د قاچاقبره ناول په اړه لنډه مقاله

قاچاقبره ناول کتاب

                               ‌‌‌   1: کیسه

کیسه په ناول کې تر ټولو مهم ارزښت لري، ځکه همدا کیسه ده چې په لوستونکو څو سوه مخه کتاب په تلوسه لولي او خوند ورڅخه اخلي.

                  د کیسې د لید یا بیان زاویه یې:

د کیسې د بیان زاویه یا د بیان لار موږ ته دا راښیي چې کیسه څوک بیانوي او یا راوي څوک دی.

ټول داستاني آثار د بیان له دریو زاویو څخه وړاندې کېږي:

1ـ متکلم یا لومړی شخص (زه/ موږ)

2ـ مخاطب یا دویم شخص (ته/ تاسې)

3ـ غایب یا دریم شخص (هغه/ هغوی)

او دغه ناول ( قاچاقبره ) د متکلم یا د لومړي شخص له زاویې څخه لیکل شوی دی.

بېلگه: ماښام ته نیږدې وخت ؤ له دندې، ناوخته خلاص شوم، کور ته مې بیړه وه، چې ژر ورسېږم د بیړې لامل هم مالوم ؤ، کله به چې راباندې ناوخته شو، نو مور به مې لارې ته راوته او زما راتلو ته به یې ستړې سترگې نیولې وې، که تر ماخوستنه به هم رانغلم هغه کور ته نه تله، لاره هم مصؤنه نه وه، کله ناکله به پکې ډېرې بدې غلاوې کېدې ځینې وخت خو به غلو د پیسو سره یو ځای د انسان ژوند هم اخیست ، ټوډي موټر مې نوی اخیستی ؤ، په کش کې بد نه ؤ، ور وختم سړک پوخ ؤ په څو سانیو کې د موټر سرعت له سلو واوښت، له لږ مزل وروسته د سړک د غاړې یوې لارونې زما پام خپل ځان ته واړاؤ هلته لرې مې یوه مېرمن

تر سترگو شوه په عربي تور رنگه حجاب کې یې ځان پوښلی ؤ، نسبتا جگ قد یې درلوده، گړندي گامونه یې، یو په بل پسې اخیستل، یوازې وه، نور څوک ورسره نه تر سترگو کېدل، په مزل کې له چابکو قدمونو مالومېده چې یوه مهم او بېړني کار لپاره خپل ماموریت سرته رسوي کله، کله به یې شاته هم راوکتل، ما فکر وکړ ددې په خاطر شا، شاته راگوري چې شاید کوم موټر یې واخلي او د مزل لاره یې لنډه کړي، لومړی زما هم په زړه کې تېر شول چې موټر به ورته ودروم خو وروسته مې تری ترې وشو ځکه یوازې وه، له داسې مېرمنو سره مرسته له کلتوري لحاظه په زیان تمامېږي، له دې پرته داوېره هم راسره وه چې شاید په تور حجاب کې کوم غل وي، نور ملگري به هم ورسره وي، کمین به یې نیولی وي، کېدای شي په همدې بهانه غواړي کوم موټر ودروي، او لوټ یې کړي، نو زما موټر هم نوی ؤ او هم مې لا بشپړې پیسې نه وې خلاصې کړې د موټر سرعت مې نور هم تېز کړ، د کیلومتر عقربه پورته شوه، ځان سره مې وویل:

که د دریدلو اشاره هم راکړي موټر نه ورته دروم، خو دا هر څه زما د تمې برخلاف ؤ، هغې ماته د لاس را کولو هڅه ونه کړه زما په را رسیدو يې زما د موټر مخې ته ځان وغورځاؤ، یو درز شو، یو ځواکمن درز، حواس مې بدل شول ، دومره مې ولیدل چې یوه توره کتله لومړی هوا ته پورته شوه او بیا زما د موټر پر ښیښه ولگېده، د موټر ایربگونه خلاص شول، سخت دروند او ناڅافې غږ یې ؤ، له درده یې ډار ډېر ؤ، د سټرېنگ ایربیگ مې له پوزې سره ونیښت، داسې مې حس کړه لکه چې یو چا په غټ سوک په مخ ووهلم…

بالاخره دی یې روغتون ته رسوي، او هغه مېرمن په هوش راځې بیا پوښتنه ورڅخه کوي چې ته څوک یې، دی ورته وايې چې زه دلاور نومېږم، تاسې زما له موټر سره تصادف وکړ! اوس مې روغتون ته راوړې، هغه لږ غلې وه، هڅه یې کوله څه په یاد راولي، بیا یې ورو وویل:

ـ ستا ملامتي نه وه، بس هسې زما لیونتوب ؤ!

ـ دا خبرې به وروسته وکړو، اول دا راته ووایه چې د کوم ځای یې او نوم دې څه دی ؟

نوم مې څه کوې ؟

ـ غواړم کورنۍ ته دې احوال ورکړم.

ـ قاچاقبره نومېږم، خو کورنۍ نه لرم!

ـ نو قاچاقبره نوم مو څنگه غوره کړی ؟

زه هم پرې شرمېږم، په خوله مې سم نه راځي، اصلي نوم مې لېمه دی ،

خو دا تپل شوی نوم مې د تبا کېدونکي ژوند سره تړلې کیسه ده !

زه بښنه غواړم

ـ د څه شي بښنه ؟ بښنه خو باید زه وغواړم چې ته مې په خپل بدبخته ژوند کې راگېر کړې. خو اندیښنه مه کوه چې پولیس راشي زه به ستا د بې گناهي ورته ووایم.

دوه پولیس دوه نور په ملکي جامو کې حکومتي کسان مې مخې ته ودریدل راته یې کړه دلاور ته يې ؟

ـ هو

ـ دا مېرمن تا په موټر وهلې ؟

ـ هو

ـ ته حوزې ته بلل شوی یې ؟

                           2: پلاټ

د پلاټ ارزښت:

د ناول د هنریت لومړی ثبوت د پلاټ سم ترتیب دی، ښه پلاټ د ښه ناول ځانگړنه ده.

د پلاټ تعریف:

پلاټ د علت او معلول پر اساس د پېښو نه شلېدونکي تړاو ته وایي چې مرکزي کرکټر ته د اوج تر پړاوه د ژر رسېدو مخنیوی کوي.

(د علت او معلول تړاو یعنې دا چې هره پېښه د مخکینۍ پېښې معلول او د راتلونکي پېښې علت وي)

بېلگه: هرڅه به سم شي، ما کومه گناه نده کړې، هغې تور سرې خپله زما د موټر مخې ته ځان راوغوځاؤ، روغتون کې په هوش راغله خپله یې هم دا اقرار وکړ چې له ژوند نه تنگه شوې وم او خفه یم چې ته مې په جنجال کې راگېر کړې!

ددې خبرې له اوریدو سره مې مور په گرېوان کې لاسونه واچول په ښیراؤ یې پیل وکړ، ما ورته وویل، مورې ښیرا ورته مه کوه، دعا ورته وکړه، چې هغه روغه شي او زما په بې گناهي اقرار وکړي کنه دلته به مې په بند کې تور ویښته سپین شي.

دوی مې تسلا کړل، د ژر خوشې کېدو هیله مې ور کړه او بیا مې رخصت کړل، ځکه د مېرمنې لیکنو ته مې تلوسه وه.

                           3: کرکټر

په ادبیاتو کې د کرکټر له کلمې څخه هدف هغه خلق شوی انسان، حیوان یا بل کوم شی دی چې د یو حقیقي انسان، حیوان یا هماغه شي په شان له خصوصیاتو څخه برخمن وي او له همدې خصوصیاتو سره په داستاني ژانر کې راڅرگندېږي.

په (قاچاقبره) ناول کې مرکزي کرکټر د بلال په نامه یو ځوان دی، اوپه دغه ناول کې متخاصم کرکټر د لیمې کورنۍ ده،

د جوړښت له مخې د دغه ناول کرکټرونه ساده دي.

                            4: منظرکشي

د ناول د کیسې پېښه یا پېښې چې په کوم زمان او مکان کې پېښېږي، د هغه ځای او وخت تصویر وړاندې کولو ته منظرکشي وایي.

منظرکشي په دوه ډوله ده.

1ـ ساکته منظرکشي. 2ـ متحرکه منظرکشي.

1ـ ساکته منظرکشي: د منظرکشي په دې ډول کې تصویر په ولاړ او ساکت حالت کې بیانېږي.

2ـ متحرکه منظرکشي: د منظرکشي په دې ډول کې تصویر په خوځند او متحرک حالت کې بیانېږي.

د (قاچاقبره) ناول منظرکشي متحرکه منظرکشي ده.

                             5: تلوسه

تلوسه، تجسس یا هیجان د ناول یا په ټوله کې د داستاني ادب هغه اړخ دی چې لوستونکی د داستان اوستلو ته هڅوي. په بل عبارت؛ تلوسه په داستان لیکنه کې هغه تگلاره ده چې لوستونکی له پوښتنې، نارامۍ، ذهني کشمکش او لانجې سره مخامخ کوي او دا احساس ورکوي چې ژر تر ژره نور داستان ولولي او په هغه کې د خپلې پوښتنې ځواب، یا خپل ذهني سکون ومومي.

د ادبپوهانو په اند، داستاني ادب له لویه سره په دریو برخو کې د تلوسې زیات شدت ته اړتیا لري:

(د داستان په پیل، د داستان په منځ او د داستان په اوج یا پای کې).

ادبپوهاند زیاتوي؛ یو ښه داستاني اثر هغه دی چې په کابو ټولو برخو کې یې د تلوسې رنگ پیکه نه شي. د داستان پیل، منځ او پای لا څه چې ټولې فرعي برخې او صحنې یې هم باید تلوسه وپالي.

1ـ د ناول پیل او تلوسه 

لومړی بېلگه: د ډاکټر عبدالهادي حماس د (قاچاقبره) ناول پیل.

لږ وروسته کېښتۍ راغله موږ حفاظتي واسکټونه واغوستل، زه او بلال دواړه جوړه وروختو ، ما بلال او بلال ماته تر ډېره کتل پرته له دې چې یو بل ته خبرې وکړو د کتو په پیغام سره پوهېدو موږ دواړو احساسوله چې کېدای شي دا مو وروستی لیدل وي که کومه پېښه وشي نو یو بل باید وبښو ما هم هغه ته په همدې وېرې کتل .

دغه کېښتۍ د لسو دولسو نفرو لپاره بسنه کوي، خو دوی شل، پنځه وېشت کسان ورخیجوي.

کېښتۍ تگ ته تیاره سوه، حرکت پیل کړ، زما خو لومړۍ ځل ؤ، چې په یوه داسې بحر کې حرکت کوم چې نه یې سر مالومېږي او نه بېخ د کېښتۍ له پیله مې زړه په درزا پیل وکړ.

یو ساعت مزل مو وکړ، کېښتۍ په حرکت وه مخکې یې شنې اوبه څېرلې او شاته به یې یوه لاره پرېښوده، ورو، ورو به مو شاتنی له اوبو جوړه شوې لاره بېرته اوبو ډکه وله،

اسمان هم تک شین مالومېده، یوه نیمه الوتونکې مرغۍ به پکې ښکاره شوه، وزرې به یې مالومېدې چې په هوا کې یې د توازن او تلو لپاره ښوري، کېښتۍ لاره لنډوله له سمندري موجونو او د یونان او ترکیي د سمندري ځواکونو له وېرې به مو یوه او بل لوري ته سترگې غړولې، مخ لوري ته مې پام شوه د بحر یوه څپه لکه غونډۍ پورته کېده او بیا به ښکته کېده، څپه زموږ په لور راروانه وه، په چټکي زموږ لوري ته په خوځښت وه، په کېښتۍ کې ځوگ او شور شو، ناستو خلکو هم دغه لویه څپه ليده چې د کېښتۍ خواته رانېږدې کېږي، کېښتی کې ناست خلک زیاتره د افغانستان، عراق، سوریې او پاکستان ؤ، په وارخطایي دوی یوه او بل ته کتل، له څه ویلو پرته یې یو بل ته د لېدو په وسېله پیغام ورکاؤ چې حالات بېړني دي او دوی د خطر سره مخ دي، لااله اله الله محمدرسول الله مې د ځینو په خوله واورېدل.

ما هم کلیمه تېره کړه، بلال ته مې وکتل د هغه رنگ الوتی ؤ څپه راورسېده کېښتۍ یې پورته کړه، له کېښتۍ سره د څپې ټکر زه هم په هوا کړم، هو یوه د کېښتۍ په منځ کې په تاو شوې رسۍ منگولې لگولې وې خو زما لاس لا مخکې ترې خطا شوی ؤ، بلال زما د نیولو هڅه وکړه، هغه لاس راپسې راواچاؤ خو زه د کېښتۍ له چوکاټه وتلې وم، هغه مې هم ځان سره راواخیست.

په بلال پسې بل کیښتی کې ناست مسافر لاس وروغځاؤ، هغه ته د بلال حفاظتي واسکټ په لاس ورغی، حفاظتي واسکټ د بلال له غاړې وخوت، په کیښتی کې ناست مسافر ته په لاس کې ور پاتې شو، زه دې اوبو په منځ کې ولگېدم، بلال هم زما د ژغورلو لپاره زما په سرنوېشت څه چې له ما په بدتر سرنوېشت اخته شو، پرته له کومې وسیلې اوبو ته ولوېده، ما سره خو حفاظتي واسکټ ؤ، اوبو نه ډوبولم، خو بلال سره، هېڅ هم نه ؤ، هغه همداسې لاس او پښې په اوبو کې وهل تر څو یې اوبه ډوب نه کړي، هغه زما نه په یوه څه فاصله کې لرې ؤ، کېښتۍ د څپې بل لوري ته واوښته، ډوبه نه شوه، خو تم هم نه شوه.

                            6: ډیالوگ

ډیالوگ د کرکټرونو تر منځ خبرو ته ویل کېږي.

یا به له ځانه سره غږېږي او یا له نورو سره.

د ډیالوگ داستاني بېلگه:

دروازه مې ټک، ټک کړه، چا خلاصه نه کړه، ځنډ شو بیا مې وټکوله، د ساتونکي په ځای بلال خلاصه کړه.

ورته مې کړه ساتونکی چېرې ؟

ـ هغه مو د خوراک توکو لپاره ولېږه.

ـ بیا خو کاشکې لږ ناوخته راغلې وای، نو څه دې کول؟

ـ بس د پام غلطولو لپاره مناسب فرصت ؤ

ـ نو ماته دې څه راوړل؟

ـ راوړل مې خو بېرته پښیمانه شوم

ـ داسې څه دې اخیستل چې ته پرې پښیمانه شوې؟

ـ پرېده یې…

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ