د غربت حال | شعر
څوک به جوړ کاندي ذرې ذرې وطــن زما
دا د ســترو ارمانــونو ډک ګلـــشن زما
په غُربت کـې مې تـــیریږي، شـــپې ورځې
څوک به وګــــنډی ، په دې دیار کــفن زما
په هر ځــای کې مو د تن ټــــوټې پرتې دي
څوک به ټول کړي دا قطرې قطرې بدن زما
بې رُخۍ په حال مې شـــپې ورځې تیریږي
په غُربت کې به څــوک وکــاندي دیدن زما
خــــدایه داســـې امـــــــن راولې وطـــن ته
چې آرام مې شي وجود کې روح او تَن زما
سید عبید الله نادر