د غوصی لري کولو شپږ تدابیر
هر مسلمان ته پکار ده چی په دی شپږو تدابیرو عمل وکړي.
۱- کور او دکان ته د داخلیدو په وخت سلام اچول او کور د ننوتلو دعاگانو اهتمام کول.
۲- د غصی په وخت “اعوذ بالله من الشیطان الرجیم” ویل او که چیرته ولاړ وي کیناستل او که ناست وي ولاړيدل.
۳- د غصی په وخت کی اوبه څښل یا اودس کول.
۴- چي چیرته غصه درغلی وي هغه ځای فوراً پریږده- که په کور کي غصه درغله یو څه وخت لپاره بیرون ووزه دا له ټولو مجرب عمل دی که په کور کي دی ښځي یا ځامنو ته غصه راغله نو بیرون جمات ته لاړ شه او دوه رکعته “صلوة التوبه” وکړه.
۵- چا ته چی ډیره غصه ورځي د هغه علاج داده چي دا الفاظ په یو کاغذ ولیکی او په داسي ځای کښي زوړند کړی چي ځی راځی ستا نظر پری ولږیږي.
دا الفاظ:
[الله (جل جلاله) په تا باندي ډیر قدرت لری له هغه چي ته یی په خپله ښځه،خپلو بچو،خپلو ملازمینو،او خپلو شاگردانو باندی قدرت لری الله ج له هغوي نه په تا ډیر قدرت لري]نو لهذا داسي باید ونه شی چي جرم له سزا څخه زیات شي کنه په دنیا او آخرت کي به پری ونیول شی .
۶- صبر کوه “علامه بغوی رح د انس (رضی الله عنه) روایت نقل کوي چی رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمائيلی: چا چي غصه وخوړه(يعنى قابو يي کړه) چي دی په دغه کار کولو باندي قادر هم وي نو الله ج به یی دقیامت په ورځ را وغواړی او ده ته به اختیار ورکړي چي کومي حوري سره دي خوښه وي نکاح ورسره وکړه.
لیکوال:انس غزنوی