د سردار ایوب خان ژوندلیک
سردار ایوب خان ( ولدِ امیر شیرعلی خان ) د افغانستان یو ملی اتل دی چی د میوند په فاتح سره شهرت لری . سردار ایوب خان د غیرت او شهامت له مخی د وزیر اکبر خان ( ولدِ امیر دوست محمد خان ) سره برابر دی . د انګریزانو سره په لومړۍ جګړه ( ۱۸۴۰ ـ ۴۱ ) کی یو شمیر ملی مبارزینو او اتلانو د وزیر اکبر خان څخه مخکی د انګریزانو پر ضد پاڅون پیل کړی و ( لکه عبدالله خان اڅکزی ، امین الله خان لوګری ، میربچه خان ، سلطان جان او ډیر نور ) او ټولو په ګډه انګریزان تباه کړل ؛ مګر د انګریزانو سره په دوهم جنګ ( ۱۸۸۰ ـ ۸۱ ) کی د آزادۍ غوښتونکو مشري یوازی د ایوب خان په لاس کی وه چی د میوند په دښت کی یې انګریزان تباه او برباد کړل ( د۱۸۸۰ د جولای ۲۷ ) . په دې جنګ کی څه باندی ۱۳۰۰ برتانوي پوځیان ووژل سول او خورا زیات هم زخمیان سول او ټوله وسله او جبه خانه یې ونیول سوه . دغه سوبي د روحیاتی او معنوي پلوه ستر اهمیت وښندئ چی له امله یې بیل سوئ کندهار پسله ۸۸۸ ورځو بیرته د خپل مورني هیواد افغانستان سره ملحق سو . هو ، دا بېله شکه د ایوب خان او ملګرو ستر ملی خدمت دی چی افغان تاریخ پرې ویاړی . د میوند سوبه هغه تاریخی پېغور دی چی برتانوئ نسل به تل د دې نوم په اورېدو سره روحأ ځوریږی .
غازی ایوب خان د همت ، شجاعت او شهامت له مخی بېله شکه د امیر شیرعلی خان ځای ناستی کېدای سو خو د څلورو عواملو له مخی یې د واکمن کېدو چانس نه درلود :
لومړی دا چی د خپل مشر او سکه ورور یعقوب خان ډیر احترام یې کاوه ؛
دوهم دا چی پلار یې شهزاده عبدالله جان چی خورا ډیر پر ګران و ، خپل ولیعهد ټاکلی و ؛
درېیم دا چی د سیاسی ځیرکۍ او اداري چالاکۍ څخه لږ برخمن و ؛
څلورم دا چی د انګریزانو سره یې غلیمانه رویې او د هغوی توطیې د ده مخه نیوله .
په هر صورت ، د میوند تر سوبی وروسته ایوب خان ژر کندهار ته رانه غلی بلکی ډیر وځنډېدی چی دې کار د ناکامۍ سره مخامخ کړ . د اګسټ پر ۱۶ یې پر کندهار سخته حمله وکړه او برتانویانو ته یې ډیر تلفات واړول ، آن د هغوی تکړه قوماندان ( جنرال بروک ) یې ووژئ خو ښار یې و نه نیوئ . دا د میوند تر سوبی وروسته د ایوب خان لومړنۍ بدمرغي وګڼل سوه . ده وروسته سېنټ جان ته یو خط ولیږی چی داسی غوښتنه یې ترې وکړه : « زما ښکاره هدف دا دی چی د برتانوي حکومت هغه لطف او مهرباني چی د مرحوم امیر سره یې لرله ، زما سره هم وسی . » البته د مرحوم امیر څخه یې مطلب خپل پلار امیر شیرعلی خان و . خو انګریزانو ده ته زړه نه نږدې کاوه او ځنی بیرېدل .
دا لا څه ، جنرال رابرټس د کابل څخه د لسو زرو پوځیانو په مشرۍ د ایوب خان د ځپلو او ماتولو په غرض ۳۱۵ میله واټن په صرف ۲۲ ورځو کی طی کړ څو چی د اګسټ پر ۳۱ راورسېد او په سبا یعنی د سپټمبر پر لومړۍ نېټه یې د بابا ولی ، پیر پایمال او چهل دختران په حصو کی د ایوب خان پوځ ته ماته ورکړه . د ده تکړه قوماندان ( سردار عبدالله خان ولدِ سردار سلطان احمد خان ) او نور تکړه ملګري یې ووژل سول څو چی دئ هم مجبورأ هرات ته وتښتېد . د ده سره په دې تګ کی د ده میره یعنی د ولیعهد عبدالله جان مور ، د هغې لور او زوم ( سردار محمد هاشم ) او د امیر شیرعلی خان د کورنۍ نور غړي چی په کندهار کی د ایوب خان سره یو ځای سول ، ملګري وو . دا د ایوب خان دوهمه بدمرغي آن بربادي وګڼل سوه . برتانویانو جنرال رابرټس ډیر ونازاوه . ډول ډول لقبونه ، انعامونه ، اکرامونه او مډالونه یې وروبخښل . آن ملِکې د ده آس او سپي ته هم جنګی مډالونه ورکړل . خو دا هر څه صرف د ځانو د خوشحالولو لپاره وو او د میوند د فتحی بدنامي او بې حیثیتي یې په هیڅ ډول نسوه پټولای .
دې شکست ایوب خان پوه کړ چی د انګریزانو سره یوازی په وچو احساساتو سره ډغري نسی وهلای ، بلکی انعطاف او دیپلوماسۍ ته هم اړتیا لری . نو هغه و چی د ۱۸۸۱ په فبروري کی یې کندهار ته خپل دوه استاځی ( سردار عبدالله خان ناصري او عمر جان صاحبزاده ) ولیږل تر څو هلته د سیاسی چارواکي ( سېنټ جان ) سره ووینی او ورته ووایی چی دئ د خپل ورور امیر محمد یعقوب خان ځای ناستی دی او کندهار باید ده ته وسپارل سی . خو سېنټ جان پسله ډیر انتظاره هغوی ته وویل چی موږ کندهار امیر عبدالرحمن ته سپارو او د هغه سره مو خبري او فیصله هم کړې ده ، نو ایوب خان دي د هغه سره جوړ راسي . دا ځکه چی موږ د افغانستان څخه وزو او عبدالرحمن خان د هیواد واکمن دی . هیًت چی مأیوسه هرات ته ستون سو ، نو ایوب خان وغوښته چی عبدالرحمن خان ته سبق ورکړی .
په هر حال ، عبدالرحمن خان ته د اپریل پر ۱۶ کندهار وسپارل سو او انګریزان پر ۲۷ د افغانستان څخه ووتل او په دې ډول د انګریزـ افغان دوهمه جګړه پای ته ورسېده . خو ایوب خان وغوښته چی ( دا ځل د امیر عبدالرحمن پر خلاف ) رامخته سی او کندهار ونیسی . هغه د هرات څخه را وخوځېد او کندهار ته نږدې د امیر څلور کنډکونه ور واوښتل څو چی د جون په نیمایی کی یې کندهار بېله کوم خاص مقاومت څخه ونیوئ . خو امیر د ۱۲۰۰۰ ښه وسلوال پوځ سره کندهار ته راغی او د سپټمبر پر ۲۲ یې ایوب خان ځکه مات کړ چی نوموړو څلورو کنډکونو بغاوت وکړ. نو هغه و چی ایوب خان بیرته هرات ته وتښتېد . دا د ده درېیمه بدمرغي ګڼل کیږی .
دا لا څه ، امیر مخکی له دې چی کندهار ته را روان سی ، د تاشقرغان والی ( جنرال عبدالقدوس ) ته یې هدایت کړی و چی هرات ته وخوځی او هغه د امیر لپاره ونیسی ، ځکه د ایوب خان ټول پوځ کندهار ته راغلی او هرات خالی و . هغه هم همداسی وکړه او د اکتوبر پر دوهمه یې هرات بېله کوم خاص مقاومت څخه ونیوئ . نو کله چی ایوب خان مات سو او مخ پر هرات روان و ، پر لاری په سبزوار کی خبر ورته راغی چی امیر ته وفاداره پوځیان د شا لخوا هرات ته راغلي او هغه یې نیولی دی ، نو ډیر خپه سو او مجبورأ مشهد ته ولاړ او د جلا وطنۍ په غېږ ورغی . دا د ایوب خان څلورمه بدمرغي ده چی د ده سیاسی رکود او سقوط یې پایله سوه . ایوب خان وغوښته چی له ایرانه بخارا ته وخوځی مګر د یو لړ ستونزو او خنډونو له امله مجبور سو چی په ایران کی شپږ کاله پناهنده سی . همدا علت دی چی یو مشهور ایراني روحاني شخصیت ( حاجی عبدالحسین شاه ) ایوب خان ته خبردارئ ورکړی و چی ایران ته یې سفر یوه داسی تلکه ( لومه ) ده چی بیا ورڅخه وتل ګران دی .
ایوب خان غوښته چی افغاني پولی ته نږدې یعنی په مشهد کی و اوسیږی خو ایراني قاجار واکمن د برتانیې د فشار له امله هغه په تهران کی ایسار کړی و ، وروسته یې کوچان ته ولیږی چی د روسیې د انتقادونو سره مخامخ سو . ایوب خان په۱۸۸۷ کی په پټه مشهد ته راغی تر څو افغانستان ته داخل سی ( ځکه په هرات کی دوو لیواوو امیر ته بغاوت کړی و او ایوب خان یې مرستي ته وربللی و ) . خو امیر ته دا اطلاع رسېدلې وه او هغه د مقابلې لپاره د دوه نیم زره آس سپرو یو تکړه پوځ ورلیږلی و چی هغه د ده مخه دب کړه او ځکه نو دئ بیرته مشهد ته پر شا سو . دا د ایوب خان پنځمه بدمرغي ده چی نور یې نو وسلوال مقاومت هم پای ته ورسېد .
د ایوب خان خوځښتونو برتانوئ هند ډیر په عذاب کړ څو چی دوې طرحی یې جوړي کړې : لومړی دا چی ایوب خان او ټول ملګري به یې په هندوستان کی بې ځایه کوی ، دوهم دا چی د ځینو مشهورو مشرانو په رابیلولو سره به یې غورځنګ دړي وړی کوی . خو کله چی ایوب خان په اکتوبر کی مجبورأ پر شا تګ وکړ نو انعطاف او نرمښت یې غوره کړ او د برتانویانو سره په هند کی د استوګنی لپاره موافقې ته ورسېد .
د دې فشارونو او جنجالونو له امله په مشهد کی برتانوي کونسل ( برید جنرال مک لین ) تر یو لړ خبرو اترو وروسته د سردار ایوب خان سره یو موافقت لیک امضا کړ چی د هغه له مخی هند ته « د انګلستان د درانه او عزتمن میلمه » په حیث روان سو . دا موافقت لیک ډیر پټ ساتل کېدئ ، خو آوازې خپرې سوې چی د سردار ایوب خان سره ژمنه سوې ده چی د امیر عبدالرحمن خان سره به د برتانوي هند د اړیکو د خراب تیا او یا د هغه په مړینه سره دئ تخت ته رسوي . ښایی دا انګېرنه او ادعا غلطه وی ، خو انګریزان د خپلی دیپلوماسۍ په برکت وتوانېدل چی په یو تیر دوه نښانه ووهی ، یعنی یو خو ایوب خان د ځانو سره نظربند وساتی او بل دا چی د اړتیا پر مهال یې په خپله ګټه ( او د امیر پر خلاف ) وکاروی . نو ځکه هغوی تسکین او بېغمه سول او خپلی پولی یې ګام پر ګام د افغانستان د خاوري دننه ته په راڅکولو کړې او امیر عبدالرحمن خان یې مجبور کړ چی د ډیورنډ تړون ورسره لاسلیک کړی ، که نه ایوب خان یې د یو تهدید په حیث ورته ساتلی و !
په هر صورت ، ایوب خان د خپلو ملګرو ، سړیو ، ښځو او کوچنیانو سره چی ټول ۸۱۴ تنه ښوول سوي ، هند ته پر لار باندی بغداد ته ورسېدل چی د بصرې څخه د دوو بیړیو په ذریعه د ۱۸۸۸ د مې پر شپږمه کراچی ته ورسېدل . د هغوی لپاره په راولپنډۍ کی د استوګنی ترتیبات نیول سوي وو چی د دوبي ( اوړی ) وخت به یې په مري کی تیراوه .
وروسته د کراچی څخه په دوو اورګاډو کی مري ته روان سول چی یوه غرنۍ سیمه ده او په ژمی کی راولپنډۍ ته راغلل . د سردار لپاره د میاشتی اته زره روپۍ او ملګرو ته یې د حیثیت او رتبې له مخی د سړي په سر د ۱۸ څخه تر ۱۲۰۰ روپیو پوری مدد معاش وټاکل سو . د وخت په تیرېدو سره دوی اړ وو چی لویی کورنۍ په کوچنیو معاشونو سره وچلوی . په دې ډول نو دغو خلکو د غربت او لټۍ ژوند تیراوه چی وخت یې په بې ځایه خبرو ، چټی بحثونو او غیبت کولو سره له لاسه ورکاوه . ایوب خان چی د پالنی لپاره یو لوی غولی ( انګړ ) ، څلور میرمنی ، څه کم شل اولادونه ، او ښه ډیري خدمت ګارانی ور د غاړی وې ، خپل اکثره وخت په نښه ویشتلو د هوسیو پر ښکار ، آس سپرلۍ ، فوټبال لیدلو او یا هم په خپل حرم سرای کی تیراوه .
یوه ورځ چی یې کله په غولې کی قدم واهه ، پر لوڼو باندی راغی چی په ناوکیو یې لوبی کولې . یوه یې راولاړه سوه او د ده د کوټ په نیولو یې داسی ورته وویل : « بابا ! هله ما ته زما د نوو واده سوو ناوکیو مخپېټک راکړه . » سردار هم لاس جیب ته کړ او د سلو روپیو یو لوټ یې راوکیښ او خپلی لور ته یې په موسکا سره ورکړ .
امیر عبدالرحمن په دې قصه تر خبرېدو وروسته ایوب خان ته په خپل لاس لیکل سوي یو خط کی ده ته د دې هسی ژوند په هکله د پېغور په ترڅ کی داسی وویل : « زما ګرانه د اکا زویه ! زه د دې خبري په اورېدو هیښ سومه چی د میوند فاتح دونه ټیټ راغلی دی چی خپل ګران وخت د ناوکیو په ودونو تیروی . »
کله چی انګریزانو ( د ۱۸۷۹ د مې پر ۲۶ ) پر امیر محمد یعقوب خان باندی د ګندمک معاهده وترپله او بیا یې ( د ۱۸۹۳ د نوامبر پر ۱۲ ) پر امیر عبدالرحمن خان باندی د ډیورند معاهده پسی وترپله او په دې ډول افغانستان دوه ځله قیچی او نیمه خوا سو ، نو سردار ایوب خان به ډیر ځورېدئ او زړه یې خوړئ .
سردار ایوب خان به د برتانوي افسرانو سره ډیر دوستانه چلند لاره او د هغوی سره به یې په آزادۍ سره پر پوځي مسألو خبري کولې . هغوی د ده له ښه تحلیل او برداشت څخه اغیزمن وو او پر ځینو مهمو مسألو به یې د ده نظر پوښتیً .
د ۱۹۰۰ کال په ډسمبر کی ایوب خان په دهرادون کی د خپل مشر ورور امیر محمد یعقوب خان لیدو ته ورغی . دا تر ۲۷ کالو وروسته د دوو وروڼو لومړنۍ او وروستۍ لیدنه وه . د ۱۹۰۱ په اکتوبر کی امیر عبدالرحمن په کابل کی مړ سو او زوی یې حبیب الله خان پاچا سو چی ډیر نرم خویه انسان و . هغه ټولو مخالفینو ته عامه بخښنه اعلان کړه چی له امله یې د ایوب خان ګڼ شمیر ملګري بیرته کابل ته ولاړل او ایوب خان نور نو پر میدان یوازی پاته او پوه سو چی دریځ یې د یو سیاسی بندي غوندی دی چی مطلقأ د برتانویانو په اختیار کی شپې سبا کوی .
وروسته د امیر حبیب الله په غوښتنه انګریزانو درمسالې ته ولیږی او تر ۲۳ ورځو وروسته یې د هیمالیا د غرنیو سیمو په ( دل هوسي ) کی استوګنه ورکړه ، څو چی د ۱۹۰۲ د اکتوبر پر درېیمه لاهور ته ولاړ او د ژوند تر پایه هلته و اوسېدئ .
امیر حبیب الله خان د برتانوي مقاماتو د پرله پسې غوښتنو له امله د ۱۹۰۶ په وروستیو کی هند ته په سفر روان سو . د ده سره ۱۱۰۰ افسران او ساتندویان ملګري وو چی د ۱۹۰۷ د جنورۍ پر دوهمه د خیبر درې لویدیځی څوکی لنډي کوتل ته ورسېد او د برتانوي چارواکو لخوا یې تود او پرتمین هرکلی وسو .
ایوب خان دا مهال په لاهور کی بېکاره شپې ورځی تېرولې . انګریزان ځکه په وهم کی وو چی مبادا ایوب خان د دې خلا څخه استفاده ونکړی او افغانستان ته داخل نسي . انګریزان چی دئ یې تر بشپړ څارنی لاندی و ، ښه پوهېدل چی دئ یو وطنپرست شخص او د انګریزانو مخالف دی ، نو مسلسله هڅه یې کوله چی هغه افغانستان ته داخل نسي او امیر ته خطر ایجاد نکړی . له دې نه علاوه ، د امیر سفیرانو هم ایوب خان تر نظر لاندی نیولی و او د ده هر عمل او قدم یې تعقیباوه او کابل ته یې راپور ورکاوه .
برتانویانو د دې لپاره چی له یوې خوا د ایوب خان پام بل لور ته واړوی ، او د بلی خوا امیر حبیب الله خان خوشحاله کړی ، ایوب خان ته یې بلنه ورکړه چی د تفریح لپاره انګلستان یا جاپان ته سفر وکړی . ایوب خان د یو هیوادپال انسان په توګه هره ورځ د جاپان خبرونو ته متوجه و . هغه په دې ښه پوهیدئ چی افغانستان په دوو جګړو کی د نړۍ ستر ځواک یعنی برتانیې ته سخته ماته ورکړې وه او کټ مټ جاپان بیا دوه کاله مخکی ( یعنی په ۱۹۰۵ کی ) تزاري روسیې ته همداسی ماته ورکړې وه . نو ځکه یې جاپان غوره کړ تر څو د هغه هیواد د مشرانو او جنرالانو سره وګوري .
که څه هم جاپان ته د ایوب خان د تګ هڅونه د امیر حبیب الله خان د سلطنت د ساتنی او بقا په خاطر وه ، لاکن امیر حبیب الله خان په دې اقدام خواشینیً سو او د جنوري پر نهمه یې « سر لویًس ډین » ته ولیکل چی جاپان ته د ایوب خان دوه میاشتنی سفر د ده نظریو ته په کتنه سره چی برتانوئ حکومت هم ښه په خبر دی ، زما د حیرانتیا سبب سو . خو امیر بیا هم په دې لیک کی هغه احتمالی خطر هم یاد کړی دی چی د ده د غیابت پر مهال د ایوب خان لخوا ممکن و .
دا لا څه ، د فبرورۍ پر ۲۱ د جاپان څخه برتانوي مامورینو د انګلستان خارجه وزیر ( سر اډوارډ ګري ) ته ولیکل چی په افغانستان کی د امیر د غیابت پر مهال هلته په هند کی د سردار ایوب خان شتون یو لوی مشکل دی او که نوموړی سردار د دې موقع څخه مستفید سی او افغانستان ته ننوزی ، نو برتانیې ته به لویی ستونزی ایجاد کړی . همدا علت و چی د برتانوي هند حکومت وپتېیله چی ایوب خان باید جاپان ته سفر وکړی تر څو د هند او افغانستان دواړو څخه څه موده لیری وی او برتانوي مقامات په آرامۍ او بېغمۍ سره د افغان امیر په سفر او میلمه پالنه بوخت وی .
د دې تاریخی لیک متن او جاپان ته د ایوب خان د تګ هڅونه ښییً چی تر څو ایوب خان ژوندی و ، امیر حبیب الله خان او برتانویان د هغه څخه بیرېدل چی مبادا افغانستان ته داخل نسي .
په هر صورت ، ایوب خان د خپل یو شمیر ملګرو او برتانوي سیاسی افسر ( ډګروال وایټ ) په ملګرتیا د بمبیً څخه په یوه بخاري بیړۍ کی د سنګاپور پر لور وځېد . وروسته هانګ کانګ ته ورسېد . له هغه ځایه ایوب خان او ملګري یې په یوه جاپانۍ بیړۍ کی مخ پر جاپان روان سول . جاپانیانو د ایوب خان تود هرکلی وکړ او خپرونو « د میوند فاتح » په ستاینو او پالنو سره ونازاوه .
ایوب خان د ځینو جاپاني اتلانو او فاتحانو سره وکتل چی په هغو کی د روسیې سره د جګړې اوڅار قهرمانان جنرال ( توګو ) ، مارشال ( نوګي ) ، مارشال ( تیرا اوچی ) چی وروسته د جنګ وزیر سو ، او پخوانیً جاپانیً چارواکیً ( اوکوما ) هم شامل وو . خو برتانوي مقاماتو اجازه ورنکړه چی د جاپان د امپراتور ( متسو هیتو ) سره وګوری .
ایوب خان په دې سفر کی د روسیې سره د ۱۹۰۵ کال د جګړې د زخمیانو پوښتنی او عیادت ته هم ورغی او هغوی ته یې اعانې او تحفې ورکړې .
په جاپان کی د استوګني پر مهال ایوب خان او ملګرو یې په جګړه کی د استعمال سوي جنګي بیړۍ ( توګو ) او تر ټولو پیاوړي جنګیالي ( ساتسوما ) په لیدلو سره خوښي وښودله . برتانوي بحري او پوځی اتشو ( ډګروال هیوم ) او ( تورن ډیلمر ) به دوی فابریکو ، د بیړیو کارځایونو او نورو ښه ځایونو ته بېول .
ایوب خان او ملګري یې په هره برخه کی د جاپان د دومره چټک پرمختګ څخه اغیزمن سول . یوه ورځ یې د جاپاني شاهی ګارډ په لیدلو چی ده ته یې د خپل هیواد نیکمرغه ورځی ورپه یاد کړې ، سترګی له اوښکو ډکي سوې .
کله چی د ۱۹۰۷ د مارچ په وروستیو کی امیر حبیب الله خان خپل سفر پای ته ورساوه او د افغانستان پر خوا روان سو ، نو ایوب خان ته هم اجازه ورکړه سوه چی هند ته راستون سي . په دې ډول هغه د مارچ پر ۱۴ د کوبی د بندر لخوا په ( اس . اس . مانیل ) بیړۍ کی بیرته هند ته راوستل سو .
په هرحال ، جاپان ته دغه سفر ایوب خان دونه ډیر وځوراوه چی لاهور ته په راستنېدو یې بېله ځنډه د مرستیال واکمن څخه وغوښته چی د ۱۸۸۷ کال لوزنامه فسخ کړی او بیرته مشهد یعنی هغه ځای ته د تګ اجازه ورکړی چی ورڅخه راوستل سوی و . متأسفانه برتانویانو د ده پر غوښتنه غوږ کوڼ واچاوه او هڅه یې وکړه چی هغه د معاش په ډیروالي او کوچنیانو ته یې د وړیا زده کړي د برابرولو په خبرو خوشحاله کړی چی ګواکی د تعلیم تر بشپړولو وروسته به ښې وظیفې ورکړی . خو ایوب خان دا وړاندیز و نه مانه . هغه دونه ټیټ نه و چی په داسی وړوکو شیانو پسی یې سر ګرځولای . ده خو آن د خپل معاش په زیاتېدنه کی سره له دې چی پوروړی و ، هم چُرت و نه واهه . ځکه ، برتانوي هند ته د پیسو ګټلو او ځمکو تر لاسه کولو لپاره نه بلکی د یوې موقع موندلو لپاره راغلی و تر څو لوی هدف یعنی پاچهي تر لاسه کړی . خو دا د ده ځانی آرمان و ، حال دا چی برتانویانو د یو سیاسی بندي په حیث یوازی د خپلو ګټو په خاطر ساتلی و . تاریخ پوهان وایی چی « سردار ایوب خان د ډیرو ډګرونو جنګیالی و ، خو د خپل سیال امیر عبدالرحمن خان غوندی لیری کتنه ، چل ول او لاری چاری یې زده نه وې . نوموړئ یو عملی سړی نه بلکی د یو نظریاتی په حیث و اوسېد او مړ سو . لیری راتلونکي ته یې نظر نسو اچولای چی په دې توګه یې ډیر طلایی چانسونه له لاسه ورکړل . ده د ژوند په وروستیو کی خپلی تیروتني درک کړې ، خو نور نو ډیر ناوخته و . »
د ایوب خان ژوندون د سوبو ، ناکامیو ، خوښیو ، بدمرغیو اوغمونو یوه عجیبه مجموعه ده . یوه ورځ لوی لښکر ورپسی روان وی او بله ورځ یې په پردي هیواد ، غلیم هیواد او مات کړي هیواد کی پناه اخیستې وی .
ایوب خان د ژوند په وروستیو کی ډیر خواشینی او تر دماغي بوج لاندی و چی څو مهم علتونه یې دا دي :
لومړی ـ افغانستان ته یې ستنېدل ورځ په ورځ ناشونی کېدئ تر څو د خپل پلار تخت یې بیرته ګټلی وای ؛
دوهم ـ د خپلو بیلابیلو ماندینو او زامنو تر منځ تربګنیو او بد نیتیو د ده ژوند ورځ په ورځ تریخ کاوه ؛
درېیم ـ د ده د کورنۍ ډیرېدونکی خرڅ و چی نه یې سو کولای په خپل لږ معاش یې پوره کړی وای .
همدا ظاهري علتونه وو چی د میوند فاتح د ۱۹۱۴ کال د اپریل پر اوومه د زړه د حملې ښکار سو . خو نور بیا د توطیې خبره کوی او وایی چی د ده یوې خادمی چی ( ګلابي ) نومېده ، ده ته زهر ورکړي وو او بیا یې خفه کړی و تر څو چی ساه یې وختله . دا خبره ځکه کیږی چی د ده پر غاړه د ګوتو نښه واضحأ معلومېدله . خو هر څه چی وو ، که د انګریزانو توطیه وی یا کورنۍ دسیسه او یا هم طبیعی مړینه وی ، سردار ایوب خان د خپل وصیت سره سم ( چی ویلی یې وو زما جسد په افغانستان یا پښتونخوا کی خاورو ته وسپارئ ) د پیښور د شیخ حبیب په هدیره کی ښخ سو . الله دی یې د ټولو مسلمانانو سره مرحوم او مغفور ولری .
ایوب خان یوولس زامن او شپږ لوڼی پریښوولې . یو زوی یې په لاهور کی او نور د هند په الله آباد کی اوسېدل ، ښایی اوس هم د هغوی اولادونه ، یعنی د ایوب خان لمسیان همالته استوګن وی .
هو ، ایوب خان خپل ژوند په خوښۍ ، نیکمرغۍ او هستۍ سره پیل کړی و . ځواني یې په دلاورۍ ، ځواکمنۍ او اتلولۍ سره تیره کړه ، خو د ژوند وروستۍ موده یې په خوارۍ ، بدمرغۍ او بې کسۍ سره ختم سوه او زخمی زړه له نړۍ څخه ولاړ . نن د د دغه ملی اتل د مړینی سلمه کالیزه ده ، نو یاد دی یې قایم او نوم دی یې دایم وی . والسلام ، ( ن . صمد ).
اړونده مأخذونه :
۱ ـ د میوند فاتح ؛ محمد علی میوندي ، ژباړن : عبدالنافع ثنا ، کندهار ، ۱۳۸۷ لمریز .
۲ ـ افتخاراتِ افغان ؛ عبدالحکیم طبیبی ، کابل ، ۱۳۵۲ شمسی .
۳ ـ افغانستان در قرن نزده ؛ سید قاسم رشتیا ، کابل ، ۱۳۴۶ شمسی .
۴ ـ هند او افغانستان ، ۱۸۷۶ ـ ۱۹۰۷ ؛ ډي . پي . سینګال ، نوی ډیلی ، ۱۹۶۲ .
۵ ـ افغانستان در پنج قرن اخیر ؛ میر محمد صدیق فرهنګ ، مشهد ـ ایران ، ۱۳۷۱ شمسی .
۶ ـ انګلستان د افغانستان پر ضد ؛ نفتولا خالفین ؛ پښتو ژباړه : شاه محمود نېک ، ماسکو ، ۱۹۸۰ .