د شامي حس مو راتلونکي عمر ټاکي

اکټر د خلکو تیر عمر کې د بویولو حس اندازه معلومولو سره دا اندازه کولی شي چې راتلونکي پنځه کلونو کې ستاسو د ژوندي پاتې کیدلو چانس څومره ده.

د پي ایل او ایس ون  (PLOS ONE) یو سروې چې ۳۰۰۰ کسانو په کې گډون کړی و د هغوي له جملې څخه ۳۹٪ کسان چې د بویولو حس يي کمزوری و په پنځه کلونو کې له منځه ولاړل او ۱۰٪ هغه کسان چې بوی يي په صحیح ډول تشخیصولی شو ژوندي پاتې شول.

ساینسپوهان وايي چې د شامې حس له منځه تلو سره انسان نه مري خو دا د انسان لپاره یوه ابتدايي اخطار دی چې باید جدي ونیول شي.

د شیکاگو پوهنتون څیړونکې د ۵۷ او ۸۵ کلونو تر منځ عمر لرونکې يوي ډلې څخه د بویولو ازموینه واخیسته. په دې ازموینه کې د تور مرچ، کب، مالټه، ګلاب او چرم بویونه شامل وو.

پنځه کاله وروسته د دې ډلې څخه ۳۹٪ هغه کسان چې په دې ازموینه کې کمې نمبرې اخیستې وې او څلور یا پنځه غلط ځوابونه يي ورکړي وو مړه شوي وو، په داسې حال کې چې ۱۹٪ کسان چې د بویولو قوي او یا هم معتدل حس يې درلود ژوندي وو.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب