د سید جمال الدین افغان خلقیت او اخلاقو ته یوه لنډه کتنه!
سید جمال الدین افغان لکه څنګه چې خپلو هم عصرو او دوستانو یی ستایلی دی غنمرنګه، د پراخ تندي څښتن، د تاوو ویښتو لرونکی وو چې اوږده ویښتان به یی له پګړۍ څخه راوتلي او تر اوږو به یی رسیدل ښکلې او متوازنه پوزه یی درلودله د مخ اننګي یی لوی وو داسې غټه زنه یی لرله چې ترې یی د شخصیت قوي والی له ورایه بریښیده پریړې شونډې او پراخه خوله یی درلودله د تورو او له رعب څخه د ډکو سترګو لرونکی وو د قوي او غښتلي غږ څښتن وو د ږیري ویښتان یی چې
تور او سپین وو پرمخ کم او په زنه یی ګڼ وو،
د ټیټې ونې او ډک وجود څښتن وو د پراخې سینې د کوچنیو لاسونو نازکه ګوتو او د ډیرو نریو زنګونونو لرونکی وو .
امام محمد عبده یی په هکله وایي :(نوموړي د خپلو نیکونو په څیر چې په حجاز کې اوسیدل د خالص عربي نسل یو سړی وو چې لیدونکو به یی په لیدلو سره داسې احساسوله لکه د حرمینو د منطقې له یوه اوسیدونکي سره چې مخامخ وي)
نوموړي به ډیرې پاکې او ستره جامې اغوستلې، په افغانستان کې یی د علماوو تقلیدي جامې، په عراق او ایران کې د شیعه دیني عالمانو تقلیدي لباس او په ترکیه کې به یی سره اوږده چپنه اغوستله او سپینه پګړۍ به یی په سر کوله،
نوموړي ډیر کم خواړه خوړل په خوړو کې یی ترشه له خوږو څخه زیات خو په دې شرط چې صحي وي خوښیدل، زیاته قهوه یی څښله او په لوړه پیمانه تور سګریټ یی څکول هیڅکله یی الکولي مشروبات نه څښل..
خپل دسترخوان به یی په غربي بڼه تیاراوه میلمنو به یی په کاشوغه، کاشوغ پنجۍ او چاقو سره ډوډۍ خوړله خو نوموړي به پخپل لاس خواړه خوړل،
نوموړي به خپل میلمانه په لاندې الفاظو سره خپل دسترخوان ته را بلل (( مهرباني وکړئ.. دا د سلطانانو دسترخوان دی خوړل پرې ثواب لري))
د اخلاقو په هکله یی امام محمد عبده وایي: (د زړه سپیڅلتیا یی په کړو وړو حاکمه وه، د ډیرو نرمو او ښو اخلاقو او د ډیرې پراخې حوصلې څښتن وو خو که چا به کوښښ وکړ چې د نوموړي د شخصیت او یا یی د دین سپکاوی وکړي نو دغه د لویی حوصلې څښتن به له ډیره قهره او غضبه په یوه اور وروونکي غره بدلیده، نو نوموړی د نرمو اخلاقو لرونکی زمری وو!..
نوموړی د پراخه لاس او سخاوت درلودونکی وو هر هغه څه چې به یی په لاس کې درلودل مصرفول به یی،امانتدار وو، په الله یی کلک ایمان او باور درلودلو له هیڅ ډول پیښو او واقعاتو څخه نه ویریدلو، له نرمو خلکو سره د نرم او له سخت زړو سره د سخت مزاج له مخې معامله کوونکی وو، د خپل سیاسي هدف د تر لاسه کولو لپاره یی لوی، لوی امیدونه درلودل خو هیڅکله یی بیړه او عجله نکوله ځکه چې نوموړي عقیده لرله چې بیړه او عجله ښه ثمره او نتیجه نلري،
په دنیا حریص نه وو، له کبر او غرور څخه ډیر لرې اوسیدلو، تل به یی لوی مقاصد تعقیبول او په کوچنیو چارو کې له دخالت څخه یی ځان ژغورلو، د اوسپنیز مزاج څښتن ډیر زړور سړی وو، له مرګ څخه یی هیڅ ویره نه درلودله لکه مرګ چې هیڅ نه پیژني، نوموړي به تل په خپل نسب چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته رسیږي افتخار کولو .
لیکوال: استاذ الدکتور محمد عمارة
ژباړه: سید عابد صاحبزاده