د شهید محمد موسی شفیق ژوند او په پښتو ادب کې د هغه د ونډه
چې دا یو که په همدې شانې اوسیږو
نو په مړو او معدومو به شمیریږو
راځئ هله چې لاسونه سره ورکړو
ګنې دا سیلاب که راغی تباه کیږو
شهید محمد موسی شفیق
«د ښاغلي دین محمد ګران چې اوس د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځۍ استاذ او د نوموړې پوهنځۍ رییس هم دی وايي: په هغه وخت کې چي انورالسادات د مصر جمهور رییس و موږ د الازهر په پوهنتون کې په تحصیلاتو بوخت وو، د الازهر په پوهنتون کې هغه وخت د علامه سید جماالدین افغان د کلیزې د لمانځلو لپاره ستر او پراخه ترتیبات نیول شوی وو، چې د نړۍ بېلا بېلو هیوادونو څخه پوهان او هم دولتي لوړ پوړي شخصیتونه را غوښتل شوي وو.
غونډه د ارواښاد موسی شفیق په وینا چې په هغه وخت کې په مصر کې د افغانستان سفیر و، پرانیستل شوه، ښاغلي شفیق په خپلې عالمانه او جذابې وینا سره برخه وال ټول تر خپلې اغېزې لاندې راوستل، د غونډې اختتام د جمهور رییس د مرستیال حسین شافعي په واسطه وشو، هغه په خپله وینا کې څومره ستاینه چې د علامه سید جماالدین افغان وکړه، په همغه اندازه یې ارواښاد موسی شفیق هم وستایلو، هغه حاضرینو ته په خطاب کې وویل: «افغانستان په نړۍ کې یو مردخېزه او نابغه زېږوونکی هیواد دی، په افغانستان کې د علامه سید جماالدین افغان په شان ډیر ستر شخصیتونه تیر شوي، اوس هم موسی شفیق دی چې دوه ساعته مخکې یې ستاسې په وړاندې خپله وینا واوروله، آیا دا په افغانستان کې یو بل سید جمال الدین نه دی؟!»»
(۱)
هره ټولنه او خلک د خپلو مشاهیرو او مشرانو د اخلاقو په بنسټ ژوند تیروي او دغه مشران پاتې نسلونو ته خپل اخلاق او کرداورنه په میراث پرېږدي او د تاریخ پاڼو ته سپارل کیږي، په همدې اساس غواړم د ډموکراسي د لسېزې د وروستي لومړی وزیر محمد موسی شفیق په ژوند، اند او ادب په هکله لنډې خبرې وکړم، ترڅو د ادب او قلم خاوندان په ځانګړې توګه ځوانان نه یوازې د خپلو مشرانو له کړنو خبر شي بلکې په افغاني ټولنه کې یوه سالمه الګو او آیډیال پیداکړي.
د محمد موسی شفیق زوکړه او کورنۍ:
«محمد موسی شفیق، د هېواد د نامتو عالم، مرحوم مولوي محمد ابراهیم کاموي زوی، ۱۳۰۸ لمریز کال د جوزا په پنځمه نېټه (۱۹۲۹) میلادي په کابل کې زېږېدلی. له آره د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. شهید شفیق په خپله ځان داسې را پېژني: «زما نوم محمد موسی شفیق، پلار مې مولوي محمد ابراهیم کاموي نومیږي، زموږ کورنۍ د ننګرهار ولایت د کامې په سیمه کې اوسیږي. زه خپله په کابل کې چېرې، چې پلار مې ډېره موده کار کاوه د ۱۳۰۸ ل کال د جوزا پر پنځمه زېږېدلی یم. رسمي تحصیلات مې په ابتدايي مرحله کې د کامې او کابل په ښوونځیو کې پیل کړي او بیا وروسته د پلار په اراده او امر د ننګرهار ولایت په نجم المدارس کې شامل شوم. دوه کاله وروسته د کابل عربي دارالعلوم ته راغلم، چېرته چې مې دولسم ټولګی خلاص او مولوي ترې راووتلم. له مدرسې وروسته په شاهي دارالتحریر کې مقرر شوم. بیا د پوهنې وزارت له خوا د تحصیل لپاره مصر ته ولېږل شوم، چې د تحصیل له بشپړولو وروسته امریکې ته ولاړم.»
«د ارواښاد شفیق پلار، مولوي محمد ابراهیم کاموي، په خپل وخت کې د هیواد له نامتو څېرو ګڼل کېده. مولوي صاحب کاموي دافغان – انګلیس د درېیمې جګړې پر مهال، د ننګرهار په سراج العمارت کې د انګرېزانو پر ضد د جهاد فتوا ورکړه، چې له ده وروسته د کابل په عیدګاه کې غازي امان الله خان هم جهاد اعلان کړ. د ملي لښکرو په ترتیب کې ښکاره رول او په جهاد کې یې فعاله ونډه لرله. شهید شفیق د خپل پلار په باب وايي: «زما پلار د هغه اوږده او حساس ماموریت له کبله، چې د افغانستان په اوسني او پخواني دورو کې یې سر ته رسولی د افغانستان په تاریخ کې د یوه معین دور نمایندګي کوي. زه په خپله ځان کې د هغوی د مثبتواو ګټورو نظریاتو تأثیر ګورم.»
نو ځکه د شفیق د شخصیت په جوړېدو کې د ده پلار مرحوم اغېزه درلوده.
که څه هم مولوي محمد ابراهیم کاموي د هیواد په مختلفو برخو کې د قضا ستره او درنده دنده تر سره کړې وه، خو ژوند یې ساده و، شهرت ننګیال د شفیق په باب په خپلې په زړه پورې څېړنې کې د ارواښاد مولوي کاموي په هکله لیکي: «کله چې خدای بښلی د مزار شریف مرافعه محکمې له ریاست نه تبدیل شو، سیمه ایزو چارواکو یې د سامان لېږدونې لپاره یو موټر ورلېږلی و، خو دی چې له خپل استوګنځای راووت، یوه بړستنه، یو تور چای جوش او څو ګیلاسونه وروسره و، چارواکو داسې ګڼلې وه چې کیدای شي په دغه موټر کې به یې هم قالینې او نور سامانونه ځای نه شي، خو چې ویې لیدل د هغه ټول سامان د یوې غوټې په کچه دی، هک پک شول.»
(۲)
زده کړې:
«شهید شفیق هم د وخت د نورو زده کوونکو په څېر لومړنۍ زده کړې په ښوونځي کې پیل کړې. شفیق لومړنۍ زده کړې د کابل او ننګرهار په ښوونځیو کې پیل کړې، له لومړني ښوونځي وروسته د ده په وینا د پلار په اراده او امر د ننګرهار ولایت په نجم المدارس مدرسه کې شامل شو. شفیق، په نجم المدارس کې دوه کاله سبق ووایه او له هغې وروسته د کابل په عربي دارالعلوم کې شامل شو. … دکابل دارالعلوم کې د نورو طالبانو په څېر یوازې پر درسي نصاب یې بسیا ونه کړه، بلکې ادبي مطالعې یې هم کولې او په ادبي غونډو کې یې هم ګډون کاوه، چې دغو فعالیتونو له فراغت سره سم شفیق شاعر او لیکوال هم کړ. له فراغت وروسته له یوې خوا شفیق مولوي و او له بلې خوا شاعر او لیکوال، چې له دې امله په شاهي دارالتحریر کې پر دنده وګومارل شو.
په شاهي دارالتحریر کې له څه موده دندې وروسته، د پوهنې وزارت له خوا د مصر هیواد، الازهر نړیوال پوهنتون ته په یو تحصیلي بورس واستول شو. شفیق په مصر کې په اسلامي حقوقو کې دلیسانس د بري لیک تر لاسه کړ او له فراغت سره جوخت یې په عربي چارو کې هم په همدې هیواد کې ماسټري وکړه.
په عربي چارو کې له ماسټرۍ وروسته، شفیق د لوړو زده کړو د پر مخ بیولو په موخه د امریکا متحده ایالاتو د کولمبیا پوهنتون ته ولاړ. په کولمبیا پوهنتون کې یې په مقایسوي حقوقو کې دویمه ماسټري تر لاسه کړه. له دویمې ماسټرۍ وروسته، شفیق د هاروارډ پوهنتون نه په نړیوالو چارو کې تصدیق تر لاسه کړ او د یو اکاډمیک شخصیت په توګه په پښتو او دري سربېره، په عربي، انګلیسي او فرانسوي ژبو خبرې او لیکنه کولای شوه. شهید موسی شفیق په یو شمېر خپرونو کې په یادو ژبو حقوقي لیکنې هم کړې دي.»
د موسی شفیق شخصیت:
«ښاغلی موسی شفیق په خپله لیکلي دي: «د مور ژبه مې دري او د پلار ژبه مې پښتو ده، عربي او انګریزي ما ورسره زده کړې دي زما په تربیه کې لومړی مؤثر شخص زما پلار دی، د هغه ډېرو مثبتو افکارو په ما تأثیر کړی دی، له هغه نه وروسته په ټولنیز ژوند کې د پښتو ځینې نومالیو ادیبانو زما په روزنه کې برخه اخیستې ده. او په دارالعلوم کې د مولانا غلام نبي کاموي اثر زما په فکر باندې د مخصوصې یادونې وړ دی، په مصر کې مې له ښاغلي (داوي) نه هم ډېره مستقیمه استفاده وکړه او قاهرې علمي او ثقافتي محیط د رسمي تحصیل نه علاوه زما د فکر په وسعت باندې ډېر زیات تأثیر وکړ. د امریکې سفر او په هغه هیواد کې اقامت د غربي ژوندانه د طرز سره آشنا کړم او بالاخره د دې مختلفو مؤثراتو د تفاعل په نتیجه کې ما سره د ژوندانه به باب یو شمېر ثابت نظریات پیدا شول چې زه ورته خپله لاره وایم. او ډېر دوستان لرم چې موافقه ورسره نه لري.»
«د موسی شفیق نږدې دوست او ملګری (پیر سید احمد ګیلانی) د معلوماتو له مخې ښاغلی شفیق د هیواد د نامتو شخصیت لیکوال، ژورنالست او سیاستمدار استاد صلاح الدین سلجوقي له فکر څخه هم متأثر و.»
ډاکټر محمد صدیق اباسین د ارواښاد محمد موسی شفیق د شخصیت په اړه جوړ شوي سیمینار ته داسې وویل «د پښتون سید جمال الدین افغاني څخه وروسته په هیواد او منطقه کې د ویم اند ځواکه سیاسي شخصیت ګڼل کیږي. زه په ویاړ سره ویلی شم چې که د افغان سید جمال الدین نبوغ له یو کهکشان سره پرتله کړو نو شفیق د خپل فکري او اندیز ځواک پر بنسټ په دغه کهکشان کې یو روڼ ستوری او د شرق د دغه ستر نابغه د سیاسي لارې تر ټولو پیاوړی لاروی و.»
(۳)
ادیب موسی شفیق:
شهید موسی شفیق د مور وطن افغانستان او دکړیدلي افغان ولس په ځانګړي ډول پښتون قوم هر درد او څړیکه په خپلو غوښو او هډونو حسوله او تل یې د خپلې خاورې او خلکو لپاره د اصلاح او فلاح غوښتنه کړې ترڅو د نړیوالو سره په څنګ کې په اوچت سر ژوند وکړي. همدا وجه ده چې د هغه په شعرونو کې تر ډېره د وطن د مینې رنګ ډېر بارز او غښتلی تر سترګو کیږي، دلته د نومونې په ډول د هغه د شعري ټولګې (پیغام) په نوم چې په ۱۳۳۷ هـ ش کال کې چاپ شوې څو بیتونه را اخلو:
سمه لار لویه په لوري د مراد را
دا ویده پښتون چې ویښ کړي ها فریاد را
چې مې عزم ته د غره ویستل هیڅ نه وي
د کوشش جذبې مې ويښې د فرهاد را
بې ځایه سخت دریزي یې غندلې او له هغه چا څخه چې د اسلام څخه پوره معلومات د نه لرلو په وجه یې د اسلام پراخ نظام لنډ او تنګ کړی دی سر ټکولی او هغه یې په آشنا جامه کې د اسلام د ناجي حضرت محمد (ص) د پیغام د له منځه وړلو وسیله بللې ده:
رسول الله صلی الله علیه وسلم
در نه ځار شم سر را پورته کړه یو ځلې
په آشنا جامو کې ورک یې ستا پیغام کړ
په آسانه په کې ساه وېستلی محال دی
هومره تنګ یې ستا هغه پراخ نظام کړ
شفیق د هغو بد وايي چې دین د دنیا د ګټو لپاره وسیله او دام ګرځوي:
دین یې دام دی د دنیا په لار کې ایښی
پرې را اړوي وحشیان د مخلوقات
د هغو په لور یې سترګې وي ختلې
چې په لاس یې سر سایه وي یا زکات
شهید شفیق خپله د (پیغام) د شعرونو په باب وايي: «… دغه شعرونه هغه وخت ویل شوي، چې ما په دارالعلوم کې د یوې مجهولې ایندې خوا ته زړه او نازړه په وېره وېره خاپوړې کولې. له هغې نه وروسته زما په ژوند کې ډېر تحولات پېښ شول، د هغې ایندې ډېره برخه اوس شوه او که زه د دې «اوس» نه په دې کم او کیف خبر وای ما به د هر یو کال نه به هماغه تنګ، تریو او تپه تیاره دارالعلوم کې دوه او درې کلونه جوړ کړي وای.»
رښتینی شاعر د خپلې ټولنې او د خپل مور وطن په دردونو خواشینی کیږي د هیواد له زخمونو څخه د درد په محسوسولو سره سم فریاد کوي موسی شفیق هم د وطن رښتینی بچی وو په خپل ولس یې زړه سوځېده او له الله (ج) څخه یې د پښتنو د ويښولو لپاره فرهادي عزم غوښت:
سمه لار لویه په لوري د مراد را
دا ویده پښتون چې ویښ کړي ها فریاد را
چې مې عزم ته د غره ویستل هیڅ نه وي
د کوشش جذبې مې ویښې د فرهاد را
د افغانانو ژوند یې په مرګ حساب کړی او د افغانانو له دغه حالت لیدلو یې خپل مرګ غوره بللی چې دا یې هم له خپل ملت سره د بې کچې مینې ښکارندوي ده او هغوی ته د یو موټي کېدو سپارښتنه کوي:
کاشکې مړ وای چې مې هیڅ نه وی لیدلی
دا د ستا په مرګ حساب ژوندون افغانه
نه شرمیږې ټول قومونه سره یو شول
ته شکېدلې تڼۍ پروت یې پرېشانه
د پښتنو له بې ځایه سرتمبګي او جهالت څخه یې هم سر ټکولی او هغه یې د فیل په غوږ کې ویده بللي:
د هاتي غوږ کې اوده یې بې انصافه
خلک ګرځي د آسمان په کنارو کې
ته لا وايې الف بې د تربګنیو
د نفاق او جهالت په سپارو کې
شاعر چې د ټولنې انځورګر دی او له خپلې ټولنې الهام اخلي او هغه سیاسي وضعیت چې شاعر په هغه کې ژوند کوي د هغه وخت د سیاست خواږه او ترخه یې ضرور په شعر کې را څرګندیږي، بیا په تېره بیا د موسی شفیق غوندې شخصیت چې نسبتاً سیاسي بصیرت یې زیات وي ضرور شعر یې سیاسي رنګ خپلوي چې په هغه وخت کې مو هم سیاسي وضعیت له ځینو ګاونډيو هیوادونو سره په هسک او ټیټ وضعیت کې وو د ډېرو خلکو په وینا په همدغه موخه یې دغه الفاظ له خولې وتلي:
دبستان کې د ایشیا چې زه استاد وم
تا لوستله هغه وخت کې سپاره
مخ دې تور شه اوس زما سره دعوه کړې
ته او خدای نو په همدغه قواره
د شفیق د شاعري په هکله د پښتو ژبې نامتو لیکوال او څېړونکی، شهرت ننګیال وايي: «… په تېره د قطعو او څلوریزو په چوکاټ کې یې، چې د مناجاتو کومه بریالۍ تجربه کړې هغه د خواجه عبدالله انصاري د مناجاتو سپېڅلتیا، څرګندتیا او ژورتیا ټوله په خپله غېږ کې رانغښتې، په پښتو کې په دغسې کم او کیف د مناجاتو یا راز او نیاز شاعري، چې له دنیا نه د تېښتې پر ملي دردونه، هیوادني آرمانونه او ټولنزې ستونزې پکې سپړلې او څېړلشوې وي، په خپل ځای یو نوښت ګڼلی شي. د دغو شعري ټو ټو شمېر ۵۴ ته رسیږي او د تولګې لومړۍ برخه جوړوي.»
له شاعري سره سره یې په نثر کې هم کار کړی دی:
په ۱۳۴۶ ل کال په کابل کې یې د (عبقریان) په نامه د لنډو کیسو ټولګه خپره شوه، په دې ټولګه کې پنځه لنډې کیسې راغلي دي، عبقریان، هفته کوک، ډاکټر صاحب، د تمې کاروان، او برکت تر سرلیکونو لاندې راغلې دي. په دغو کیسو کې د ټولنې ستونزې بیان شوي دي او هم د افغاني ټولنې وروسته والي ته پکې اشاره شوې ده. د عبقریان په سریزه کې شهرت ننګیال لیکي: « عبقریان مجموعه په لنډو کیسو کې تحلیلي او توصیفي اړخ او انتقادي شعرونو ډېرې ښې غزونې کړې او د پښتو لنډې کیسې په وړاندې یې پرمختللي ادب څخه د ښې او په ځای استفادي او نویو تجربو هڅې په ډېر مهارت سره پلي کړي دي. مرحوم شفیق د نړۍ له پرمختللي ادب نه د خپل ملي ادب په بنیاد استفاده کړې او هېڅکله یې هم پښتو ادب د غربي ادب په خم کې نه دی رنګ کړی او د پښتو ادب انفرادیت او ځانګړتیاوې یې په ښه شان ساتلي دي. په دې توګه هېڅکله یې هم پښتني اقتدار له پامه نه دي غورځولي او پښتني ماحول او تهذیب یې ډېر ښه په کې انځور کړی دی. په دغو لنډو کیسو کې د ټولنې نیمګړتیاوو ته ګوتنیونه او د هغې سمون په ډېر لطیف انداز کې ښودل شوي او په انتقاد کې د زړه سوي او اصلاح حقیقت ډېره په زړه پورې بڼه نغښتل شوه دی… او همدارنګه په دغو کیسو کې د تفریح او ادبي تندې د ماتولو په څنګ کې د اصلاح او ټولنیزو ستونزو او دهغو حل ته هم د پام اړولو هڅه شوې ده. ځکه خو موږ شهید شفیق د پښتو ادب د نوښتګر او مجتهد لیکوال په توګه پېژنو، چې د ده فن او هنر زموږ د ادبي او قلمي هڅو بریاوو او لاسته راوړنو یو زرین پیر ګڼلی شي.»
په همدې سریزه کې شهرت ننګیال د موسی شفیق د لنډو کیسو په هکله د زرین انځور نظر را اخلي: «د شهید محمد موسی شفیق کیسه لیکنه زموږ د معاصرو ادبیاتو په څېړنه کې د ډېرو دلایلو له مخې یوه په زړه پورې برخه جوړوي، سره له دې چې هغه هم یا زیاتې لنډې کیسې ونه لیکلې او یا یې موږ ته ټولې لنډې کیسې را ونه رسېدلې، خو هغه څه چې ترې پاتې شوي او هغه لنډې کیسې چې نن زموږ په لاس کې دي د خپل وخت د ډېرو ښو اثارو په توګه به تل خپل ارزښت وساتي.»
د موسی شفیق د لنډو کیسو (عبقریان) په هکله استاذ اسدالله غضنفر د لوی انسان کیسې تر سر لیک لاندې داسې لیکي: «په عبقریان کې د لیکوال یوه درې او څلور پښتو کیسې خوندي دي، دا د افغانستان د معاصر ادب د کیسو ښې او کامیابې بېلګې بللی شو، ځکه هغه توقع یې پوره کړې ده چې له ادبي اثارو یې لرو».
که څه هم شهید محمد موسی شفیق تر مصر او امریکا ورسید او لوړې زده کړې یې وکړې، ولې بیا هم د یو ځیرک لیکوال او شاعر په توګه یې د نړۍ په مختلفو ځایونو کې د وطن د ستونزو په باب شعرونه او کیسې لیکلي دي. کله چې په مصر کې په لوړو زده کړو بوخت و، بیا یې هم د کابل ادبي خپرونې تعقیبولې. په خپل یو لیک کې استاد صدیق الله رښتین ته لیکي: «خدای پاک دې وکړي چې په کارونو او وظایفو کې لا بریالی او مؤفق اوسې. کابل مجله، چې کله را رسي، نو د پښتو ټولنې د اجراآتو اجمال په کې په مزه مزه لولم، مجله ډېره ښه شوې، هیله ده د کارونو په ګڼه ګوڼه کې مو صحت ښه وي.»
د موسی شفیق د نثر وړه نښه «ستا ښکلی او رنګین لیک د وخته را رسیدلی، ستاسې د خواږه لیک د خوږو جملو موسیقي مې اوس هم په غوږو کې ده، ستاسې د فکر مارغه، چې دلته راغی په ډېرو ښکلو او ښایسته ځایونو مې وګرځاوه، هلته د صحرا په لمن کې د څه کم څلور زره کاله وړاندې اهرام مې ورته وښود…»
ډاکټر محمد صدیق اباسین د موسی شفیق د لیکوالۍ په هکله وايي: «د مفکر بنیادم اصلي نښه دا ده چې رواجي فکرونو او ارزښتونو ته په پټو سترګو نه تسلیمیږي بلکې شک ورباندې کوي. شفیق صاحب په خپلو ټولو کیسو کې له رواجي فکرونو او منل شویو اقتدارو سره په کشمکش کې دی او په دې جګړه کې د ده لویه وسله طنز دی.»
(۴)
شهید موسی شفیق د تعبیر او تدبیر خاوند و، دریغه د ثور د اوومې له کودتا وروسته د کمونیستي نظام له خوا ونیول شو او په مرموز او ناځوامردانه ډول په شهادت ورسید چې د مرګ په هکله یې مختلف روایات دي خو په هر صورت کمونیستي نظام د نورو ډېرو مخلصو حکومتي چارواکو په څېر موسی شفیق هم شهید کړ.
په پای کې د شهید موسی شفیق په بیتونو او د قلم خاوندانو په ځانګړې ډول ځوانانو ته په سپارښتنې سره لیکنه پای ته رسوم چې باید د موسی شفیق په پله قدم کېږدي، لار یې تعقیب او د هغه کاروان لاروي شي چې شهید موسی شفیق یې مخکښی وو په همدې هیله، د شهید موسی شفیق په ګور نور او یاد یې تل.
د ژوندون میره اوږده ده ستړی کېږې
ګوټ د شونډو د شربت در سره واخله
د وصال ډېوه به مړه وي موږ به نه یو
دا په یاد د محبت در سره واخله
مأخذونه:
۱ـ ځاځی توریالی، عرفان مجله، شهید محمد موسی شفیق، ۱۳۹۲ هـ ش کال، د غویی ګڼه، ۵۹ ـ ۶۱ مخونه
۲ـ جلالي ذاکر، ۲۰۱۱ میلادي کال، شهید شفیق، عالم، ادیب او سیاستوال، taand. Com
۳ـ غضنفر اسدالله، Htt://www.tolafghan.com/hom/detail/9548
۴ـ ډاکټر اباسین محمد صدیق، د شهید محمد موسی شفیق اندځواکیزم، taand.com
ليکوال: سیال احمدزی