د قرآنکريم فضایل او آداب
د قرآنکريم فضایل
١:په قرآنکريم پوهه حکمت )جامع علم او عمل( دى(البقره ٢٣١)
٢:دا نيغه لاره ده جنت ته(الانعام ١٥٣)
٣:د الله تعالى خاص رحمت دى (الاعراف ٢٠٤)
٤:دا د حقيقي خوشحالۍ سبب دى(يونس ٥٨)
٥:د اتحاد، اتفاق او مينې راوستونکى دى(ال عمران ١٠٣)
٦:د دښمنۍ او بد بينۍ ورکوونکى دى (ال عمران ١٠٣)
٧:دالله تعالى د برکتونو د نازليدو سبب دى (المائده ٦٦)
٨:دې کي شفاء ده (يونس )
٩:پوره نصيحت دى
١٠:زده کړه يې خير او کاميابي ده (البخاري)
١١:د قرآن ماهر به د نيکانو ملائيکو سره وي (البخاري)
١٢: الله تعالى په قرآنکريم سره قومونو ته عزت ور بخښي او چي کله(ددى لاره)پريږدى نو ذليله کوي يې(مسلم )
١٣:کوم مومن چي قرآن لولي د ترنج په شان دى چي بوي او خوند دواړه يې ښه دى.
د قرآنکريم آداب:
په پوره اودس سره يې را اخيستل او تلاوت کول
٢:قرآنکريم د تجويد سره زده کول
٣:عمل ورباندى کول
٤: دعوت يې کول
٥:ددى نه دفاع کول
٦: په ښي لاس سره اخيستل
٧:تکيه ور ته نه کول
٨: په دى مال خرچ کول