د فېسبوک کاروونکو ته څو نصيحتونه

 

(۱) د حق د ملګرتیا او ژوندي کولو کې کوښښ وکړئ.

(۲) د باطل د مخالفت او مقابلې کوښښ وکړئ.

(۳) د حرامو عکسونو او ویډیوګانو له خپرولو ځانونه وساتئ.

(۴) له داسي ټوکو او خبرو ځانونه وساتې چې دین، دیني شعائرو، قومونو او اشخاصو ته سپکاوی په کې وي.

(۵) له بې ګټې بحثونو ځانونه وساتئ.

(۶) له اوازو او دروغو خپرولو ډډه وکړئ او د نورو دروغ او اوازې هم مه نقلوئ.

(۷) هغه حدیثونه، روایات او کیسې خپروئ چې کره او مستند وي.

(۸) داسي څه خپروئ چې د خلکو دیني او دنیوي ګټې په کې وي.

(۹) هرې کلمې ته مو متوجه اوسئ داسې هیڅ خبره مه خپروئ چې په اخرت کې درته پيټي ګرځي.

(۱۰) ځانونه د خیر او ښو کیلیانې وګرځوئ او کوښښ وکړئ چې د شر او بدو مخه ونيسئ.

،

الله جل جلاله دي موږ ته د ښه عمل توفیق راکړي

بسم الله درویش

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب