د فیسبوک ونډه د ادب او ادبي تجربو په لېږد کې

يوې بهرنۍ موسسې د خواله رسنيو په اړه يوه سروې خپره کړې او په سروې کې يې په ځانګړي ډول د فیسبوک ټولنيزې پاڼې په اړه ويلي چې دغه پاڼه د کارکوونکو د شخصيت پېژندلو ښه وسيله ده او که وغواړئ چې د يوه کس د شخصيت په اړه پوره معلومات تر لاسه کړئ؛ نو د هغه فیسبوک پاڼه، وګورئ، پوسټونه، کومنټونه، لايکونه او حتى ملګرى يې وپلټې چې له دې لارې يې په اړه ډېر اسانه قضاوت کولى شى.

دغه موضوع په رښتيا هم ډېره دقيقه او مهمه ځکه ده چې هر څوک يې په اسانه تجربه کولى شي او له فیسبوک پرته نورې ټولنيزې رسنۍ هم د شخصيت معلومولو پرانېستې هندارې دي. په تېرو پنځه شپږو کلونو کې چې په افغانستان کې خواله رسنۍ په ځانګړي ډول فیسبوک پاڼه ډېره عامه شوې او په افغانستان کې يې هم د نورې نړۍ په څېر ګڼ کاروونکي موندلي، نو کولى شو چې په خپلو موخو کې ترې د نورو وسيلو په پرتله د يوې اغېزمنې وسيلې په توګه کار واخلو.
موږ غواړو چې د ادب او ادبي تجربو د لېږد په برخه کې ددې وسيلې په رول تم او خبرې وکړو. اوسمهال په افغانستان کې د فیسبوک زيات کاروونکي ځوانان او پوهنتونونو زده کوونکي دي، دا چې څنګه يې کاروي او څه په کې کوي، موږ پرې څه نه وايو، خو ددغه ځوانانو يو زيات شمېر يې ادبيان، شاعران، فرهنګي او کلتوري بهيرونه دي چې د خپلو فعاليتونو او پنځوونو په اړه نوي معلومات او تازه موضوعات خپروي.

اوسمهال نږدې هر شاعر او ليکوال خپله نوې پنځونه، ژباړه او يا بله موضوع تر بلې هرې وسيلې حتى ويبپاڼې وړاندې د خپل فیسبوک او يا لايک پاڼې له لارې خپروي او په ډېره کمه موده کې د هغه تر اکثره ملګرو رسېږي او له ځنډ پرته د هغوى غبرګون، نيوکه او ستاينه تر لاسه کولى شي.

تر دې وړاندې به ادبي اثار، ډېر کم ويبپاڼو ته تلل او ويبپاڼې به هم په هغه کچه مشهور او يا مطرح نه وې چې د ادبياتو مينه وال دې پسې وګرځي، که به دا هم نه وو، نو د چاپي او غږيزو خپرونو له لارې به تر مينه والو رسېدل او ليکوال يا شاعر نه شوى کولى چې د خپل اثر په اړه د مينه والو غبرګون په مناسبت وخت کې تر لاسه کړي او خپلو نيمګړتياوو ته ځېر شي.
زه که له خپلو تجربو ووايم، نو قضاوت به مې يو څه باوري وي. زما سره په فیسبوک پاڼه او لايک پاڼه کې له ٤ تر ٥ زرو پورې

کسان ملګري دي. زه نه وايم چې دوى به ټول اديبان او يا د ادبياتو مينه وال وي، خو تر نيمايي راسره اديبان، ابتدايي او اوچت شاعران او ليکوال دي، چې يو له بل سره هر وخت د ادبي خپرو شوو موضوعاتو او اثارو په اړه نظريات شريکوو، کره کتنې او وړانديزونه کوو او دې چارې ماته ددې توان راکړى چې په خپل نوي اثر له سره کتنه وکړم او نورو خپرونو ته تر رسېدو وړاندې په کې اصلاحات راولم.

فیسبوک چې د نظرياتو د تبادلې او بحثونو لپاره غوره وسيله ده، همداسې د ادبي پنځوونو، سمون او ادبي تجربو د لېږد لپاره هم يوه ډېره غوره وسيله کېدلى شي. څرنګه چې زموږ په ادبي غونډو، کره کتنو او مهالنيو ناستو کې يوه ستونزه د ادبي اثارو په اړه د ملګرۍ او لوري پالل دي، چې د کره کتنې او ادب پالنې اصلي روح ته زيان رسوي او د غوره ادبي اثر د رامنځته کېدو تمې پرې کوي؛ همداسې فیسبوک هم کله کله له دغه ستونزې سره مخ وي او د ادبي اثر پر ځاى د اثر پر پنځوونکي او د هغه پر شخصيت خبرې کېږي او تر اثر ورها خوا د شخصيت تر پوښتنو لاندې نيسې چې دا يوه ناسمه چاره ده.

فیسبوک
فیسبوک

د فیسبوک ستونزې:

ددې شېګڼو تر څنګ همداسې جعلي اکونټونه( کاروونکي) هم يوه بله ستونزه ده چې د اديب او ادبي اثر په اړه شخصي عقدې او يا ستونزې په بل ډول مطرح کوي او ډېر کم به داسې کسان ومومو چې له دا ډول پاڼو څخه مبتدي اديب ته د ادبي اثر په اړه يوه سالمه مشوره او خبره وکړي.

مهمه خبر داده چې وړ او هڅاند اديبان له فرصت څخه ګټه اخلي، د لويو شاعرانو او کره کتوونکو فیسبوک او لايک پاڼې ګوري، دهغوى له نوو ليکنو او تجربو ګټه اخلي او هم هڅه کوي چې د خپل اثر په اړه له ځان نه د پورته او پوهو کسانو نظر ترلاسه کړي، چې دغه کار له فیسبوک پرته د برېښناليک او يا بلې وسيلې له لارې ممکن نه و.

نن چې په فیسبوک کې په سلګونو فیسبوکونه او د ځانګړو ژانرونو فیسبوک پاڼې لرو، نو اړينه ده چې د وخت تنګ والي په نظر کې نيولو سره داسې مسايل او موضوعات مطرح شي چې ځوان ادبي کهول ته يې ګټه زياته او هغوى ته د يوه رونيز مکتب حيثت ولري، خو که چېرته فیسبوک پاڼې هم د ځينو ادبيانو ترمنځ يو بل ته ښکنځلو او هسې د وخت تېرولو وسيله شي، نو بيا د ادب او ادبي تجربو د لېږد پر ځاى د ادب ملا ماتوي.

يوه بله ستونزه هم شته او هغه دا چې د ځينو لويو ليکوالو او شاعرانو په نامه ځينې فیسبوک او لايک پاڼې شته چې خپله د هغوى له خوا نه چلېږي او ځينې نږدې ملګري او علاقمندان يې ورته چلوي چې تر ډېره يې په مسووليت سره نه شي چلولى او د خپلو مينه والو او يا هغو کسانو پوښتنو ته ځواب نه ورکوي چې د ادب او ادبي موضوعاتو په اړه ورسره ځينې پوښتنې وي.

په ټوله کې ويلى شو چې د فیسبوک خواله رسنۍ د ادب او ادبي تجربو او خبرونو په لېږد په ځانګړي ډول د ادبي موضوعاتو او اثارو په کره کتنه کې مهم رول لوبولى او بې له څه ستونزې په اسانۍ سره هر څوک نظر ورکولى شي او غبرګون تر لاسه کوي چې دا يو مثبت ګام دى، خو دا چې څنګه اصلاحات په کې راشي او څنګه د يوې لا اغېزمنې وسيلې په توګه کارول شي؛ دا خپله د کاروونکو پر ژمنه او کار پورې اړه لري چې بايد د يوه ژمن فیسبوک کاروونکي په توګه ځان ثابت کړي او خپله ژبه او شخصيت هېڅکله هم له پامه ونه غورځوي.

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ