د قرآن کريم لومړنی غږیز ثبت کله وشو؟
د قرآن کريم صوتي ثبت:
د لومړي ځل لپاره تقريباً په ۱۳۷۹ هجري کال کې په مصر کې د دوکتور لبيب سعيد لخوا نظر ورکړ شو چې بايد قرآن په صوتي بڼه ثبت کړ شي بلاخره د ازهر په تفاهم سره قرآنکريم د شيخ محمد حصري رحمه الله په غږ کې د حفص په روايت سره مکمل په صوتي آلاتو کې ثبت شو .
وروسته په کال د ۱۴۰۵ هجري کال د ملک فهد د ټولنې لخوا د عصري وسايلو په وسيله په صوتي بڼه ثبت شو.