي له نورو څخه مال واخسته. و الله اعلم.
ـــــــــــــــــــــــــــ
(1): مترجم
لیکنه:فضل الله ممتاز