د سهار او ماښام دعاګانې- د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود
د بقرې سورت (۱ ــ ۵) ايتونو پورې:
﴿ الم ○ ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ ○ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ ○ وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ ○ أُولَٰئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ○ ﴾
ژباړه: الم* (د الله) کتاب دی هيڅ شک پکې نشته* لارښوونه ده د پرهېزګارانو لپاره* هغوی چې په غيبو ايمان راوړي، او لمونځونه ودروي، او ځينې له هغه مال څخه چې موږ ورکړی خيراتوي* او هغه کسان چې ايمان راوړي په هغه کتاب چې په تا نازل شوی دی او په هغو (کتابونو) ايمان راوړي چې له تا څخه مخکې نازل شوي دي او په آخرت هغوی باور لري* دوی د خپل رب له لورې په سمه لار دي او همدوی خلاصی موندونکي دي*
د بقرې سورت (۲۵۵ ــ ۲۵۷) آیتونو پورې:
﴿ اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ۚ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ ۚ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِندَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ ۚ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ۖ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ ۚ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ ۖ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا ۚ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ ○ لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ ۚ فَمَن يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ لَا انفِصَامَ لَهَا ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ○ اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُم مِّنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ ۗ أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ○ ﴾
ژباړه: الله ﷻ (يو ذات) دی پرته له هغه هيڅوک (د بلنې) وړ نشته، تل ژوندی دی او (د ټولو کائناتو) سمبالوونکی دی، پرېښاني او خوب يې نه نيسي، د ده دې هغه څه چې په آسمانونو کې دي او هغه څه په ځمکه کې دي، څوک به د هغه (الله ﷻ) له اجازې پرته د هغه په نزد سپارښت وکړي، په هغو ښه پوهېږي چې د خلکو په وړاندې دي او هغه چې وروسته له دوی دي، دوی د الله ﷻ د علم په هيڅ شي احاطه نه شي کولای مګر په هغه چې د الله ﷻ اراده وي، کرسي د ده په اسمانونو کې او ځمکې پراخه ده او نه ستړی کوي هغه د دواړو ساتنه او هغه ډېر پورته او ډېر لوی دی* نشته زور په ديڼ کې (د دين په منلو کې زور نشته) په تحقيق ښکاره شو هدايت له بې لارې څخه، نو څوک چې کفر وکړي (کافر شي) په طاغوت او ایمان راوړي په الله ﷻ نو په تحقيق ویې نيوله کلکه کړۍ، نشته پرې کېدل د هغې لره (نه پرې کېږي) او الله ﷻ اورېدونکی ښه پوه دی* الله پاک د مؤمنانو ملاتړی او کار ساز دی هغوی له تيارو څخه د رڼا په لور باسي، او هغه کسان چې کافران دي د هغوی شیطانان ملاتړي دي او شيطانان يې وباسي له رڼا څخه د تيارو په لور، همدوی د اور څښتنان دي او تل به په اور کې وي.
د بقرې سورت (۲۸۴ ــ ۲۸۶) آيتونو پورې:
﴿ لِّلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَإِن تُبْدُوا مَا فِي أَنفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُم بِهِ اللَّهُ ۖ فَيَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ○ آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ ۚ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ ۚ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۖ غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ ○ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۚ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ ۗ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ ۖ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا ۚ أَنتَ مَوْلَانَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ○ ﴾
ژباړه: خاص د الله ﷻ دي هغه څه چې په اسمانو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي، که تاسې د خپلو زړونو (پټ) شيان ښکاره کړئ او یا يې پټ کړئ، الله پاک به درسره پرې حسان وکړي الله پاک په هر شي توانا دی* ايمان راوړی رسول په هغه شي چې نازل شوی هغه ته له ربه د هغه، او مؤمنانو ايمان راوړی دی په هغه شی چې رسول ته نازل شوی دی، ټولو ايمان راوړی په الله ﷻ او په ملايکو د هغه او په کتابونو د هغه او په رسولانو د هغه (او وايي) موږ فرق نه کوو د الله ﷻ په پیغمبرانو کې يو تر بله او وايي موږ (د الله ﷻ حکم) واورېد او ومو مانه، ای زموږ ربه! ستا بښنه غواړو او یوازې تاته درتګ دی* الله ﷻ هيڅ ساکښ د هغه له توان څخه پورته نه مکلف کوي د هر ساکښ لپاره هغه څه دي چې کړي يې دي او پر ده دی (په غاړه يې دي د هغه شي مسؤليت) چې ده کړي دي.
ای زموږ ربه! په هغه څه مو مه نيسه چې په هېره مو کړي او يا په غلطۍ.
ای زموږ ربه! پر موږ پېټې مه باروه، لکه بار کړی تا له موږ څخه په وړاندې خلکو.
ای زموږ ربه! پر موږ هغه بار مه ږده چې موږ يې توان نه لرو، موږ ته عفوه وکړه، موږ ته بښنه وکړه، پر موږ رحم وکړه، ته بادار يې زموږ، موږ ته پر کافرانو بری راکړه*.
سورة الفلق:
﴿ قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ ○ مِن شَرِّ مَا خَلَقَ ○ وَمِن شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ ○ وَمِن شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ ○ وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ ○ ﴾
ژباړه: (ای محمده!) ووايه زه پنا غواړم، د سباوون په رب* له شر د هغه شي چې پیدا کړی يې دی* او د شپې د تروږمۍ له شر څخه چې هغه خوره شي* او له شر د پوکي کوونکو غوټو کې* او له شر د کينه کوونکي کله چې کينه وکړي*
سورة الناس:
﴿ قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ ○ مَلِكِ النَّاسِ ○ إِلَٰهِ النَّاسِ ○ مِن شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ ○ الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ ○ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ ○ ﴾
ژباړه: (ای محمده!) ووايه پنا غواړم د خلکو په رب* په واکمن د خلکو* په معبود د خلکو * له شر د وسوسه اچوونکي، پټېدونکي راپټېدونکي* هغه چې وسوسه اچوي د خلکو په زړونو کې* له پيریانو څخه وي که له انسانانو*
لومړۍ:
عبد الله بن خبيب رضي الله عنه ويلي: په يوه تياره شپه کې چې باران هم ورېده رسول الله ﷺ پسې ولاړو ترڅو له موږ سره لمونځ وکړي، موږ هغه ﷺ وموند او ماته يې وویل: ووايه!، ما بیا څه ونه ويل، بيا يې وویل: ووايه!. ما څه ونه ويل، دريم ځل يې وويل: ووايه!. ما وويل: ای د الله رسوله! څه ووايم؟. ويې فرمايل: ﴿ قل هو الله احد ﴾ او معوذتين (سورة الفلق او الناس) د سهار او ماښام په وخت درې ځله ووايه، ته به له هر راز ضرر څخه په امن کې شې.
دا حديث ابو داود، ترمذي، او نسايي روايت کړی، نسايي وايي دا حدیث حسن او صحيح دی.
دويمه:
«أَصْبَحْنَا وَأَصْبَحَ الْمُلْكُ لِلَّهِ، وَالْحَمْدُ لِلّهِ ، لَا شَرِيكَ لَهُ، لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ، وَإِلَيْهِ النُّشُورُ» (درې ځلې).
د ماښام په وخت کې دې د « أَصْبَحْنَا وَأَصْبَحَ …» په ځای « أَمْسَيْنَا وَأَمْسَى …» او د « وَإِلَيْهِ النُّشُورُ» پرځای « وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ» ولوستل شي.
ژباړه: موږ او ټولو مخلوقاتو الله ﷻ ته شپه سبا کړه او حمد او ستاينه الله لره ده، نشته معبود پرته له هغه (الله ﷻ) څخه او هغه ته د ټولو پورته کېدل دي.
له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې ويلي يې دي: پيغمبر ﷺ به په سهار کې « أَصْبَحْنَا…» او په ماښام کې«أَمْسَيْنَا …» دعاګانې درې ځلې لوستلې.
دا حديث ابن سني او بزار روايت کړی. بيهقي ويلي سند يې حسن دی.
درېيمه:
«أَصْبَحْنَا عَلَى فِطْرَةِ الإِسْلاَمِ، وَكَلِمَةِ الإِخْلاَصِ، وَعَلَى دِينِ نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ صلى الله عليه وسلم، وَعَلَى مِلَّةِ أَبِينَا إِبْرَاهِيمَ حَنِيفاً مُسْلِماً وَمَا كَانَ مِنَ المُشْرِكِينَ» (درې ځلې)
په ماښام کې د « أَصْبَحْنَا» په ځای « أَمْسَيْنَا» ويل کېږي.
ژباړه: موږ په اسلامي فطرت د اخلاص په کلمې د خپل نبي محمد ﷺ په ديڼ او زموږ د پلار ابراهيم عليه السلام چې حنيف دی او مشرک نه دی په ملت شپه سبا ړه.
اُبَيّ ابن کعب رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: کله به چې سبا شو نبي عليه السلام به راته وويل داسې ووايئ: «أَصْبَحْنَا عَلَى فِطْرَةِ الإِسْلاَمِ …» او کله به چې ماښام شو موږ ته يې دا راښودلي و چې ووايو: «أَمْسَيْنَا عَلَى فِطْرَةِ الإِسْلاَمِ …».
دا حديث عبد الله بن احمد بن حنبل د زوائدو کتاب کې نقل کړی دی.
څلورمه:
«اللَّهُمَّ مَا أَصْبَحَ بِي مِنْ نِعْمَةٍ أَوْ بِأَحَدٍ مِنْ خَلْقِكَ فَمِنْكَ وَحْدَكَ لَا شَرِيكَ لَكَ، فَلَكَ الْحَمْدُ وَلَكَ الشُّكْرُ» (درې ځلې).
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَصْبَحْتُ مِنْكَ فِي نِعْمَةٍ وَعَافِيَةٍ وَسِتْرٍ ، فَأَتِمَّ عَلَيَّ نِعْمَتَكَ وَعَافِيَتَكَ وَسِتْرَكَ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ» (درې ځلې).
ژباړه: ای الله! ما ستا په ستاينه، نعمت، سلامتيا، ستر او پرده کې شپه سبا کړه، نو ته ای ربه! خپل نعمت، عافيت، ستر او پرده په دنيا او آخرت کې پر ما تمامه کړه.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی، چې رسول الله ﷺ فرمايلي دي: هر چا چې دا دعاء درې ځلې سهار او درې ځلې ماښام ولوستله الله پاک پر هغه باندې خپل نعمت پوره کوي.
ابن سني دا حديث روايت کړی دی.
پنځمه:
«اللَّهُمَّ مَا أَصْبَحَ بِي مِنْ نِعْمَةٍ أَوْ بِأَحَدٍ مِنْ خَلْقِكَ فَمِنْكَ وَحْدَكَ لَا شَرِيكَ لَكَ، فَلَكَ الْحَمْدُ وَلَكَ الشُّكْرُ» (درې ځلې).
ژباړه: ای الله! هر نعمت چې نن ماته يا بل کوم مخلوق ته رسېدلی هغه ستا له لورې دی، ته شريک او ساری نه لرې، نو ستاينه او شکر يوازې تا لره دی.
له عبد الله بن غنام څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي دي: چا چې سهار دا دعاء درې ځلې ولوستله په حقيقت کې د هغې ورځې شکر يې ادا کړ او چا چې ماښام دا دعاء درې ځلې ولوستله د هغې شپې شکر يې اداء کړ.
دا حديث ابو داود، نسايي او ابن حبان په خپل صحیح کې روايت کړی دی.
شپږمه:
«يَا رَبِّ لَكَ الْحَمْدُ كَمَا يَنْبَغِي لِجَلالِ وَجْهِكَ وَعَظِيمِ سُلْطَانِكَ» (درې ځلې).
ژباړه: ای زما ربه! تا لره ثنا ده، داسې ثنا چې ستا د ذات له جلال او لويۍ او ستا د سلطنت له عظمت سره وړ ده.
د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: د الله ﷻ يوه بنده پورتنۍ دعاء ولوسته، د اعمالو د ليکلو دوه پرېښتې يې حيرانې کړې چې (ثواب) يې څومره او څرنګه وليکي، دواړه اسمان ته اوچتې شوې او الله ﷻ ته يې داسې عرض وکړ: ای زموږ ربه! ستا بنده داسې کلمات ويلي دي چې موږ نه پوهېږو د هغو اجر څومره وليکو، په داسې حال کې چې الله ﷻ ته معلومه وه.
الله پاک هغوی ته وفرمايل: زما بنده څه ويلې؟ پرښتو وويل: ای زموږ ربه! هغه وویل: «يَا رَبِّ لَكَ الْحَمْدُ …».
الله متعال پرښتو ته امر وکړ چې تاسو هغه څه وليکئ چې زما بنده يې وايي، اجر به يې زه پخپله ورکوم.
دا حديث امام احمد بن ماجه روايت کړی دی.
اوومه:
«رَضِيتُ بِاللَّهِ رَبًّا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، وَبِمُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَبِيًّا وَرَسُولا» (درې ځلې)
ژباړه: زه په دې راضي او خوښ يم چې الله ﷻ زما رب دی او اسلام زما دين دی او محمد ﷺ زما پيغمبر او رسول دی.
د نبی عليه السلام خادم ابی سلام (رضي الله عنه) څخه روايت دی، چې هغه ﷺ فرمايلي دي: څوک چې په سهار او ماښام کې دا کلمه ووايي: «رَضِيتُ بِاللَّهِ رَبًّا…» نو په الله ﷻ يې حق دی. د خپلې مهربانۍ له مخې چې له ده څخه راضی شي.
دا حديث ابو داود نسايي او حاکم روايت کړی دی.
اتمه:
«سُبْحَانَ اللَهِ وَبِحَمْدِهِ ، عَدَدَ خَلْقِهِ ، وَرِضَا نَفْسِهِ ، وَزِنَةَ عَرْشِهِ ، وَمِدَادَ كَلِمَاتِهِ» (درې ځلې)
ژباړه: پاکي ده الله ﷻ لره سره له حمده. د هغه د مخلوقاتو، د هغه د رضا، د هغه د عرش د وزن او د هغه د کلماتو د رنګ په اندازه.
د ام المؤمنين بي بي جويريه رضي الله عنها څخه روايت دی: يو سهار چې نبي ﷺ لمونځ وکړ له کوره ووت، دا بي بي خپل د لمانځه پر ځای کښېناسته او ذکر يې کاوه، تر هغې چې نبي ﷺ راستون شو، ګوري چې ام المؤمنين رضي الله عنها هماغسې ناسته ده او ذکر کوی، پیغمبر ﷺ وفرمايل: ما څلور کلمات درې ځلې وويل چې هغه د ټولو هغو اذکارو سره چې تا نن لوستلي وتلل شي د هغو په پرتله درنې خېژې هغه کلمات دا دي: «سُبْحَانَ اللَهِ وَبِحَمْدِهِ …».
دا حديث مسلم روایت کړی دی.
نهمه:
«بِسْمِ اللّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ» (درې ځلې)
ژباړه: د هغه الله ﷻ په نامه چې د هغه له نامه سره هیڅ شی، په ځمکه او نه په اسمان کې زيان رسولالی شي او الله ﷻ اورېدونکی او عالم دی.
له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: هرڅوک چې په سهار او بېګا کې پورتنۍ دعاء درې ځلې ووايي نو هیڅ شی به ورته زیان ونه رسوي.
دا حديث ابو داود او ترمذي روايټ کړی او ويلي يې دي چې حسن دی.
لسمه:
«اللَّهُمَّ إِنَّا نَعُوذُ بِكَ مِنْ أَنْ نُشْرِكَ بِكَ شَيْئًا نَعْلَمُهُ ، وَنَسْتَغْفِرُكَ لِمَا لَا نَعْلَمُهُ» (درې ځلې)
ژباړه: ای الله! موږ تاته پنا دروړو له دې چې له تا سره هغه څه شريک کړو چې پرې پوهېږو او بښنه او مغفرت غواړو د هغې ګناه يا شرک چې په ناپوهۍ راڅخه شوی وي.
د ابو موسی الاشعري رضي الله عنه څخه روايت دی چې نبي کريم ﷺ يو ورځ موږ ته داسې وويل: له شرک څخه ځان وساتئ ځکه هغه د مېږي د پښو له غږ څخه هم وړوکی دی.
یو کس وويل: نو څرنګه کېدای شي موږ له داسې شرک نه ځان وساتو؟ هغه ﷺ وفرمايل: دا دعاء لولئ: « اللَّهُمَّ إِنَّا نَعُوذُ بِكَ…).
احمد او طبراني دا حديث روايت کړی دی.
يوولسمه:
«أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ» (درې ځلې)
ژباړه: د الله ﷻ په کاملو کلمو د هر هغه شي له شر څخه چې پيدا کړي يې دي پناه غواړم.
له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: چا چې په شپه کې دا دعاء ولوستله هيڅ ضرر رسوونکي شيان (مار، لړم او …) زيان نه شي ور رسولای.
دا حديث احمد، نسايي، ابن سني، ترمذي او ابن حبان روايت کړی دی.
دولسمه:
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْعَجْزِ وَالْكَسَلِ، ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَقَهْرِ الرِّجَالِ» (درې ځلې)
ژباړه: ای الله! زه تاته پناه در وړم د خپګان او اندېښنې څخه او پناه در وړم د بې وسۍ او کسالت څخه او پناه در وړم د بې زړه توب او بخل څخه او پناه در وړم د پور د غلبې او د خلکو له قهر څخه.
له ابو سعيد خدري رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله ﷺ مسجد ته داخل شو ګوري چې انصاري ابو امامه ناست دی، رسول الله ﷺ ورڅخه وپوښتل: ابو امامه څنګه بې وخته په مسجد کې ناست يې؟ هغه وویل: ای د الله رسوله! غمونه او پورونه ډېر شوي او دې ته اړ شوی يم چې په مسجد کې کښېنم. رسول الله ﷺ وفرمايل: تاته داسې دعاء در وښيم چې هغه ولولې نو الله ﷻ به ستا غمونه او پورنه ختم کړي؟ ابو امام وويل: هو! رسول الله ﷺ ورته وفرمايل: هر سهار او ماښام دا دعاء لوله: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْهَمِّ وَالْحَزَن … » ابو امامه رضي الله عنه وايي: ما دا دعاء سهار او ماښام لوستله، الله ﷻ زما ټول غمونه او پورونه راځنې لرې کړل.
دیارلسمه:
«اللَّهُمَّ عَافِنِي فِي بَدَنِي، اللَّهُمَّ عَافِنِي فِي سَمْعِي، اللَّهُمَّ عَافِنِي فِي بَصَرِي، لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْكُفْرِ وَالْفَقْرِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ» (درې ځلې)
ژباړه: پرته له تا څخه د عبادت وړ نشته، ای الله! زه تاته له فقر او کفر څخه پناه در وړم او د قبر له عذابه به پناه دروړم، له تا څخه پرته د عبادت وړ نشته.
له عبد الله بن ابو بکر رضي الله عنه څخه روايت دی وايي: ما مې خپل پلار ته وويل: زه هر سهار او ماښام تا وينم چې دغه دعاء «اللَّهُمَّ عَافِنِي فِي بَدَنِي…» درې ځله لولې. پلار مې راته وویل: ما له رسول الله ﷺ څخه اورېدلي چې دا دعاء يې لوستله، زه غوره ګڼم چې د هغې د لارې پيروي وکړم.
ابو داود.
څوارلسمه:
«اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَأَبُوءُ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي فَإِنَّهُ لَا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ».
ژباړه: ای الله! ته زما پالونکی يې، له تاڅخه پرته بل معبود نشته، تا زه پیدا کړی يم، او زه ستا بنده يم، او د خپلې وسې په اندازه تاسره په عهد او وعده ولاړ يم، د هغه شي له شر څخه چې ما سرته رسولي دي، تاته پناه در وړم، ستا په نعمت چې ماته دې پيرزو کړی اقرار کوم او په خپلې خطا هم اعتراف کوم نو ماته پښنه وکړه، پرته له تا بل داسې څوک نشته چې د ګناهونو بښنه وکړې.
شداد بن اوس رضي الله عنه له نبي ﷺ نه روايت کړی وايي: پورتنی استغفار د استغفار د ټولو ډولونو سردار دی، څوک چې دغه استغفار په شپه کې په يقين سره ووايي او په همدې شپه مړ شي، الله ﷻ يې جنت ته داخلوي او که څوک يې سهار په یقين سره ووايي سره ووايي او په همدې ورځ مړ شي، الله ﷻ يې جنت ته داخلوي.
دا حديث بخاري روايت کړی.
پنځلسمه:
«أسْتَغْفِرُ اللهُ الَّذِي لاَ إلَهَ إلاَّ هُوَ، الحَيُّ القَيُّومُ، وَأتُوبُ إلَيهِ» (درې ځلې)
ژباړه: د ګناه بښنه غواړم له هغه الله ﷻ څخه چې پرته له هغه نه بل معبود نشته او هغه تل ترتله ژوندی قايم او تدبير والا دی، او همدغه الله ﷻ ته زه توبه کوم.
د زيد بن حارث رضي الله عنه څخه روايت دی چې نبي ﷺ فرمايلي دي: چا چې دغه استغفار ولوست ګناه يې بښل کېږي که څه هم له جنګ څخه تېښتېدلی وي (البته د کفارو په مقابل کې له جنګ څخه).
دا حديث ترمذي او حاکم روايت کړی، حاکم وايي د شيخينو په شرط صحيح دی.
شپاړسمه:
«سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، أَشْهَدُ أَنْ لا إِلَهَ إِلا أَنْتَ، أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ» (درې ځلې)
ژباړه: ای الله! پاکي ده تالره او ستا حمد وايم، ګواهي ورکوم چې پرته له تا بل معبود نشته، له تا څخه د ګناه بښنه غواړم او تاته توبه کوم.
د جبير بن مطعم رضي الله عنه څخه روايت دی چې وايي: رسول الله ﷺ فرمايلي: څوک چې دا کلمات د ذکر په آخر کې ووايي داسې مثال لري لکه په هغه نيکۍ چې مهر لګېدلی وي او څوک يې چې د لغو او بې خايه خبرو په مجلس کې ووايي کيدای شي د هغه مجلس کفاره وګرځي.
نسايي، طبراني، او حاکم روايت کړی دی.
«اللَّهُمَّ صلِّ عَلَى سَيِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَبْدِكَ ونبيِّكَ ورسُولِكَ النَّبيِّ الأُمِّيِّ وَعَلَى آلِهِ وَصَحْبِهِ وَسلَّمُ تَسليماً عَدَدَ مَا أَحَاطَ بِهِ عِلْمُكَ وَخَطَّ بِهِ قَلَمُكَ وَأَحْصَاهُ كِتَابُكَ، وَأَرْضَ اللَّهُمَّ عَنْ سَادَاتِنَا أَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ وَعُثْمَانَ وَعَلِيَّ، وَعَنِ الصُّحَابَةِ أَجْمَعِينَ، وَعَنِ التَّابِعِينَ وَتَابِعِيهِمْ بِإحْسَانٍ إِلى يَومِ الدِّينِ، سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ، وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ، وَالْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ».
ژباړه: ای الله! زموږ په سردار محمد ﷺ چې ستا بنده، نبي او ستا امي رسول دی او د ده پر آل او اصحابو باندې رحمتونه نازل کړه او سلامونه پرې نازل کړه، دومره درود او سلام چې ستا علم پرې محيط دی، ستا د تقدير قلم پرې کښل شوی دی او ستا کتاب شمېرلي دي. ای الله زموږ له سردارانو ابو بکر، عمر، عثمان، علي رضي الله عنهم او ټولو يارانو او تابعينو او تبع تابعينو څخه تر قيامته په خپل احسان راضي شه.
﴿ قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ○ تُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ ۖ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ ۖ وَتَرْزُقُ مَن تَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴾ [آل عمران: ۲۶ـ ۲۷].
ژباړه: ووايه ای محمده! ای الله د پاچاهۍ مالکه! ته ورکوې پاچاهي هغه چاته چې خوښه يې وکړې او پاچاهي اخلي له هغه چا چې ته يې خوښه وکړې او عزت ورکوې هغه چاته چې خوښه يې وکړې ته او ته ذليل کوې هغه څوک چې ته يې خوښه وکړې، ستا په لاس دی ټول خير، بې شکه ته په هر شي توانا يې. ته ننباسې شپه په ورځ کې او ننباسې ورځ په شپه کې او ته وباسې ژوندی له مړي او ته وباسي مړی له ژوندي او ته روزي ورکوې هغه چاته چې خوښه يې وکړې بې حسابه.
په پای کې په دې هيله چې زموږ ګران ماشومان او تنکي ځوانان له دغو راټول شويو مالوماتو څخه په اغيزمنه توګه ګټه واخلي او اسلام لکه چې دی په هماغه شان دغو ماشومانو ته ور وپېژندل شي.
وَآخِرُ دَعْوَانَا أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ.
«والسلام»
کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود
ليکوال: سيد عبد الله ولي زی
اخځليکونه
۱ـ ارشاد، ډاکټر ارشد: اموزش نماز در فقه حنفي، نشر احسان تهران: ۱۳۸۵
۲ـ اصلاحي، مولانا محمد يوسف: په اسلام کې د ژوندانه اداب، د الهدی اداره، پېښور: ۱۳۷۱، ژباه: سيد فضل مولا لټون.
۳ـ سلچوقي، محمد صديق راشد: معارف اسلامي، بنګاه انتشارات ميوند، کابل: ۱۳۸۵
۴ـ صارم، محمد يونس: د سهار او ماښام دعاګانې، جمعيت اصلاح وانکشاف اجتماعي افغانستان، کابل: ۱۳۸۷
۵ـ محمد الجمل، ابراهيم: احکام فقهي برای زن مسلمان بنګاه انتشارات ميوند، کابل: ۱۳۸۶، ترجمه: نصير احمد حادث يادګاري.
۶ـ مظاهري، خليل الرحمن نعماني: نماز کامل احدي کتابتون، کابل: ژباړه: مولانا محمد شهداد سراواني.
۷ـ د افغانستان د ديني ليکوالانو د ليکنو ټولګه: احکام وفضايل روزه ماه رمضان، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د خپرونو رياست، کابل: ۱۳۸۴
۸ـ د پوهندوي عبد الاحد مسلم ليکنې، چې په بېلابېلو خپرونو کې خپرې شوې دي.
ليکوال: سيد عبد الله ولي زی
د سهار او ماښام دعاګانې