د قافيې زیانونه

قافیه له کمالونو او ګټو سره- سره، د شعرونو جانبي موسیقي هم جوړوي. چې په شعر کې یې تر ټولو لوی کمال هم، همدا دی. په دې موسیقي کې د اوازونو تکرار راځي او کلمې شرنګېدلې

کوي، په منظومو شعرونو کې قافیه تر هرڅه مهمه ده، د قافیې غلطي او یا د قافیې نشت تر هرڅه لومړی د لوستونکي او اورېدونکي توجه جلبوي. د قافيې غلطي پر غوږنو باندې ډېره پرېوځي، اورېدونکی دېته نه ګوري، چې شاعر پخپل نظم کې څه ویل غواړي، بلکې سمدستي په دې عقیده کېږي، چې شاعر د نظم په جوړولو نه پوهېږي؛ خو د شعر دا مهم توک ځینې زیانونه هم لري:

الف:
ځینې شاعران د قافیې د کلمو د پيدا کولو په لټه کې وي، چې باید د شعر له نورو کلمو سره یې اهنګ برابر وي؛ نو ځینې داسې نا‌اشنا او نادر لغتونه د قافیې په کلمو کې راوړي، چې د هغو کلمو استعمالول چې لوستونکی یې په معنا نه پوهېږي، د کلام فصاحت کموي او فصاحت او وضوح ته، چې صدمه ورسېږي، طبعا د کلام بلاغت او په مخاطب باندې تاثیر کولو ته هم صدمه رسېږي.

ب:
بل لوی تاوان یې دا دی، چې ډېر ځله خیال او مفهوم د قافیې قرباني شوي او شاعر د خپلې تجربې د بیان په ځای د قافیې په وجه نور څه ویلي دي. مثلا که «خزان» د قافیې کلمه وي، همدې سره د بوستان، کلمه قافیه شوې، چې په بوستان کې بیا جانان ګرځېدلی او له جانان سره بیابان پیدا شوی دی…

ج:
که له کوم شاعر سره د ویلو له‌پاره ډېر څه وي؛ خو د قافیې ارونه ممکن ورته څه ستونزې پیدا کړي وي او هغه خپلې خبرې، چې څنګه باید شوې وای، نه یې دي کړې او د قافیې په کلمې یې خبره پایته رسولې.

د:
داسې هم شوی دي، چې د قافیې کلمې په شاعر باندې ضد او نقیض مفهوم بیان کړی دی. مثلا د فارسي ژبې شاعر صایب، دوه بیتونه را‌اخلو، چې یوه کې صایب د فرهاد ځان‌وژنه د هغه د غیرت او شهامت له وجهې ګڼي او وایي:
فرهاد بد نکرد که خود را هلاک ساخت
عشق غیور بار شراکت نمي کشد
بل ځای بیا یې ځان‌وژنه د مېړانې له وجهې نه بولي او د غیرت له جوهر سره یې منافي ګڼي:
تیشه را بایست اول بر سر خسرو زدن
جوهر مردانه ګي در تېشهء فرهاد نیست
په دې بیتونو کې د شعر د مفهوم نقض کول د قافیې د کلمې له وجهې شوی دی، که د قافیې محدودیت نه وای؛ نو مفهوم به هغسې بیان شوی وای، څنګه چې شاعر غوښت.

سميع وحدت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب